کپی رایت ۲۰۲۶ - ۲۰۱۵ افغانی بائبل. تمامی حقوق محفوظ است
د ایوب کتاب
دولسم فصل
یوازې خدای حکمت او قدرت لري
۱ بیا ایوب ځواب ورکړ:
۲ تاسو فکر کوئ چې په هر څه پوهېږئ
چې کله مړه شئ نو حکمت به هم شي مړ درسره
۳ خو څومره چې تاسو لرئ پوهه زه یې هم لرمه
په هېڅ لحاظ له تاسو کم نه یمه
هرڅوک پوهیږي چې تاسو څه وایئ
۴ اوس خپل ملګري زما هم کوي خندا راپورې
خو یو وخت به دعاګانې زما خدای قبلولې
سره له دې چې زه بېعیبه او نېک یمه زه
خو بیاهم راپورې خاندي هغوی
۵ هېڅ تکلیف په تاسو نشته خو بیاهم په ما ملنډې وهئ
تاسو وهئ داسې څوک چې وي لوېدو ته نژدې
۶ خو ژوند ارام دی د غلو
او خوندي دي هغه خلک چې خدای په قهروي
که څه هم د هغوی خدای د هغوی خپل قوت دی
۷ د حیواناتو نه پوښتنه وکړئ
او هغوی به زده کړي ډېر شیان تاسو ته
سوال وکړئ د مرغانو نه
هغوی به درکړي ځواب
۸ که پوښتنه وکړئ تاسو د ځمکې د مخلوقاتو څخه
نو درته به وکړي لارښوونه
که پوښتنه وکړئ د بحیرې له ماهیانو څخه
نو کړي به خبر تاسو
۹ هغوی پوهیږي ټول
چې دي جوړ شوي د څښتن په لاس
۱۰ د هر ژوندي مخلوق او ټولو انسانانو ساه ده
د هغه په لاس کې
۱۱ لکه څنګه خوله پوهیږي د ښو خوړو په خوند
نو غوږونه هم پېژني ښې خبرې
۱۲ زاړه خلک لري حکمت
سپین ږیري خلک لري پوهه
۱۳ خو خدای لري حکمت او قدرت
هغه لري پوهه او قدرت د عمل
۱۴ هغه څه چې خدای یې وران کړي
هغه هېڅوک ودانولی نه شي
هغه خلک چې بندیان یې کړي خدای
هېڅوک نه شي ازادولی هغوی
۱۵ خدای چې باران ودروي نو وچکالي راځي
چې راخوشې کړي اوبه نو سېلابونه راځي
۱۶ د هغه سره قدرت دی او حکمت
دي غولېدونکي او غولوونکي دواړه
د هغه په لاس کې
۱۷ له حاکمانو څخه اخلي حکمت
او له قاضیانو جوړوي احمقان
۱۸ هغه له تخته غورځوي پاچاهان
او ترې جوړوي غلامان
۱۹ هغه شړي کاهنان او ورڅخه اخلي اختیار
او د قدرت له خاوندانو عاجزان جوړوي
۲۰ دی بندوي د اعتباري خلکو خولې
او له سپینږیرو څخه اخلي حکمت
۲۱ رسوا کوي دی مشران خلک
او اخلي قدرت له حاکمانو څخه
۲۲ ښکاره کوي پټ رازونه په تیاره کې هغه
بدلوي توره تیاره هغه رڼا باندې
۲۳ لویوي هغه قومونه او بیا یې له منځه وړي
پراخوي قومونه او بیا اسیران کوي هغوی
۲۴ د هغوی د رهبرانو څخه خدای جوړوي احمقان
هغوی پرېږدي چې سرګردانه وارخطا او ورک شي
۲۵ تپوي هغوی لاسونه په تیاره کې
او زنګیږي لاره کې د شرابیانو په شان