کپی رایت ۲۰۲۶ - ۲۰۱۵ افغانی بائبل. تمامی حقوق محفوظ است
د ارمیا نبي کتاب
پنځم فصل
د ارمیا او خدای تر منځ خبرې
۱ څښتن وایي:
وګرځئ ښکته پورته د اورشلیم کوڅو کې
وګورئ شاوخوا ته، وګورئ په غور سره
ولټوئ ټول چوکونه تاسو
پیدا کولای شئ یو داسې کس
چې وي صادق
او کوي کوښښ چې وفادار وي خدای ته؟
که مو پیدا کړ داسې کس، نو وبه وبخښم زه اورشلیم
۲ که څه هم خلک قسم خوري د ژوندي څښتن په نامه
خو په دروغو دی قسم د هغوی ۳ ارمیا وویل:
ای څښتنه ته یې په لټه کې د وفادارۍ
تا ووهل خپل خلک، خو هغوی ونه کړه ستا پروا
تا وځپل هغوی، خو هغوی نه شول اصلاح
دي سرتنبه خلک او لاس یې وانخیست
له خپلو ګناهونو څخه
۴ بیا مې فکر وکړ، دا غریبان او جاهلان خلک دي
هغوی کوي د بې عقلۍ کارونه
دوی په دې نه پوهیږي چې خدای څه غواړي
څښتن ترې څه غواړي چې څه وکړي دوی
۵ زه به ورشم قدرتمند خلکو ته
او د هغوی سره به وکړمه خبرې
په رښتیا هغوی پوهیږي
چې خدای څه غواړي له دوی نه
څښتن ترې څه غواړي چې څه وکړي دوی
خو مات کړی دی هغوی د څښتن د اطاعت جغ
او انکار یې کړی د هغه د خدمت نه
۶ په دې سبب به د ځنګل زمریان هغوی ووژني
لېوان د دښتې به هغوی وداړي
او پټ به پراته وي پړانګان د دوی د ښارو دباندې
که راووځي دباندې هغه خلک
دوی به یې ټوټې ټوټې کړي
په دې خاطر چې ګناهونه دي بېشمېره د دوی
او ګرځېدلي دي له خدای نه هغوی په څو څو وارې
څښتن به نور بخښنه نه کوي
۷ زه ولې وبخښمه ګناهونه ستاسو؟
تاسو پریښی یم زه
او تاسو خوړلی دی قسم هغو بتانو باندې چې نه دي خدایان
ما ورکړي دي خپل قوم ته خواړه ترڅو ماړه شي هغوی
خو هغوی وکړه زنا
او تېر کړی یې خپل وخت فاحشهخانو کې
۸ هغوی وو هغو اسونو په شان چې ښه ماړه او مست وي
او شڼېده به له مستۍ نه هر یو خپل ګاونډي د ښځې پسې
۹ ایا ورنه کړمه سزا هغوی ته
د دې کارونو په خاطر؟
او بدل وانخلم زه د داسې قوم نه؟ زه څښتن داسې وایم.
۱۰ ای دښمنانو، لاړ شئ خراب کړئ
د هغوی د انګور باغونه
خو چې بیخي هغه تباه نه کړئ
تاسو ته وبه وایم چې لېرې یې کړئ څانګې
ځکه دا نه دي زما څانګې
۱۱ ځکه ما سره یې وکړ پوره خیانت
د اسراییلو او یهودا خلکو ما څښتن داسې ویلي دي.
څښتن د اسراییلو په هکله د قضاوت اعلان کوي
۱۲ د څښتن قوم د هغه نه منکر شوی او ویلي یې دي: «هغه به هېڅ هم ونه کړي. په مونږ باندې به مصیبت رانه شي، په مونږ باندې به جنګ او قحطي رانه شي. ۱۳ د پیغمبرانو خبرې بېمعنی دي او هغوی ته د څښتن له خوا کوم پیغام نه راځي. نو څه چې دوی وایي، هماغسې دې ورباندې وشي.»
۱۴ مطلق قادر څښتن خدای ما ته داسې وویل: «ای ارمیا، د دې دپاره چې دوی داسې شیان وایي، نو زه به خپل کلام لکه د اور په شان ستا په خوله کې کېږدم. خلک به د لرګیو په شان وي او دا اور به هغوی وسوځوي.»
