د ارمیا نبي کتاب

اته ویشتم فصل

ارمیا او جعلي پیغمبر حننیا

۱ په هماغه کال د صدقیا د پاچاهۍ د څلورم کال په پنځمه میاشت د عزور زوی حننیا چې د جبعون د ښار یو پیغمبر ؤ، د څښتن په کور کې زما سره خبرې وکړې. هغه د کاهنانو او نورو خلکو په حضور کې ما ته وویل ۲ چې مطلق قادر څښتن یعنې د اسراییلو خدای داسې ویلي دي: «ما د بابل د پاچا د قدرت جغ مات کړی دی. ۳ زه به په دوو کالو کې د څښتن د کور ټول شیان چې نبوکدنصر پاچا بابل ته وړي وو، بېرته دې ځای ته راوړم. ۴ همدارنګه زه به د یهودا پاچا یهویاکین د یهویاقیم زوی د یهودا د هغو ټولو خلکو سره چې بابل ته اسیران بېول شوي وو، بېرته راولم. هو، زه به د بابل د پاچا د قدرت جغ مات کړم. زه څښتن داسې وایم.»

۵ بیا ما د کاهنانو او هغو ټولو خلکو په حضور کې چې د څښتن په کور کې ولاړ وو، حننیا ته وویل: ۶ «آمین! زه هیله لرم چې څښتن به همداسې وکړي! زه په رښتیا سره دا هیله لرم چې هغه به ستا پېشګویي رښتیا کړي او هغه به د څښتن د کور ټول شیان او هغه ټول خلک چې د اسیرانو په توګه بېول شوي وو، د بابل نه بېرته راولي. ۷ خو زه چې تا ته او دې خلکو ته څه وایم، هغو ته غوږ ونیسئ. ۸ زما او ستا نه مخکې ډېرو پخوانیو پیغمبرانو دا پېشګویي کړې وه چې په ډېرو قومونو او قدرتمندو پاچاهیو باندې به جنګ، لوږه او وبا راشي. ۹ خو کوم پیغمبر چې د سولې په هکله پېشګویي وکړي او د هغه پېشګویي رښتیا شي، نو خلک به هغه د رښتیني پیغمبر په څېر وپېژني او هغه پیغمبر به خدای رالېږلی وي.»

۱۰ بیا هغه وخت حننیا زما د غاړې نه جغ لېرې کړ او هغه یې ټوټې ټوټې کړ ۱۱ او د ټولو خلکو په حضور کې یې وویل: «څښتن داسې وایي چې نبوکدنصر پاچا چې د ټولو قومونو په غاړو کې کوم جغ اچولی دی، هغه به په همدې ډول سره مات کړم او دا کار به په دوو کالو کې وکړم.» بیا زه د څښتن د کور څخه روان شوم.

۱۲ څه موده وروسته څښتن ما ته وویل: ۱۳ «لاړ شه او حننیا ته ووایه څښتن داسې وایي چي تا د لرګي جغ مات کړ، خو هغه به د دې په ځای د اوسپنې جغ جوړ کړي. ۱۴ مطلق قادر څښتن یعنې د اسراییلو خدای وایي چې هغه به د دې ټولو قومونو په غاړو کې د اوسپنې جغ واچوي او هغوی به د بابل د پاچا نبوکدنصر خدمت کوي. څښتن ویلي دي چې زه به حتی ځنګلي حیوانات هم د نبوکدنصر پاچا په اختیار کې ورکړم.»

۱۵ په دې وخت کې ارمیا پیغمبر حننیا ته وویل: «ای حننیا غوږ ونیسه، څښتن ته نه یې رالېږلی چې ته خلک دې ته مجبوروې ترڅو ستا په دروغو باندې باور وکړي. ۱۶ نو له دې امله څښتن داسې وایي چې زه به تا د ځمکې د مخ نه ورک کړم. ته به په همدې کال کې مړ شې، ځکه چې تا خلک هڅولي دي چې د څښتن په وړاندې سرکښي وکړي.»

۱۷ نو حننیا پیغمبر د هماغه کال په اوومه میاشت مړ شو.