کپی رایت ۲۰۲۶ - ۲۰۱۵ افغانی بائبل. تمامی حقوق محفوظ است
د ایوب کتاب
شپاړسم فصل
خدای او انسان دواړو ایوب پریښی دی
۱ بیا ایوب الیفاز او نورو ته ځواب ورکړ:
۲ ما مخکې هم دي اورېدلې ډېرې داسې خبرې
تسلي نه بلکې تکلیف راکوئ ما ته تاسو
۳ خلاصې به نه شي ستاسو بېمعنی خبرې؟
تاسو ته څه تکلیف دی چې کوئ بحث؟
۴ که تاسو وای زما په ځای او زه وای ستاسو په ځای
ما به خپل سر وای خوځولی درته د اعتراض په توګه
۵ په خپله خوله به درکولای شوای ما تسلي تاسو ته
او ستاسو درد به وای کم کړی تسلۍ زما
۶ خو هر څه چې وایم نه کوي ګټه
او درد مې نه کموي حتی که غلی پاتې شمه
۷ خدایه، زه دې ډېر یم ستړی کړی
تا تباه کړه زما ټوله کورنۍ
۸ تا رانیولی یم زه او کړې دښمني راسره
صرف پوستکی او هډوکي دی په ما کې پاتې
او خلک دا ګڼي ثبوت د مجرمۍ زما
۹ ټوټې ټوټې کوي مې خدای له قهره
زما نه کرکه کوي او چیچي خپل غاښونه ما ته
راوباسي هغه په ما سترګې د دښمن په شان
۱۰ خلک په ما باندې ملنډې وهې
او وهي ما په څپېړو په مخ باندې
راټولیږي هغوی زما په وړاندې
۱۱ په لاس ورکړی یمه خدای ګناهکارانو ته
او تسلیم کړی یې یم زه بدکارانو ته
۱۲-۱۳ ما درلود ارامه ژوند خو خدای برباد کړمه زه
هغه راونیولم ستوني نه او ټوټې ټوټې یې کړم زه
خدای جوړه کړې له ما د خپلو غشو نښه
او له هرې خوا کوي د غشو ګوزارونه په ما
په بېرحمۍ سوری کوي او ټپي کوي دا غشي ما
او تویوي زما وینه په ځمکه باندې
۱۴ هغه حمله کوي په ما باندې لکه عسکر په شان
ټپي کوي مې هغه بیا بیا
۱۵ زه کوم ویر او د ویر کالي اغوندم
ما خوړلې ماتې او کښېنمه دلته زه په خاورو کې
۱۶ دومره وژړل ما چې سور شو مخ زما
سترګې مې وپړسېدې او تور شول لیمه زما
۱۷ خو ما نه دی کړی هېڅ ظلم
او له اخلاصه مې دعا وکړله خدای ته
۱۸ ای ځمکې پټه نه کړې زما وینه
نه کړې بند زما د انصاف فریاد
۱۹ اوس شته داسې څوک چې په اسمان کې وي شاهد زما
چې راسره ودریږي او طرفداري وکړي زما
۲۰ زما ملګري سپکاوی کړي زما
زه خپل خدای ته تویومه اوښکې
۲۱ زما په کار دی یو څوک چې مې وکړي شفاعت خدای ته
لکه یو څوک چې شفاعت د خپل ملګري کوي
۲۲ تېریږي زما د ژوند کلونه
زه روان یم داسې ځای ته
چې نه راستنیږي ترې څوک