د ایوب کتاب

یوڅلوېښتم فصل

لوایاتان یو بحري ښامار

د څښتن د خبرو دوام

۱ ایا نیولی شې لوایاتان

ته د ماهي په چنګک

یا تړلی شې رسۍ باندې د هغه ژبه؟

۲ ایا اچولی شې رسۍ د هغه وربوز کې

یا اچولی شې چنګک د هغه ژامو کې؟

۳ ایا تا ته به وکړي زارۍ چې هغه پرېږدې لاړ شي

یا تا ته به وکړي هغه رحم دپاره زارۍ؟

۴ یا هغه به وکړي تړون ستا سره

چې خدمت به کوي د تل دپاره ستا؟

۵ ایا کولای شې هغه ونیسې د یوې مرغۍ په شان

چې ستا لورګانې پرې غلط کړي خپل پام؟

۶ ایا ماهیګران به په هغه باندې چنې ووهي

یا هغه به ووېشي د سوداګرو ترمنځ؟

۷ ایا کېدای شي چې ننوځي نېزې د هغه پوستکي کې

یا سوری شي په چنګک داره نېزه باندې د هغه سر؟

۸ که یوځل ورباندې ووهې لاس

هېر به نه کړې دا جنګ هېڅکله

بیا به ونه وهې ورباندې لاس هېڅکله

۹ هرڅوک چې وکړي هیله د بحیرې د ښامار د ښکار

ورکوي جرات له لاسه او په ځمکه به راپرېوځي هغه

۱۰ که هغه وي ډېر خونخوار هېڅوک

به ونه کړي جرات چې هغه راوپاروي

نو څوک به وکړي جرات چې ودریږي زما په وړاندې؟

۱۱ څوک کولای شي چې وکړي مخالفت ما سره

چا راکړي دي څه ما ته چې یې ورکړم بېرته؟

هر څه چې دي نړۍ کې هغه زما دي

۱۲ زه به ووایمه تا ته چې څومره قوي دي پښې د هغه

او څومره لوی او قوي دی بدن د هغه

۱۳ څوک ایستلی شي څرمن د هغه

یا سوری کولای شي د هغه ډبل زغر؟

۱۴ څوک کولای شي چې خلاصه کړي خوله د هغه

چې په کې دي غاښونه وېروونکي؟

۱۵ د هغه شا ده جوړه شوې د سپرونو له قطارونو څخه

تړل شوي دي یو ځای او کلک دي د تیږو په شان

۱۶ داسې نښتی دی کلک هر یو یې یو بل پورې

چې هوا هم تېرېدلی نه شي د هغوی له منځه

۱۷ دومره کلک دي تړل شوي یو تر بله هغه

چې هېڅ شی یې بېلولی نه شي یو له بله

۱۸ چې پرنجیږي هغه کله نو پړکیږي ترې برېښنا

او سترګې ځلیږي د هغه لمر په شان چې راخېژي سهار

۱۹ لمبې د اور راوځي د هغه د خولې نه

پورته کیږي سپرغۍ د هغه د خولې نه

۲۰ لوګی راوځي د هغه له پوزې څخه

لکه لوګی چې راځي د خوټېدونکي دېګ نه

۲۱ د هغه نفس لګوي اور

لمبې راوځي د هغه د خولې نه

۲۲ په ورمېږ کې د هغه دی دومره زور

چې مخامخ شي کوم څوک ورسره نو د وېرې نه رپیږي

۲۳ کمزورې برخې د هغه د بدن

دي ډېرې کلکې له اوسپنې نه

۲۴ زړه یې کلک دی لکه د تیږې په شان

سخت دی هغه د میچنې د پل په شان

۲۵ راښکاره کیږي چې هغه کله

حتی قوي خلک هم ترېنه وېرېږي

بېرته ګرځي او تښتي له وېرې

۲۶ نشته توره داسې چې کړي زخمي هغه

نشته داسې نېزه یا غشی چې ورسوي زیان هغه ته

۲۷ هغه اوسپنه ګڼي لکه د بوسو په شان

او برنج ورته ښکاري د خوسا لرګي په شان

۲۸ هېڅ داسې غشی نشته چې کړي هغه په منډو

هغه تیږې چې ګوزاریږي پرې مچنوغزې باندې

دي د بوسو د ډکو په شان

۲۹ ښکاري هغه ته کوتک بوسو د ډکي په شان

او خاندي کله چې سړي کړي ګوزارونه د نېزو

۳۰ لري پوستکی یې د ګېډې تېرې څوکې

خټینو لوښو د ټوټو په شان

قلبه کوي ځمکه غوبل کولو د څپر په شان

۳۱ هغه بحر خوځوي لکه خوټېدونکي دېګ په شان

او خوځوي هغه لکه د عطرو د لوښي په شان

۳۲ د هغه شاته پاتې کیږي ځلانده کرښه

او بدلوي بحیرې په سپین ځګ باندې

۳۳ د هغه ثاني نشته د ځمکې په مخ

داسې مخلوق دی هغه چې نه وېریږي

۳۴ هغه ته سپک ښکاري تر ټولو مغرور حیوانات

هغه پاچا دی د ټولو وحشي ځناورو