د ایوب کتاب

یوولسم فصل

د صوفر په نظر ایوب د سزا لایق دی

۱ صوفر چې د نعمات څخه ؤ، ایوب ته ځواب ورکړ:

۲ څوک به ووایي ځواب دې ډېرو خبرو ته؟

دومره خبرې به ثابت کړي چې په حقه یې ته؟

۳ فکر کوې چې ځواب نه شو درکولای مونږه

ستا خوشې خبرو ته؟

ستا خبرې چې دي ډکې له ملنډو څخه

څوک به وشرموي تا هم؟

۴ ته دعوه کوې د دې چې عقیده مې ده رښتینې

او دعوه کوې د دې چې د خدای په نظر پاک یم

۵ خو کاشکې خبرې وکړي خدای درسره

او درته درکړي ځواب

۶ کاشکې ووایي هغه درته پټ رازونه د حکمت

شته داسې شیان چې دي لوړ د انسان له پوهې

باید پوه شې چې خدای درکوي درته هغې نه هم

کمه سزا چې یې لایق د هغې

۷ معلومولی شې ته پټ رازونه د خدای

او ته کولای شې چې پوه شې په هر څه د قادر مطلق په هکله؟

۸ هغه ډېر لوړ دي له اسمانه څخه څه کولای شې ته؟

هغه ژور دي د مړو له دنیا په څه پوهېږې ته؟

۹ هغه پراخ دي ډېر د ځمکې څخه

او دي سورور له بحیرې څخه

۱۰ که دې ونیسي خدای او تا محکمې ته یوسي

څوک نیولی شي د هغه مخه؟

۱۱ خدای پوهیږي چې کوم خلک دي بېکاره

کله چې ویني هغه بد عملونه د هغوی

ایا ورباندې پټې به کړي سترګې هغه؟

۱۲ هغه وخت به شي هوښیار ناپوهه خلک

چې وحشي خره وزېږوي انسان

۱۳ که دې نژدې کړې زړه ای ایوبه خدای ته

او خدای ته پورته کړې لاسونه

۱۴ که دې پاک کړ د ګناه نه خپل لاس

او بدي دې لېرې کړه د خپل کور نه

۱۵ نو بیا به راپورته کړې خپل سر

پرته له دې چې وشرمېږې

ته به ډاډه اوسې او وېرېږې به نه

۱۶ بیا به هېر کړې خپل تکلیفونه داسې

لکه څنګه چې تېریږي سېلابونه او هېریږي

۱۷ بیا د غرمې د لمر نه به وي روښانه ستا ژوند

وبه ځلیږي ستا د ژوند تیارې شېبې

د سباوون په شان

۱۸ بیا به ته وکړې د امن او هیلې نه ډک ژوند

خدای به دې وساتي او درته به درکړي امن او ارام

۱۹ بیا به ارام یې ته د خپلو دښمنانو څخه

ډېر خلک به وغواړي له تا نه مرسته

۲۰ خو نا‌امیدۍ نه به بدکاره خلک

ګوري یو خوا او بلې خواته

او پیدا به نه کړي دوی د تېښتې لاره

هغوی سره به وي یوازې د مرګي هیله