۱۵ ای د اسراییلو خلکو، څښتن داسې وایي:«زه به د لېرې ځای نه یو قوم راولم، ترڅو په تاسو باندې حمله وکړي. دا یو قوي او پخوانی قوم دی، یو داسې قوم دی چې تاسو یې په ژبه باندې نه پوهېږئ. ۱۶ د هغوی ټول جنګیالي ډېر تکړه عسکر دي چې په غشو باندې وژل کوي. ۱۷ هغوی به ستاسو حاصلات او خواړه وخوري، ستاسو زامن او لورګانې به ووژني.» ستاسو رمې او پادې به حلالې کړي او ستاسو د انګورو تاکونه او د انځرو ونې به له منځه یوسي. هغه قوي ښارونه چې تاسو ورباندې تکیه کوئ، هغه به د هغوی د لښکرو له خوا وران شي.
۱۸ څښتن وایي: «خو بیاهم حتی په هغو ورځو کې به خپل قوم په پوره توګه له منځه نه وړم. ۱۹ کله چې ستا خلک پوښتنه وکړي چې ما ولې د هغوی سره داسې کارونه وکړل، نو ای ارمیا هغوی ته ووایه لکه څنګه چې هغوی زما نه مخ واړاوه او په خپل وطن کې یې د پردیو خدایانو خدمت کاوه، نو تاسو به اوس په هغه ځای کې چې ستاسو خپل وطن نه دی، د پردیو خلکو خدمت کوئ.»
خدای خپل قوم ته خبرداری ورکوي
۲۰ څښتن وایي: «د یعقوب اولادې او د یهودا خلکو ته ووایئ: ۲۱ ‹ای کمعقلو او ناپوهو خلکو، ای هغو خلکو چې سترګې لرئ، خو څه نه شئ لیدلی او غوږونه لرئ، خو څه نه اورئ، غوږ ونیسئ. ۲۲ زه څښتن یم، تاسو ولې زما څخه نه وېرېږئ؟ ولې زما په مخکې له وېرې څخه نه رپېږئ؟ ما د شګو نه د بحیرې دپاره سرحد جوړ کړی دی، یو داسې تلپاتې سرحد چې اوبه ورڅخه تېرېدلی نه شي. که د بحیرې څپې په جوش هم راشي او په هغه باندې ولګیږي، خو هغوی د هغه سرحد څخه اووښتلی نه شي او نه ورڅخه تېرېدلی شي. ۲۳ خو ای خلکو، تاسو سرتمبه او سرکښه خلک یئ. تاسو زما نه مخ اړولی او زه مو پریښی یم. ۲۴ که څه هم زه په تاسو باندې په مني او پسرلي کې بارانونه اوروم او هر کال درته د حاصلاتو د لو کولو فصل درکوم، خو تاسو هېڅکله هم دا فکر نه دی کړی چې ما ته درناوۍ وکړئ. ۲۵ د هغې په ځای، ستاسو ګناهونو تاسو د دې ښو شیانو څخه بېبرخې کړي یئ.
۲۶ بدکاران زما د قوم په منځ کې اوسیږي. هغوی د هغو خلکو په شان چې جالونه یې غوړولي دي چې مرغۍ په کې ونیسي او په انتظار کې ناست دي، خو هغوی خلک په دام کې نیسي. ۲۷ لکه څنګه چې ښکاري خپل قفس د مرغیو څخه ډکوي، هماغه شان هغوی خپل کورونه په ټګۍ سره د غنیمت په مالونو باندې ډک کړي دي. نو له دې امله هغوی قدرتمند او شتمن دي. ۲۸ نو ځکه هغوی غټ او چاغ دي. د هغوی د بدو عملونو دپاره کوم حد نشته. هغوی یتیمانو ته خپل حقونه نه ورکوي او د مظلومانو سره انصاف نه کوي.›»
۲۹ زه څښتن داسې وایم: «خو زه به هغوی ته د دې کارونو په خاطر سزا ورکړم او زه به د دې قوم نه بدل اخلم. ۳۰ په دې وطن کې یوه هیبتناکه او لړزوونکې پېښه رامنځته شوې ده. ۳۱ پیغمبران د دروغو پېشګویي کوي، د کاهنانو چې څنګه خوښه وي هماغسې امر چلوي او زما قوم همداسې کارونه خوښوي. خو کله چې دا هر څه پای ته ورسیږي، نو هغوی به څه کوي؟»