د اشعیا نبي کتاب

شپږپنځوسم فصل

د نورو قومونو ژغورنه

۱ څښتن خپل قوم ته داسې وایي: «د انصاف او عدالت په بنیاد چلند وکړئ، ځکه چې زه به زر راشم، تاسو ته به خلاصون درکړم او زما عدالت به څرګند شي. ۲ بختور دی هغه څوک چې تل داسې کوي او د سبت د ورځې درناوی کوي او د هغه سپکاوی نه کوي. له بدو کړنو ځان ساتي.»

۳ د پردي وطن سړی چې د څښتن د قوم سره یوځای شوی، هغه دې فکر ونه کړي چې څښتن به خامخا ما له خپلو خلکو نه بېل کړي او نه دې خصي سړی دا فکر وکړي چې زه خو د وچې ونې په شان بې حاصله یم. ۴ ځکه څښتن داسې وایي: «کوم خصیان چې زما د سبت د ورځې درناوی وکړي، هغه کار وکړي چې زه ورباندې خوشحالېږم او په وفادارۍ سره زما په لوظ باندې ټینګ ولاړ وي، ۵ نو بیا هر خصي ته به د خپل کور په دېوالونو کې یو یادګار او یو نوم ورکړم. د هغه چا په پرتله چې اولادونه لري، نوم به یې لوړ وي او تل ترتله به یادیږي، هېڅکله به هغه هېر نه شي.»

۶ نو څښتن هغو پردیو خلکو ته چې د هغه د قوم سره یوځای کیږي، د هغه د نوم سره مینه کوي، د هغه خدمت کوي، د سبت د ورځې درناوی کوي او د دې ورځې سپکاوی نه کوي، بلکې په وفادارۍ سره د هغه په لوظ باندې ټینګ ولاړ وي، وایي: ۷ «تاسو به خپل سپېڅلي غره ته راولم او هلته به په خپل کور کې چې د دعا کولو ځای دی خوشحالي درکړم. کومې سوځېدونکې نذرانې او نورې قربانۍ چې تاسو یې زما د قربانۍ په ځای باندې کوئ، هغه به قبولې کړم. ځکه زما کور به د ټولو قومونو دپاره د دعا د کور په نوم وبلل شي.» ۸ څښتن تعالی چې خپل قوم اسراییل یې له جلاوطنۍ نه خپل وطن ته راوستلی دی، وعده کړې ده چې هغه به نور خلک هم راولي چې د دوی سره یوځای شي.

د اسراییلي مشرانو غندنه

۹ ای ټولو وحشي او د ځنګل داړونکو حیواناتو راشئ، دا خلک وداړئ او ویې خورئ! ۱۰ څښتن وایي: «زما د قوم مشران د هغو پهره دارانو په شان دي چې ړانده وي او په خطر نه پوهیږي. دا مشران د هغو ساتونکو سپیو په شان دي چې نه غاپي، هسې پراته وي او خوبونه ویني. خوب یې څومره خوښ دی! ۱۱ هغوی د حریصو سپیو په شان دي چې هېڅکله نه مړیږي او هم د هغو شپنو په شان دي چې په خطر نه پوهیږي. هر یو یې هغه کار کوي چې زړه یې غواړي، یوازې خپلې ګټې په پام کې نیسي او بس. ۱۲ هغوی وایي: ‹راځئ چې شراب واخلو او هرڅومره چې کولای شو ویې څښو! سبا ورځ به د نن ورځې څخه هم بهتره وي.›»