کپی رایت ۲۰۲۶ - ۲۰۱۵ افغانی بائبل. تمامی حقوق محفوظ است
د ایوب کتاب
پنځلسم فصل
دوهمه وینا
(۱۵:۱ - ۲۱:٣۴)
د الیفاز په نظر د خدای څخه د ایوب نه وېرېدل
۱ بیا الیفاز چې د تیمان د ښار څخه ؤ، ځواب ورکړ:
۲ هوښیار سړی دې ونه کړي داسې تشې خبرې
ته کوې یوازې خوشې خبرې
۳ وبه نه کړي عقلمن سړی خبرې ستا په شان
او نه به وکړي دفاع له خپله ځانه څخه
په داسې بېمعنی خبرو
۴ خو ته وېرېږې نه له خدای څخه
او مخه نیسې د هغه چا چې کوي دعا خدای ته
۵ ستا له خبرو څخه ښکاري ستا ګناه
ته خوښوې د ټګۍ ژبه
۶ ما ته نشته حاجت چې ستا غندنه وکړم
ستا خبرې ورکوي ستا په خلاف شاهدي
۷ فکر کوې چې لومړنی انسان یې چې دنیا ته راغلې؟
کله چې غرونه جوړ کړل خدای ایا پیدا شوی وې ته؟
۸ ایا خبر شوې ته د خدای د مشورو څخه؟
ایا فکر کوې چې یوازې ته هوښیار یې؟
۹ داسې شی نشته چې خبر یې ترې او مونږ ترې نه یو خبر
داسې په څه پوهېږې ته چې مونږ پرې نه پوهېږو؟
۱۰ مونږ زده کړی خپل حکمت سپین ږیرو خلکو څخه
چې زېږېدلي وو هغوی ستا د پلار نه مخکې
۱۱ ایا تسلي د خدای ده کمه ستا دپاره چې ردوې هغه؟
مونږه وکړلې خبرې په نرمۍ تا سره د خدای له خوا نه
۱۲ خو ته یې احساساتي ولې
او له قهره دې راووېستلې په مونږه سترګې؟
۱۳ ولې په قهر یې په خدای باندې
او کوې داسې بدې خبرې؟
۱۴ ایا شته داسې انسان چې په رښتیا سره وي پاک؟
ایا شته داسې څوک چې وي نېک د خدای په وړاندې؟
۱۵ حتی خدای نه کړي اعتبار خپلو فرښتو باندې هم
حتی هغوی هم پاکې نه دي د هغه په نظر
۱۶ نو بیا څومره دي بېاعتباره انسانان
دومره بدکاره دي چې دي تږي د ګناه
۱۷ که ته غوږ ونیسې زما خبرو ته نو درته وبه ښایم
او څه چې لیدلي دي ما زه به یې بیان کړم درته
۱۸ دا هغه څه دي چې مونږ ته ویلي حکیمانو خلکو
چې زده کړي دي هغوی خپلو نیکونو څخه
او هېڅ شی یې پټ ساتلی نه دی
۱۹ د هغوی خاوره وه ازاده له پردیو څخه
او هیڅوک نه ؤ چې کړي بېلارې هغوی
۲۰ کوم بدکاران چې زیاتی کوي د نورو سره
رابه شي پرې مصیبت ترڅو ژوندي وي هغوی
۲۱ وي وېروونکي اوازونه به د دوی غوږو کې
چې کله فکر وکړي چې دي خوندي هغوی
داړه ماران به حمله وکړي په هغوی باندې
۲۲ هغوی ته نشته هیله د تیارې نه تښتېدو دپاره
ځکه یو کس کړي انتظار چې کړي قتل هغوی
۲۳ هغوی ګرځي سرګردانه د خوړو پسې
هغوی پوهیږي چې یې ورځ د تباهۍ ده نژدې
۲۴ د مصیبت او بدبختۍ وېره به راشي په هغوی باندې
لکه پاچا چې تیاری نیسي د جنګ دپاره
۲۵ ځکه پورته کوي هغوی لاسونه په خدای باندې
او سرکښي کړي د مطلق قادر
۲۶ هغوی حمله کوي په خدای باندې په سرکښۍ سره
په سرزورۍ پورته کوي هغوی سپرونه
۲۷ هغوی شتمن دي او نېکمرغه دي
ډېرې دي غټې د هغوی خېټې
۲۸ هغوی اوسیږي به هغو ښارونو کې چې وران به شي
هغو کورونو کې چې په کې نه اوسیږي څوک
هغه کورونه چې بدل به شي د خاورو په ډېریو باندې
۲۹ هغوی به پاتې نه شي ډېر وخت شتمن
پاتې به نه شي هېڅ مال د هغوی
پاتې به نه شي د هغوی سیوري هم
۳۰ له تیارې نه به خلاص نه شي هغوی
هغوی به شي د هغو ونو په شان
چې اور یې وسوځوي څانګې
او چې باد یې یوسي ګلان
۳۱ که وي دومره احمقان هغوی
چې توکل کوي په بېفایدې شیانو
بیا به هغه شي د هغوی انعام
۳۲ هغوی به مړاوي شي لکه د ونو په شان
د وخت پوره کېدو نه مخکې
شي به مړاوي لکه د څانګې په شان
او بیا به راشنه نه شي هېڅکله
۳۳ هغوی به وي هغو تاکونو په شان
چې توییږي خام انګور ورڅخه
هغوی به وي زیتون د ونو په شان
چې ترې توییږي بېوخته ګلان
۳۴ بېدینه خلک به شي پاتې بېاولاده
او هغه کورونه چې جوړ کړي یې په رشوت دي
هغه به وسوځوي اور
۳۵ دا هغه خلک دي چې جوړوي بد پلانونه
کوي بدي او د هغوی زړونه دي ډک تل د ټګۍ نه