کپی رایت ۲۰۲۶ - ۲۰۱۵ افغانی بائبل. تمامی حقوق محفوظ است
د ایوب کتاب
اوولسم فصل
ایوب وایي چې زما هیله چېرته ده؟
۱ زما زور دی ختم شوی
زما ژوند دی ختمېدو ته نژدې شوی
او زما په انتظار دی قبر
۲ په رښتیا ما نه راتاو دي مسخره کوونکي
زه وینم هغوی چې ما ته څنګه سخت پېغور راکوي
۳ ای خدایه، په خپله وکړه ضمانت زما
نشته بل څوک چې ملاتړ وکړي زما
۴ تا بند کړي دي ذهنونه د هغوی چې پوه شي
نو مه پرېږده هغوی چې بری ومومي په ما باندې
۵ خلک وایي څوک چې خیانت کړي
د پیسو په خاطر خپلو ملګرو سره
نو اولادونه به یې کړیږي د هغه دپاره
۶ اوس دا خبرې کاروي زما په ضد باندې
او توکوي لیاړې زما په مخ باندې
۷ د غم له لاسه ړندېدو ته نژدې شوې زما سترګې
نرۍ شوې دي د سیوري په شان مټې او پښې زما
۸ هغه خلک چې دي نېک شي به حیران دومره
او بېدینه خلک به شي راپورته د بېدینو په ضد
۹ خو نېکان به روان وي خپلو لارو باندې
او ورځ په ورځ به پاک خلک قوي کیږي
۱۰ خو اوس ای زما ملګرو که تاسو ټول هم راشئ
او ودرېږئ زما په وړاندې
پیدا به نه کړم هوښیار کس تاسو کې
۱۱ زما ژوند تېر شو
شنډ شول پلانونه زما
ختمه شوه هیله زما
۱۲ خو زما ملګري شپې ته ورځ وایي
هغوی دعوه کوي چې رڼا نژدې ده
خو زه پوهېږم چې پاتې کېږم په تیاره کې
۱۳ که د مړو دنیا ده یوازېنۍ هیله زما
که ویده شم په تیاره کې هلته
۱۴ که زه قبر ته خپل پلار ووایم
او هغه چینجي چې مې خوري
هغو ته مور او خپله خور ووایم
۱۵ نو چېرته ده زما دپاره هیله؟
ایا کولای شي څوک چې هغه وویني؟
۱۶ ایا هیله به لاړه شي زما سره د مړو دنیا ته؟
ایا شي به خاورې ټول ارمانونه زما؟