کپی رایت ۲۰۲۶ - ۲۰۱۵ افغانی بائبل. تمامی حقوق محفوظ است
د ایوب کتاب
نهم فصل
څوک نشته چې منځګړیتوب وکړي
۱ بیا ایوب بلدد ته ځواب ورکړ:
۲ هو زه پوهېږم چې رښتیا دي دا
خو څنګه کولای شي انسان
ځان بېګناه ثابت کړي د خدای په مخکې؟
۳ څوک ویلی شي د هغه سره دلیل؟
هغه کولای شي چې زر ځله پوښتنې وکړي
چې څوک ځواب ورته ویلی نه شي
۴ دومره حکیم او قدرتمن دی خدای
څوک کولای شي چې ودریږي د هغه په وړاندې
او شي بریالی
۵ هغه ناڅاپه خوځوي غرونه
او ورانوي یې چې شي په قهر کله
۶ خوځوي هغه ځمکه له خپل ځایه څخه
او لړزوي د هغې ستنې
۷ هغه حکم کوي لمر ته او نه راخېژي هغه
شپه کې نیولی شي د ستورو د ځلا مخه
۸ هغه یوازې خپاره کړل اسمانونه
او لاندې کړي یې تر پښو څپې د بحیرې
۹ خدای راپیدا کړل په اسمان کې ستوري
لکه ستوري د شمال، جبار، ثریا او د جنوب ستوري
۱۰ مونږ نه پوهېږو د هغه په لویو لویو کارو
او کوي بېشمېره عجیبه کارونه
۱۱ تېریږي خدای زما په څنګ کې زه یې لیدلی نه شم
کله چې ځي هغه نو زه پرې نه پوهېږم
۱۲ هر څه چې وغواړي نو اخلي هغه
منع کولای نه شي هېڅوک هغه
هېڅوک جرات کولای نه شي
چې پوښتنه وکړي چې څه کوې ته
۱۳ نه اخلي لاس خدای له خپل قهر څخه
ټوټې کوي هغه خلک چې کوي مرسته د بحري بلا
۱۴ نو څنګه زه ورکړم ځواب هغه ته
او څنګه کولای شمه چې وکړم بحث ورسره؟
۱۵ سره له دې چې بېګناه یمه زه
هغه ته نه شم ورکولای ځواب
یوازې دا شمه کولای چې زارۍ وکړم
قاضي ته د رحمت دپاره
۱۶ حتی که ما راوغوښت هغه او هغه راکړ ځواب
باور مې نه شي چې خبرو ته مې غوږ ونیسي
۱۷ بېدلیله مې وهي هغه توفان باندې
او زیاتوي زما زخمونه
۱۸ هغه مې نه پرېږدي چې ساه وباسم
هغه تریخ کړی زما ژوند دی
۱۹ که دا خبره وي د زور نو قوي دی هغه
خو که خبره د انصاف وي
څوک محکمې ته شي غوښتلی هغه؟
۲۰ سره له دې چې بېعیبه یم زه
خو له ګناه نه ډکې زما خبرې ښکاري
څه چې ووایم زه تمامیږي زما په زیان
۲۱ زه بېعیبه یم خو پروا مې نشته
یمه بېزار له ژونده خو هېڅ پروا مې نشته
۲۲ خدای تباه کوي بېعیبه او بدکاره
نو ځکه وایم چې هېڅ فرق نه کوي
۲۳ کله چې راشي مصیبت
او ناڅاپه مړ شي بېعیبه انسان
خدای په هغه پورې خندا کوي
۲۴ خدای دنیا ورکړه بدکارانو ته
سترګې یې ړندې کړلې قاضیانو ته
که خدای کړی نه وي دغه کار
نو بیا چا وکړ؟
۲۵ ژوند مې ډېر زر تېریږي
د منډې وهونکي د سیالۍ په شان
هغه تېریږي او نشته د هیلې خوشحالي په کې
۲۶ ژوند مې تېریږي په مثال د یوې تېزې کشتۍ
داسې عقاب په شان چې غوټه وهي خپل ښکار باندې
۲۷ که زه خوشحال شم او کوښښ وکړم
چې مې هېر کړم تکلیف
۲۸ نو ټول مشکلات به راپسې وي او ما به نه پرېږدي
زه پوهېږمه چې خدای مې ګناهکار ګڼي
۲۹ دا چې مجرم یم ګڼل شوی
نو بیا ولې وکړمه بېځایه خواري؟
۳۰ که زه ووینځم خپل ځان په پاکو اوبو باندې
او لاسونه ووینځم زه په صابون باندې
۳۱ خو بیاهم ما غورځوي خدای د چټلۍ کندې ته
چې حتی خپل کالي هم راڅخه کرکه کوي
۳۲ که خدای انسان وای ما به ځواب
شوای ورکولای ورته
مونږ به کولای شوای چې محکمې ته لاړ شو
د جنجال د فیصلې دپاره
۳۳ خو نشته څوک چې منځګړیتوب وکړي
زمونږ تر منځه
داسې څوک نشته چې وکړي قضاوت
زما او خدای تر منځه
۳۴ بس کړه ای خدایه نوره مه راکوه ما ته سزا
او ما نور مه وېروه په خپلې هیبتناکې وېرې
۳۵ بیا به زه وشمه کولای چې خبرې وکړم بې له وېرې
خو اوس زه نه شمه کولای چې خبرې وکړم