کپی رایت ۲۰۲۶ - ۲۰۱۵ افغانی بائبل. تمامی حقوق محفوظ است
د ارمیا نبي کتاب
څلورویشتم فصل
د ښو او خرابو انځرو په هکله رویا
۱ د بابل پاچا نبوکدنصر د یهودا پاچا د یهویاقیم زوی یهویاکین د اورشلیم نه بابل ته د اسیر په توګه بېولی ؤ او د هغه سره یې د یهودا مشران، کسبګران او اهنګران هم بېولي وو. وروسته بیا څښتن په رویا کې ما ته د انځرو دوه ټوکرۍ چې د څښتن د کور په مخکې پرتې وې، وښودلې. ۲ په یوې ټوکرۍ کې ښه او تازه انځر وو چې وختي پاخه شوي وو او په بلې ټوکرۍ کې دومره خراب انځر وو چې د خوړلو نه وو. ۳ بیا څښتن ما ته وویل: «ای ارمیا، ته څه وینې؟» ما ځواب ورکړ: «انځر وینم. هغه ښه او تازه انځر ډېر ښه دي او هغه خراب انځر دومره خراب دي چې د خوړلو نه دي.»
۴ نو څښتن ما ته وویل: ۵ «زه څښتن د اسراییلو خدای داسې وایم، زما په نظر کې د یهودا هغه اسیران چې بابل ته مې لېږلي دي، هغه د هغو ښو انځرو په مثال دي چې زه د هغوی سره د مهربانۍ له مخې چلند کوم. ۶ زه به په هغوی باندې پام کوم او بېرته به یې دې وطن ته راولم. هغوی به نه تباه کوم، بلکې ودان به یې کړم. هغوی به لکه د نیالګیو په شان وکرم او له بېخه به یې ونه باسم. ۷ هغوی به وهڅوم چې ما وپېژني. نو بیا به هغوی زما قوم وي او زه به یې خدای یم، ځکه چې هغوی به د زړه له کومي ما ته راوګرځي.
۸ خو زه څښتن به د یهودا د پاچا صدقیا، د هغه د درباریانو او د اورشلیم د هغو نورو خلکو په هکله چې په دې وطن کې پاتې شوي دي او یا مصر ته تللي دي، د هغو خرابو انځرو په شان چلند وکړم چې د خوړلو نه دي. ۹ په هغوی باندې به داسې مصیبت راولم چې د دنیا ټول قومونه ووېریږي. هرچېرته چې هغوی وشړم، خلک به په هغوی باندې ملنډې ووهي، ټوکې به ورباندې وکړي او هغوی به مسخره کړي او د هغوی په نوم به لعنت غوښتل کیږي. ۱۰ زه به په هغوی باندې جنګ، قحطي او وبا نازل کړم، تر هغې پورې چې د هغوی نه به هېڅوک هم په هغه وطن کې چې هغوی او د هغوی نیکونو ته مې ورکړی دی، ژوندی پاتې نه شي.»