کپی رایت ۲۰۲۶ - ۲۰۱۵ افغانی بائبل. تمامی حقوق محفوظ است
د ایوب کتاب
اتلسم فصل
خدای بدکارانو ته سزا ورکوي
۱ بیا بلدد چې د شوح څخه ؤ، ځواب ورکړ:
۲ ته به کله بس کوې خپلې خبرې؟
که ته شې غلی او غوږ ونیسې
نو مونږ به وکړای شو چې وکړو تا سره خبرې
۳ ایا ته فکر کوې چې مونږه یو د حیواناتو په شان؟
ایا ته فکر کوې چې بېشعوره یو مونږ؟
۴ ته په قهرېږې ولې او ټوټې ټوټې کوې ولې ځان؟
ایا دنیا دې پرېښودل شي ستا دپاره؟
ایا هغه به وخوځوي غرونه چې قانع کړي تا؟
۵ په رښتیا څراغ به مړ شي د بدکاره انسان
د هغه لمبه به بیا ونه کړي رڼا
۶ وي به تیاره د هغوی خېمو کې
او څراغ به مړ شي د هغوی دپاسه
۷ قدمونه قوي کمزوري شوي د هغوی
کوم نصیحت چې کړي هغه نورو ته
وبه غورځیږي د هغې په سبب
۸ ږدي پښې هغوی په جال باندې
او لویږي په کنده کې
۹ نښلي په دام کې د هغوی پوندې
او تیلک یې کلک رانیسي
۱۰ پټه لومه ورته ایښې ده په ځمکه باندې
او دام یې ایښی دی په لاره کې
۱۱ بلا وباسي انتظار هغوی ته له هرې خوا نه
او تعقیبوي هغوی قدم په قدم
۱۲ لوږې له منځه وړی د هغوی قوت
افت راځي او انتظار وباسي چې هغوی ولویږي
۱۳ په بدنونو یې خپریږي ناروغي وژونکې
او خرابوي مټې او پښې د هغوی
۱۴ هغو کورونو نه شړل کیږي هغوی
چې اوسېدل په کې په امن سره
او مخامخ کیږي د مرګ سره
۱۵ وبه سوځیږي د بدکارانو کورونه
او په کورونو به یې اوري د ګوګړو باران
۱۶ هغوی به وي د هغو ونو په شان
چې یې وچیږي ریښې
او مړاوې کیږي د هغو څانګې
۱۷ شهرت ختمیږي د هغوی ځمکې د مخ نه
نه پاتې کیږي نور هغوی د هېچا په یاد کې
۱۸ د دنیا نه شړل کیږي هغوی
د رڼا څخه تیارې ته غورځول کیږي هغوی
۱۹ هغوی نه لري هېڅ اولاده
او پاتې نه دی هېڅوک یې ژوندی
۲۰ د ختیځ نه تر لوېدیځه پورې
چې خبریږي د هغوی د سرنوشت نه هرڅوک
پاتې کیږي هک حیران او له وېرې نه لړزیږي
۲۱ داسې به وشي د بدو خلکو سره
چې نه مني خدای