د اشعیا نبي کتاب

دري شپېتم فصل

په نورو قومونو باندې د څښتن بریالیتوب

۱ دا څوک دی چې د ادوم د بزرې د ښار څخه راروان دی او تک سره کالي یې اغوستي دي؟ دا څوک دی چې شانداره کالي لري او په لوی قدرت سره راروان دی؟

«دا زه څښتن یم چې د ژغورلو وس لرم او راروان یم چې خپل بریالیتوب اعلان کړم.»

۲ ولې ستا کالي سره دي، داسې دي لکه چا چې د شرابو د جوړولو په خاطر انګور د پښو لاندې کړي وي؟

۳ څښتن ځواب ورکوي: «هو، ما یوازې او پرته د چا له مرستې د غوسې په وخت کې خلک د انګورو په شان تر پښو لاندې کړل او د هغوی وینې زما کالي سره کړل. ۴ ځکه ما پرېکړه وکړه، هغه وخت رارسېدلی دی چې د خپلو دښمنانو څخه بدل واخلم او خپل قوم وژغورم. ۵ هرې خواته مې وکتل چې څوک پیدا کړم، ترڅو زما سره مرسته وکړي. په حیرانتیا سره مې ولیدل چې مرسته کوونکی نشته، نو بیا د خپل قدرت او قهر په مرسته بریالی شوم. ۶ ما په خپل قهر سره قومونه تر پښو لاندې کړل او هغوی مې د یو نشه سړي په شان کړل، بیا مې د هغوی وینه په ځمکه تویه کړه.»

د څښتن د نېکۍ ستاینه

۷ زه به وکړمه بیان د څښتن د تلپاتې مینې

د ستاینې وړ دي د څښتن کارونه

ډېر برکت ورکړی هغه خپل د اسراییلو قوم ته

په خاطر د خپل رحم او تلپاتې مینې

۸ څښتن وویل: «په رښتیا هغوی زما قوم دی او زما سره به خیانت ونه کړي.» نو څښتن د هغوی ژغورونکی شو. ۹ د هغوی په ټولو کړاوونو کې څښتن هم شریک شو او هغه فرښته چې د هغه په حضور کې ده، هغوی یې وژغورل. هغوی یې د خپلې مینې او خواخوږۍ له مخې وژغورل. هغه پخوا هم تل په هغوی باندې پام کاوه. ۱۰ خو هغوی د څښتن په وړاندې سرغړونه وکړه او د هغه سپېڅلی روح یې خفه کړ. نو ځکه هغه د هغوی دښمن شو او په خپله یې ورسره جګړه وکړه.

۱۱ بیا هغوی هغه تېره زمانه را په یاد کړه چې څنګه موسی خپل خلک د مصر څخه وویستل او پوښتنه یې وکړه: «چېرته دی هغه کس چې د اسراییلو قوم یې د هغوی له مشرانو سره له سرې بحیرې نه تېر کړل؟ چېرته دی هغه څښتن چې هغوی ته یې خپل سپېڅلی روح نازل کړ؟» ۱۲ په خپل ستر قدرت یې د موسی په لاس لوی کارونه تر سره کړل. هغه د بحیرې اوبه په منځ کې سره بېلې کړې او نوم یې تلپاتې شهرت وموند. ۱۳ څښتن د بحیرې څخه د تېرېدو په وخت کې د اسراییلو قوم ته لارښوونه وکړه. هغوی لکه د اسونو په شان پرته له تیندک خوړلو په دښته کې روان وو. ۱۴ لکه څنګه چې څاروي په یوه ارامه دره کې روان وي، نو د څښتن روح هغوی ته همداسې ارامي ورکړه. په دې ډول څښتن خپل قوم ته لارښوونه وکړه او د هغه نوم د دې کار په خاطر جلال وموند.

د رحم او مرستې دپاره دعا

۱۵ ای څښتنه، د اسمان نه لاندې وګوره، د خپل سپېڅلي او د جلال نه ډک استوګنځي څخه په مونږ باندې نظر وکړه. چېرته دی ستا غیرت او قدرت؟ چېرته ده هغه مینه او رحم چې زمونږ سره دې درلودله؟ ولې یې له مونږه سپموې؟ ۱۶ ځکه ته زمونږ پلار یې. که څه هم زمونږ نیکونه ابراهیم او یعقوب مونږ خپل نه ګڼي. خو ای څښتنه، ته زمونږ پلار یې، چې له پخوا څخه زمونږ ژغورونکی یې او ستا شهرت له پخوا نه دی. ۱۷ ای څښتنه! ولې مونږ پرېږدې چې ستا د لارې څخه وګرځو؟ ولې زمونږ زړونه دومره سختوې چې ستا څخه ونه وېرېږو؟ د خپلو خدمتګارانو او هغو قبیلو په خاطر چې تل ستا دي، بېرته مونږ ته راوګرځه. ۱۸ ستا سپېڅلی ځای د لږ وخت دپاره ستا د سپېڅلو خلکو سره ؤ، خو وروسته دښمنانو هغه ځای تر پښو لاندې کړ. ۱۹ مونږ د هغو خلکو په څېر شو چې ګواکې هېڅکله دې په هغوی واکمني نه وه کړې او هېڅکله ستا په نامه نه یادېدل.