کپی رایت ۲۰۲۶ - ۲۰۱۵ افغانی بائبل. تمامی حقوق محفوظ است
د ایوب کتاب
لسم فصل
خدای ته د ایوب زاري
۱ زه له خپل ژونده یم بېزاره
زما دا سخته ګیله واوره
زه شکایت کوم د خپل تریخ ژوند نه
۲ زه به خدای ته وایم چې غندنه زما مه کوه ته
راته ووایه، لګېدلی دی په ما باندې کوم تور
۳ ستا دپاره مناسب دي چې ته ظالم شې دومره
چې کرکه وکړې له هغه شي نه
کوم چې په خپله دی جوړ کړی تا
خو بیا خوشحاله یې ته
د بدو خلکو دسیسو سره؟
۴ ایا ټولو شیانو ته همداسې ګورې
لکه چې څنګه ورته مونږه انسانان ګورو؟
۵ ایا ژوند دې دی لنډ
زمونږ د ژوند په شان؟
۶ نو بیا ولې لټوې ته ګناهونه ما کې
او خطاګانې لټوې په ما کې؟
۷ په دې پوهېږې چې مجرم نه یمه
هېڅوک مې تا نه خلاصولی نه شي
۸ زه دې جوړ کړی یم په خپلو لاسو
خو تباه کوي مې اوس همدا لاسونه
۹ په یاد دې اوسه چې لکه د خټو دې جوړ کړی یمه
او اوس مې بېرته بدلوې په خاورو؟
۱۰ تا قوت ورکړ زما پلار ته چې پیدا شم ورنه
زه دې کړم لوی د خپلې مور په نس کې
۱۱ زما بدن دې د هډوکو او د پلو نه جوړ کړ
زما هډوکي دې کړل پټ په عضلاتو او پوستکي باندې
۱۲ تا ما ته راکړ ژوند او تلپاتې مینه
ستا پاملرنې یم ژوندی ساتلی
۱۳ خو زه پوهېږمه اوس چې هغه وخت به
تا په پټه دا اراده لرله چې راته ورسوې زیان
۱۴ تا به کتل چې ایا زه کوم ګناه او که نه
ترڅو چې ته مې د بخښلو نه انکار وکړې
۱۵ که ګناهکار یا بېګناه یمه زه
په سبب د تکلیفونو خپلو زه یم محکوم او خجل
۱۶ که زه لږ څه بریالی شوی هم وای
د زمري په شان به مې لټولی وې ته
ته خپل قدرت کاروې چې زیان راته راورسوې
۱۷ ته تل زما په ضد پیدا کوې شاهدان
په ما زیاتیږي ورو ورو قهر ستا
هر ځل حملې کوې په ما باندې
۱۸ ولې دې پرېښودمه خدایه چې دنیا ته راشم؟
کاشکې زه مړ وای مخکې چې چا لیدلی نه وای
۱۹ داسې به ښه وای چې هېڅکله زه موجود نه وای
چې ګور ته تللی وای د مور له نس نه
۲۰ ایا نه دی نژدې شوی ختمېدو ته زما ژوند؟
یوازې پرېږده ما
پرېږده چې خوند واخلم له پاتې ژوند نه
۲۱ زه به زر لاړ شم بیا به هېڅ رانه شم
داسې خاورې ته به لاړ شمه زه
چې وي ډکه له تیارې او مایوسۍ نه
۲۲ د تیارې، سیورو او د ګډوډۍ خاورې ته
چېرته چې وي په کې رڼا هم د تیارې په شان