کپی رایت ۲۰۲۵ - ۲۰۱۵ افغانی بائبل. تمامی حقوق محفوظ است
۱ د خدای سپېڅلې غره یعنې صهیون باندې
ووهئ سرنی، د خطر زنګ ووهئ
له وېرې ولړزېږئ ای د یهودا خلکو
ځکه چې زر به راشي ورځ د څښتن
۲ هغه به وي یوه تیاره او خړه پړه ورځ
یوه توره او توفاني ورېځ
یو قوي او لوی لښکر به وي روان مخکې
لکه تیاره چې شي خپره په غرونو
هېڅکله نه دی لیدل شوی داسې شی
او وبه نه لیدل شي هیڅکله له دې نه وروسته
۳ دوی به خوري بوټي لکه د اور په شان
ځمکه به وي د هغوی مخکې د عدن په شان
خو د دوی شاته به وي شاړه دښته
او هېڅ شی نه شي خلاصېدی له دوی نه
۴ هغوی ښکاري د اسونو په شان
او وهي منډې جنګي اسونو په شان
۵ چې کله ووهي ټوپونه هغوی
د غرو سرونو باندې
هغوی کړپهار کوي جنګي ګاډیو په شان
داسې تړقار کوي لکه په اور کې
چې وچ واښه سوځیږي
لکه قوي لښکر په شان
چې وي روان جنګ ته
۶ چې دوی راورسیږي نو وېریږي هرڅوک
د هرچا رنګ زیړ شي
۷ هغوی حمله کوي د جنګیالیو په شان
هغوی خېژي دېوالونو باندې لکه عسکرو په شان
ټول راروان وي مخامخ
او نه بدلوي خپله لار
۸ نه ټېل وهي یو بل
هر یو روان وي په خپله لاره
ورننوځي په مرچلو باندې
او هېڅ شی یې هم نه شي نیولی مخه
۹ هغوی یرغل کوي په ښار باندې
وهي منډې په دېوالونو باندې
هغوی ورخېژي په کورونو باندې
او ورننوځي لکه د غلو په شان
په کړکیو باندې
۱۰ ځمکه خوځیږي د هغوی په مخکې
او لړزیږي اسمانونه
تیاره کیږي لمر او سپوږمۍ
او نور نه ځلیږي ستوري
۱۱ ورکوي حکم خپل لښکر ته څښتن
په لوړ اواز سره
هغو لښکرو ته چې دي زیات او قوي
او اطاعت یې کوي
د څښتن ورځ ده لویه او هیبتناکه څومره
څوک کولای شي چې ټینګ شي ورته؟
خو اوس هم توبه وباسئ د زړه د اخلاصه
او ما ته رجوع وکړئ
روژه ونیسئ، وژاړئ او وکړئ ماتم
۱۳ ستاسو په زړونو کې ښکاره دې شي خفګان
دا بس نه دی چې کالي وشلوئ
بېرته راوګرځئ خپل څښتن خدای ته
دی مهربانه او رحیم دی هغه
نه په قهرېږي هغه زر او تلپاتې مینه یې ده ډېره زیاته
هغه بخښنې ته تیار دی همېشه او سزا نه ورکوي
۱۴ څوک پوهیږي چې څښتن خدای
کړي بدله اراده خپله
او برکت تاسو ته درکړي چې فصلونه مو شي زیات
بیا کولای شئ چې وړاندې کړئ
غلې او شراب هغه ته د نذرانې په توګه
۱۵ سرنی ووهئ د صهیون غره باندې
اعلان وکړئ د روژې دپاره
او راوغواړئ مذهبي غونډه
۱۶ خلک راټول کړئ سره
هغوی پاک کړئ د مجلس دپاره
سپینږیري راولئ
ماشومان راټول کړئ او هم تي رودونکي کوچنیان
خپلې کوټې نه دې راوځي زوم او ناوې
او رادې شي مجلس ته
۱۷ کوم کاهنان چې کړي خدمت د څښتن
هغوی دې ودریږي د قربانګاه
او عبادتځای د دروازې په منځ کې
هغوی دې وژاړي او دعا دې وکړي
