کپی رایت ۲۰۲۶ - ۲۰۱۵ افغانی بائبل. تمامی حقوق محفوظ است
د ایوب کتاب
اته دېرشم فصل
د څښتن ځواب
(۳۸:۱ - ۴۱:۳۴)
په طبعیت باندې د څښتن اختیار
۱ بیا څښتن د توفان له منځ نه د ایوب سره خبرې وکړې او ویې ویل:
۲ په خپلو جاهلو او بېمعنی خبرو
ته یې څوک چې پوښتنې کړې زما د حکمت؟
۳ اوس تیار شه لکه نر زما په وړاندې
زه به پوښتنې کوم او ته به ځواب راکوې
۴ ایا دلته وې ته کله چې ما کړله پیدا نړۍ؟
که ته پوهېږې دومره نو راته ووایه
۵ چا وټاکه پراخوالی د هغې او چا اندازه کړ هغه؟
ایا پوهېږې ته په هر څه باندې؟
۶ په څه ولاړې هغه ستنې دي چې ټینګوي ځمکه
کېښوده چا د ځمکې د تهداب تیږه
۷ چې سهار کله ویلې ستورو سندرې یو ځای
او فرښتو وهلې د خوشحالۍ چیغې؟
۸ چا کړلې بندې دروازې د بحر
چې کله هغه راووت ځمکې له تل نه؟
۹ دا زه وم چې مې پټ کړ بحر ورېځو کې
او توره تیارې کې مې کړ پټ هغه
۱۰ ما وټاکله پوله بحر دپاره
او ما پرېنښوده چې واوړي له حده
۱۱ وویل بحر ته ما
چې مخکې لاړ نه شې د دې ځای څخه
او ودریږي دلته باید قوي څپې ستا
۱۲ ایا په خپل ټول ژوند کې تا
کړی حکم دی سهار ته چې راښکاره شي
یا سباوون ته چې پیل کړي نوې ورځ؟
۱۳ ایا کله ویلي دي سهار ته تا چې شي خپور
په ټوله ځمکه باندې
چې پای ته ورسوي بدکاري د شپې؟
۱۴ رڼا د ورځې ښکاره کوي غونډۍ او درې
د کمیس د ګونځو په شان
یا په خټو ولګیږي د یو نقش په شان
۱۵ رڼا مخه نیسي د بدکارانو
او نه پرېږدي لاس د هغوی
چې زورزیاتی وکړي
۱۶ ایا تللی یې ته د بحیرې چینو ته؟
یا ګرځېدلی یې ته د بحر تل کې؟
۱۷ ایا تا ته ښکاره شوې دروازه د مړو د دنیا
یا لیدلې دي تا د تورو تیارو دروازې؟
۱۸ ایا پوهېږې چې نړۍ ده څومره پراخه؟
که ته پوهېږې نو ځواب راکړه
۱۹ ایا پوهېږې چې رڼا راځي له کومه ځایه
او ده چېرته د تیارې سرچینه؟
۲۰ ایا ته وړلی شې هغه خپلو ځایونو ته؟
ایا تا ته معلوم دي د هغو کورونه؟
۲۱ یقین لرم چې ته په هر څه پوهېږې
ځکه ستا عمر دی ډېر زیات
او ته وې دلته چې پیدا شوه کله دا نړۍ
۲۲ ایا د واورې ذخیرې ته ننوتی یې ته
یا تا لیدلي ذخیرې د ږلۍ؟
۲۳ ما دا ساتلې دي د وخت د تکلیفو دپاره
چې مرسته وکړي د جنګ په ورځ زما د خلکو سره
۲۴ راځي رڼا د برېښنا له کومه ځایه څخه
یا راځي د ختیځ تود باد له کومه ځایه څخه؟
۲۵ چا وکینده لښتی د سخت باران دپاره؟
او لار یې صفا کړه د تندر د برېښنا دپاره؟
۲۶ څوک اوروي باران په شاړه ځمکه باندې
په هغې دښتې باندې چې په کې نه اوسيږي څوک؟
۲۷ څوک ورکوي اوبه ورانې او ویجاړې ځمکې ته
ترڅو راشنه شي واښه په کې؟
۲۸ ایا باران لري پلار؟
چا پیدا کړې پرخه؟
۲۹ څوک ده مور د یخ؟
څوک راوړي واوره دې دنیا ته له اسمانه څخه
۳۰ چې بدلوي اوبه په تیږه باندې
او مخ د بحر بدلوي یخ باندې؟
۳۱ ایا تړلی شې ته د ثریا ستوري یو د بله سره؟
یا پرانیستی شې هغه تار چې پرې تړلی یې جبار دی؟
۳۲ ایا کولای شې ته چې هر موسم کې
ستورو ته وکړې لارښوونه؟
او لارښوونه وکړې ته د شمال د ستورو ډلې ته؟
۳۳ ایا خبر یې ته له هغو قوانینو چې چلیږي اسمانونو کې؟
ایا کولای شې ته چې عملي کړې هغه په ځمکه باندې؟
۳۴ ایا کولای شې چې چیغي ووهې ته ورېځو ته
چې تا لوند خیشت کړي په باران باندې؟
۳۵ او که ته وکړې برېښنا ته امر چې وپړکیږي
ایا رابه شي تا ته هغه او درته وبه وایي
چې ستا په خدمت کې یم زه؟
۳۶ څوک دی چې ورزده کړي مرغانو ته دا
چې راروان دي باران او سېلابونه؟
۳۷ څوک لري دومره حکمت چې وشمېري ورېځې؟
څوک کولای شي چې توی کړي اوبه له اسماني منګي
۳۸ کله باران بدلوي خاوره په لوټو باندې؟
۳۹ ایا کولای شې ته ښکار د زمري دپاره
او مړوې ګېډې د زمریو د بچیانو
۴۰ چې پټیږي کله په خپلو سمڅو کې
یا په بوټو کې پراته وي په کمین کې؟
۴۱ څوک دی چې ورسوي کارغانو ته خواړه
کله چې کړي د هغوی بچیان فریادونه ما ته د خوړو دپاره
ځکه چې وږي سرګردانه ګرځي؟