کپی رایت ۲۰۲۶ - ۲۰۱۵ افغانی بائبل. تمامی حقوق محفوظ است
د ارمیا نبي کتاب
شلم فصل
د فشحور کاهن سره د ارمیا شخړه
۱ کله چې فشحور کاهن چې د یمیر زوی ؤ او د څښتن د کور د ساتونکو مشر ؤ، د ارمیا پیغام واورېد، ۲ هغه امر وکړ چې ارمیا ووهي او د څښتن په کور کې د بنیامین د پاسنۍ دروازې سره نژدې هغه د لرګي په کنده باندې وتړي. ۳ په بله ورځ کله چې فشحور هغه خوشې کړ، ارمیا هغه ته وویل چې په تا باندې کوم نوم څښتن ایښی دی، هغه فشحور نه، بلکې «له هرې خوا نه وېره» دی. ۴ ځکه څښتن داسې ویلي دي: «ته به د خپل ځان او خپلو ټولو دوستانو دپاره د وېرې سبب شې او ته به ووینې چې هغوی به د خپلو دښمنانو په تورو باندې ووژل شي. زه به د یهودا ټول خلک د بابل پاچا ته په لاس ورکړم، هغه به ځینې خلک خپل وطن ته د اسیرانو په توګه بوځي او نور به ووژني. ۵ زه به همدارنګه د دې ښار ټوله شتمني، د هغه قیمتي مالونه او حتی د یهودا د پاچاهانو خزانې د هغوی دښمنانو ته په لاس ورکړم. هغوی به دا ټول لوټ کړي او بابل ته به یې یوسي. ۶ ای فشحوره، ته او هغه ټول خلک چې ستا په کور کې اوسیږي، وبه نیول شئ او بابل ته به بوتلل شئ. ته به هلته مړ شې او د خپلو ټولو دوستانو سره به چې دروغجنې پېشګویانې دې ورته کولې، په هغه ځای کې ښخ شې.»
د ارمیا شکایت
۷ وغولولمه تا ای څښتنه
وغولېدمه زه
ته ډېر قوي یې ما نه
تا مغلوب کړمه زه
ما پورې خاندي ټوله ورځ
وهي ملنډې په ما ټول خلک
۸ کله چې زه کوم خبرې نو وهمه چیغې
وایم په لوړ اواز چې ظلم! تباهي!
مسخره کېږم او سپک کېږم هر وخت
ځکه چې زه اعلانوم ستا پیغام
۹ خو کله چې ووایم زه له خپل ځانه سره
چې زه به یاد نه کړم څښتن
نور به زه نه کوم خبرې د هغه په نامه
نو بیا زما په زړه کې ستا پیغام
داسې بلیږي لکه د اور په شان
کوم کوښښ چې هغه وساتمه
خو ستړی شوی یمه
او نه شم چوپ پاتې کېدلی زه
۱۰ پس پسې اورمه د ډېرو خلکو چې وایي
هرځای کې وېره ده
راځئ چې تور ولګوو په ارمیا باندې
راځئ چې ورکړو خبر واکمنانو ته
انتظار باسي زما ملګري دې ته
چې زه راپرېوځمه
هغوی وایي چې کېدای شي وغولیږي هغه
نو بیا کولای شو راګېر کړو هغه
ورڅخه واخلو بدل
۱۱ خو ای څښتنه، ته یې مل راسره
ته یې په شان د قوي جنګیالي
کوم خلک چې ما ځوروي وبه ښوييږي
هغوی به نه شي بریالي په ما باندې
د تل دپاره به رسوا شي هغوی
ځکه هغوی کامیابېدلی نه شي
هېڅ وخت به هېره نه شي بېحرمتي د هغوی
۱۲ خو ای مطلق قادر څښتنه چې ازمایې نېک خلک ته
ته یې خبر د دوی د زړونو او ذهنونو څخه
پرېږده چې ووینمه ته څنګه اخلې بدل
زما له دښمنانو څخه
ځکه چې ما ویلې خپله دعوه تا ته
۱۳ څښتن ته ووایئ سندرې
وکړئ ثنا او صفت د څښتن
ځکه خلاص کړي دي هغه
مظلومان له بدکارانو څخه
۱۴ وي دې لعنت په هغه ورځ باندې
په کومه ورځ چې زېږېدلی یمه
چې وزېږېدم له موره
برکت دې نه وي په هغه ورځ باندې
۱۵ وي دې لعنت په هغه چا باندې
چې زما پلار ته یې راوړی زېری
چې ستا ماشوم شوی دی او هلک دی هغه
چې د دې زېري نه خوشحال شي هغه
۱۶ له منځه لاړ دې شي هغه سړی
هغو ښارونو په شان
چې څښتن وران کړل په بېرحمۍ سره
هغه دې واوري په سهار کې له وېرې چیغې
او په غرمه کې زنګ د جنګ د خطر
۱۷ ځکه ویې نه وژلم د مور په خېټه کې زه
ترڅو قبر وای زما دپاره د مور خېټه
حامله وای پاتې شوې هغه تل دپاره
۱۸ ولې راغلم دې نړۍ ته د مور له خېټې څخه؟
چې زه وګورم غمونه او تکلیفونه
او تېرې کړم ورځې په رسوایي کې؟