ای څښتنه، رحم وکړه په خپل قوم باندې
مه پرېږده نور قومونه چې سپکاوی وکړي زمونږ
او په مونږ ووهي ملنډې
او ووایي چې چېرته دی خدای ستاسو؟
۱۸ نو څښتن به وکړي غیرت په خپل وطن باندې
او رحم به وکړي په خپل قوم باندې
۱۹ څښتن قبوله به کړي دعا د هغوی او وبه وایي:
نو درکوم تاسو ته
غلې دانې او شراب او د زیتونو تېل
او شئ به ماړه تاسو هغو باندې
زه به پرېنږدم نور قومونه
چې تاسو ته وګوري نور په سپکه سترګه
۲۰ زه به ورک کړمه لښکر د ملخانو
چې راغلي له شماله
او څه به ترې وشړمه شاړې دښتې ته
مخکینۍ ډله به وشړم زه مړې بحیرې ته
وروستنۍ ډله د مدیترانې بحیر ته
بد بوی به راځي د هغوی د مړو نه
هغوی چې ستاسو سره کړي دي څه
زه به یې برباد کړم د هغو په سبب
۲۱ ای ځمکې مه وېرېږه
بلکې خوښي کوه، خوشحاله اوسه
هغو لویو کارو په خاطر چې څښتن
کړي دي ستا دپاره
۲۲ ای حیواناتو، تاسو مه وېرېږئ
ځکه شنه کیږي د څړځایونه
ونې به نیسي مېوې
او وي به پرېمانه انځران او انګور
۲۳ خوشحاله اوسئ، ای د صهیون خلکو
کړئ خوشحالي هغو کارو په خاطر
چې څښتن خدای کړي دي ستاسو دپاره
هغه درکړی په سم وخت کې باران د مني
دی اورولی هغه باران د ژمي تاسو باندې
او د پسرلي باران لکه پخوا په شان
۲۴ ستاسو درمند به شي ډک له غلو
ستاسو چاټۍ به شي ډکې د شرابو
او زیتونو تېلو
۲۵ تاسو له لاسه چې ورکړي دي څه
هغه به بېرته درکړم
کومو کلونو کې چې ستاسو فصلونه
وو خوړلي ډلو ډلو ملخانو
لکه غټو ملخانو، کوچنیو ملخانو
او نورو ملخانو
هغه زه وم چې مې لېږلی ؤ هغه لښکر
په مقابل د ستاسو
۲۶ اوس به لرئ هر څه پرېمانه د خوراک دپاره
چې شئ ماړه ورباندې
د خپل څښتن ثنا او صفت به کوئ
چا چې کړي عجیبه کارونه ستاسو دپاره
بیا به هېڅکله ونه شي سپکاوی زما د قوم
۲۷ نو اسراییلو، پوه به شئ چې زه اوسېږمه ستاسو منځ کې
او دا چې ستاسو څښتن خدای یمه زه او بل خدای نشته
بیا به هېڅکله ونه شي سپکاوی زما د قوم
۲۸ وروسته نازل به کړم خپل روح په ټولو
پیغام به ورسوي ستاسو زامن او لوڼې
ویني خوبونه به ستاسو زاړه خلک
او ستاسو ځوانان به رویاګانې ویني
۲۹ په هغه وخت کې به خپل روح نازل کړم
په خدمتګارانو هم که وي سړی یا ښځه
۳۰ زه به ښکاره کړم حیرانوونکې نښې
په هغه ورځ په اسمان او ځمکه
وینې توییږي به، وي به اور او څپې د لوګي
۳۱ مخکې له دې نه چې راورسیږي
لویه او هیبتناکه ورځ د څښتن
لمر به تیاره شي او سپوږمۍ به سره شي
لکه د وینو په شان
۳۲ خو هرڅوک چې وغواړي مرسته د څښتن په نامه
هغه به وژغورل شي
لکه څنګه چې ویلي ما څښتن
څه خلک به وتښتي په اورشلیم کې د صهیون له غره نه
ژوندي به پاتې شي کوم خلک چې غوره کړي دي ما