کپی رایت ۲۰۲۶ - ۲۰۱۵ افغانی بائبل. تمامی حقوق محفوظ است
د ارمیا نبي کتاب
درېم فصل
بېوفا اسراییل
۱ څښتن وایي: «که چېرې یو سړی خپلې ښځې ته طلاق ورکړي او هغه ورڅخه لاړه شي او د بل سړي ښځه شي، نو دا سړی نه شي کولای چې هغه بیا خپله ښځه کړي. په دې کار به ټول وطن ناپاکه شي. خو ای اسراییله، ته ډېر عاشقان لرې او اوس غواړې چې ما ته راوګرځې؟ ۲ د غونډیو سرونو ته وګوره، ایا هلته داسې کوم ځای شته چې تا په کې زنا نه وي کړی؟ تا به د لارې په غاړه د خپلو عاشقانو دپاره داسې انتظار کاوه لکه یو غل چې په کمین کې ناست وي. تا په خپل بدلمنتوب باندې وطن ناپاکه کړی دی. ۳ نو په دې خاطر باران ولاړ دی او د پسرلي اورښت نشته. ته د یوې بدلمنې په شان یې او په تا کې هېڅ شرم نشته. ۴ اوس ما ته وایې: ‹ته مې پلار یې او د وړکتوب له وخت نه راسره مینه کوې. ۵ تل به په ما باندې په قهر نه یې او ستا غضب به تر اخره پورې په ما باندې نه وي.› ای اسراییله، دا هغه خبرې وې چې تا وکړلې، خو چې څومره بدي دې له لاسه کېدله هغه دې وکړه.»
اسراییل او یهودا باید توبه وباسي
۶ په هغه وخت کې چې یوشیا پاچا ؤ، څښتن ما ته وویل: «ایا تا ولیدل چې اسراییل د بېوفا ښځې په شان څه وکړل؟ هغې زما نه مخ اړولی دی او د هرې لوړې غونډۍ او هرې سیوري لرونکې لویې ونې لاندې یې د یوې بدلمنې ښځې په شان زنا کړې ده. ۷ ما فکر کاوه چې د دې ټولو کارونو نه وروسته چې هغې وکړل، هغه به په رښتیا سره ما ته راوګرځي. خو هغه ما ته راونه ګرځېدله او د هغې بېوفا خور یهودا دا هر څه ولیدل. ۸ یهودا دا هم ولیدل چې ما بېوفا اسراییل ته طلاق ورکړ او هغه مې وشړله ځکه چې هغه بدلمنه شوه، خو ما ولیدل چې د اسراییل بېوفا خور یهودا ونه وېرېدله. هغه هم بدلمنه شوه ۹ او هېڅ ونه شرمېدله. هغه وطن یې ناپاک کړ او تیږو او ونو ته په عبادت کولو سره یې زنا وکړه. ۱۰ خو سره له دې ټولو خبرو، د اسراییل بېوفا خور یهودا خپل ځان داسې ښوده چې ګوندې هغه ما ته بېرته راګرځي، خو هغه رښتینې نه وه. ما څښتن داسې ویلي دي.»
۱۱ بیا څښتن ما ته وویل: «اسراییل زما نه مخ اړولی دی، خو بیاهم هغې دا ثابته کړه چې د بېوفا یهودا نه ډېره ښه ده. ۱۲ اوس شمال خواته پیغام ورسوه: ‹ای بېوفا اسراییله، بېرته ما ته راوګرځه. زه رحم کوونکی یم او تر پایه پورې به په تا باندې نه په قهرېږم، زه څښتن داسې وایم. ۱۳ یوازې دا اقرار وکړه چې ګناهکاره یې او د خپل څښتن خدای په وړاندې دې سرکښي کړې ده. اقرار وکړه چې د هرې سیوري لرونکې لویې ونې لاندې دې پردیو خدایانو سره مینه کړې ده او زما اطاعت دې نه دی کړی.› ما څښتن داسې ویلي دي.
۱۴ زه څښتن دا هم وایم: ‹ای بېوفا خلکو، بېرته راشئ، تاسو زما یئ. زه به د هر ښار نه ستاسو یو یو کس او د هرې طایفې نه دوه دوه کسان واخلم او بېرته به مو د صهیون غره ته راولم.
۱۵ زه څښتن به تاسو ته داسې والیان درکړم چې زما په شان فکر ولري او هغوی به لکه د یو شپون په شان د حکمت او پوهې له مخې ستاسو ساتنه کوي. ۱۶ نو کله چې ستاسو شمېر په هغه وطن کې زیات شي، خلک به نور زما د لوظ د صندوق په هکله خبرې نه کوي. هغوی به نور د هغه په هکله نه فکر کوي او نه به هغه رایادوي، حتی هغوی به ورته اړتیا هم نه لري او نه به بل صندوق جوړوي. ۱۷ کله چې هغه وخت راشي، نو اورشلیم به «د څښتن د تخت» په نوم یاد شي او ټول قومونه به هلته سره راټول شي چې زما عبادت وکړي. هغوی به نور هغه کارونه نه کوي چې د هغوی سخت او بد زړونه یې غواړي. ۱۸ په هغه وخت کې به یهودا د اسراییلو سره په شمال کې چې جلاوطنه دي، یوځای بېرته هغه وطن ته راستانه شي چې ستاسو پلرونو ته مې د تلپاتې جایداد په توګه ورکړی ؤ.›»
د خدای له خوا د خپلو خلکو څخه د توبې غوښتنه
۱۹ ما څښتن ویلي دي:
ای اسراییله، ما غوښتل چې دې قبول کړم
د خپل ماشوم په توګه
او درته دربه کړم د خوښې ځمکه
ټوله دنیا کې ډېره ښکلې ځمکه
ما غوښتل ستا نه چې راته پلار ووایې
او ما نه به نه اړوې مخ هېڅکله
۲۰ خو د بېوفا ښځې په شان چې خپل مېړه پرېږدي
تا وفا نه ده کړې زما سره
ما څښتن داسې ویلي دي.
۲۱ اورېدل کیږي شورماشور د غونډۍ له سره
دا دی قوم د اسراییلو چې کړي ژړا او زارۍ
ځکه پریښې ده دوی سمه لاره
او هېر کړی هغوی خپل څښتن خدای دی
۲۲ ای بېوفا خلکو، بېرته راوګرځئ
تاسو به روغ او وفادار کړمه
تاسو وایئ: «هو، مونږ تا ته راروان یو، ځکه چې ته زمونږ څښتن خدای یې. ۲۳ مونږ چې د غونډیو په سرونو باندې د بتانو کوم عبادت کړی دی، په یقین سره چې مونږ ته یې کومه ګټه نه ده رسولې. اسراییلو ته یوازې زمونږ د څښتن خدای له خوا نه ژغورنه راځي.
۲۴ د بعل یعنې د شرم وړ خدای عبادت د دې سبب شو چې مونږ خپلې رمې، پادې، خپل زامن او لورګانې او هغه ټول شیان چې زمونږ نیکونو د ډېر پخوا نه د هغو دپاره زحمت ویستلی ؤ، له لاسه ورکړو. ۲۵ مونږ باید د خپلې رسوایۍ د لاسه خپلې سترګې پورته نه کړو او په شرمونو پټ شو. مونږ او زمونږ نیکونو تل د خپل څښتن خدای په وړاندې ګناه کړې ده او د هغه حکمونه مو منلي نه دي.»