کپی رایت ۲۰۲۶ - ۲۰۱۵ افغانی بائبل. تمامی حقوق محفوظ است
د ایوب کتاب
څلوېښتم فصل
ایوب څښتن ته ځواب نه شي ور کولای
۱ بیا څښتن ایوب ته وویل:
۲ ایا ته لا اوس هم کړې جګړه مطلق قادر سره؟
ته چې اعتراض کوې په خدای ایا لرې ورته ځواب؟
۳ بیا ایوب څښتن ته ځواب ورکړ او ویې ویل:
۴ وکړې خبرې ما له ناپوهۍ نه ډکې
نو زه به ورکړم څه ځواب؟
په خپله خوله باندې به لاس کېږدم
۵ ما هسې هم کړي له حد نه ډېرې خبرې
د ویلو دپاره نور څه نه لرم زه
څښتن یوځل بیا د ایوب نه پوښتنې کوي
۶ بیا څښتن د توفان له منځ څخه یوځل بیا د ایوب سره خبرې وکړې او ویې ویل:
۷ اوس تیار شه لکه نر زما په وړاندې
زه به پوښتنې کوم او ته به ځواب راکوې
۸ ایا ته هڅه کوې چې ما ثابت کړې بېانصافه
چې ملامته کړې ما او ثابت کړې خپل ځان حق په جانب؟
۹ ایا قوي یې ته لکه زما په شان؟
ایا ایستلی شې لوړ غږ لکه د تندر زما په شان؟
۱۰ که داسې وي نو کړه خپل ځان دې سینګار
په عزت او په لویۍ سره
واغونده لباس د جلال او شان او شوکت
۱۱ ګوره هغو خلکو ته چې دي مغروران
ورته وښایه خپل قهر او کړه هغوی عاجزان
۱۲ هو، مغرورانو ته وګوره او ذلیل کړه هغوی
او تر پښو لاندې کړه بدکاره خلک چېرته چې ولاړ دي
۱۳ ښخ کړه ټول هغوی په خاورو کې
بند کړه هغوی د مړو دنیا کې
۱۴ داسې وکړه بیا به زه هم کومه ستا ستاینه
او وبه منم چې ته کولای شې خپل ځان وژغورې
بهیموت یو لوی او حیرانوونکی حیوان دی
۱۵ وګوره بهیموت ته
ما هغه کړ پیدا لکه څنګه چې مې ته کړې پیدا
هغه خوري واښه لکه د غویي په شان
۱۶ خو څومره قوت دی د هغه بدن کې
او څومره زور دی د هغه عضلو کې
۱۷ د هغه لکۍ ودریږي سبر د ونې په شان
قوي عضلې دي د هغه د پښو
۱۸ د هغه هډوکي دي لکه د برنجو د نل په شان
او پښې یې دي لکه د اوسپنې سیخونو په شان
۱۹ هغه قوي دی ډېر زما د ټولو مخلوقاتو څخه
ورته ماتې ورکولای شي صرف خالق د هغه
۲۰ واښه شنه کیږي د هغه د خوراک دپاره
هغو غونډیو باندې چې کوي لوبې په کې وحشي ځناور
۲۱ هغه پرېوځي د شنو بوټو لاندې
او د لوخو ترمنځ هغه پټیږي جبه زار کې
۲۲ د شین بوټي او د ویالې په غاړه
ولې کوي سیوری په هغه باندې
۲۳ نه وېریږي هغه د سیند له څپو
کله چې شیندل کیږي د هغه په مخ اوبه د اردن
نو پاتې کیږي هغه ارام
۲۴ څوک شي کولای چې ړوند کړي هغه او ویې نیسي؟
څوک شي کولای چې د هغه په پوزه کې کړۍ واچوي؟