کپی رایت ۲۰۲۶ - ۲۰۱۵ افغانی بائبل. تمامی حقوق محفوظ است
د ایوب کتاب
نهه دېرشم فصل
په ځنګلي حیواناتو او الوتونکو باندې د څښتن واک
د څښتن د خبرو دوام
۱ ایا پوهېږې ته ایوبه چې غرنۍ وزې کله بچیان زېږوي؟
ایا لیدلي دي تا په خپلو سترګو چې هوسۍ څنګه بچیان زېږوي؟
۲ ایا پوهېږې ته چې ګرځوي څو میاشتې
هغوی په ګېډه کې بچیان خپل؟
ایا پوهېږې چې راځي کله د هغوی د زېږېدلو وخت؟
۳ ایا پوهېږې کله به راشي د هغوی د زېږولو درد
او کله راوړي دنیا ته خپل بچیان؟
۴ په صحرا کې د هغوی بچیان قوي کیږي
او بېلیږي مور نه او نه راځي بېرته
۵ چا ازاد کړل وحشي خره؟
چا پرانیستلې رسۍګانې د هغوی؟
۶ ما ورکړه دښته ورته چې شي کور د هغوی
او پرې مې ښودل چې واوسیږي په ښوره زار ځایو کې
۷ لېرې ګرځي هغوی د ښارونو له شورماشوره څخه
او نه به لري هېڅ خاوند چې چیغې ووهي هغوی باندې
۸ غرونه دي هغه څړځایونه چې کوي په کې خوراک هغوی
چې لټوي په کې هر یو شین بوټی د خوراک دپاره
۹ ایا وبه کړي کار وحشي غویی د ستا دپاره؟
ایا شپه به کړي تېره ستا په غوجل کې؟
۱۰ ایا ته تړلی شې هغه په رسۍ باندې
چې بیا وکړې قلبه ورباندې؟
یا کش کړې په پټیو کې ماله ورباندې؟
۱۱ ایا کولای شې تکیه په لوی قوت د هغه؟
او کولې شې ترې تمه چې وکړي ستا دروند کار؟
۱۲ ایا کولای شې ترې تمه چې دننه راوړي ستا حاصلات؟
او کړي راټول غلې دانې درمند ځای ته ستا؟
۱۳ څومره په غرور وهي وزرونه شترمرغ
خو د لګ لګ په شان نه شي الوتلی شترمرغ
۱۴ پرېږدي په ځمکه باندې خپلې هګۍ شترمرغ
ترڅو خاورې کاندي ګرمې هګۍ د هغه
۱۵ هغه نه ده خبره چې کېدای شي د هغې هګۍ شي ترپښو لاندې
نه خبره ده هغه چې کړي به یې ماتې وحشي حیوان
۱۶ هغه داسې ګڼي چې خپلې نه دي دا هګۍ د هغې
او نه کړي پروا چې عبث به یې شي هلې ځلې
۱۷ دا زه وم چې شترمرغ مې کړ ناپوهه
او دا زه وم چې مې ور نه کړله هغه ته پوهه
۱۸ خو چې کله هغه وکړي شروع په منډو
مخکې کیږي تر ټولو نه چابک اس
او د هغه کس نه چې وي سپور ورباندې
۱۹ ایا دا ته وې چې دې ورکړ
اسونو ته دومره قوت
او ورته پټه دې کړه غاړه په ویښتو باندې؟
۲۰ ایا ورکړی دا توان دی تا چې ووهي
ټوپونه د ملخانو په شان
او ووېروي خلک په خپل خرهار؟
۲۱ هغوی په شوق سره خپل سوم وهي په ځمکه باندې
هغوی منډې وهي جنګ کې په خپل زور باندې
۲۲ نه پوهیږي هغوی په معنی د وېرې
هېڅ توره نه شي بېرته ګرځولی هغوی
۲۳ د هغوی د سوارانو وسلې
تړنګیږي او پړکیږي لمر کې
۲۴ لړزیږي له هیجانه دا اسونه او وهي منډه جنګ ته
چې کله وغږول شي سرنی نو ارام ودرېدلی نه شي
۲۵ د سرني په غږېدو کوي هغوی خرهار
له لېرې ځایه ورته ورځي بوی د جګړې
هغوی اوري د منصبدارانو چیغې او امرونه
۲۶ ایا الوتنه زده کوي باښه له تا
خپروي چې خپل وزرونه د جنوب خواته؟
۲۷ ایا ستا امر ته وباسي انتظار عقاب
چې کړي جوړه خپله ځاله جګو غرونو باندې؟
۲۸ جوړوي هغه خپل کور لوړو ګټونو باندې
او هلته ژوند کوي او شپه تېروي
د تیږو په ګړنګ او کلاګانو کې
۲۹ د هغه ځای نه څاري هغه خپل ښکار
او ویني هغه د لېرې ځای نه
۳۰ ګردچاپېره د مړو راټولیږي عقابان
او څښي یې ویني د عقابانو بچیان