۰:۰۰ / ۰:۰۰

دَ يوحنا په مُطابق دَ مالِک عيسىٰ مسيح زيرے

څوارلسم باب

عيسىٰ پلار ته دَ تلو لار ده

۱ستاسو غمژن زړُونه دِ ګبراؤ نۀ شى، په خُدائے يقين لرئ، هم په ما يقين لرئ. ۲زما دَ پلار په کور کښے دَ اوسيدو ډير ځايُونه دى. که چرے داسے نۀ وے نو بيا به ما تاسو ته وئيلى وُو. ځکه زَۀ ځم چه ستاسو دَ پاره هلته ځائے تيار کړم. ۳اَؤ که هلته زَۀ لاړ شم اَؤ تاسو ته ځائے تيار کړم نو په خپله به بيا راشم اَؤ تاسو به دَ ځان سره بوزم، ځکه چه چرته چه زَۀ يم هلته به تاسو هم يئ. ۴اَؤ زما هغه لار تاسو ته معلُومه ده.“

۵توما ووئيل، ”مالِکه! مُونږ ته دا نۀ ده معلُومه چه تۀ چرته روان يئے، نو مُونږ دَ دے لارے نه څۀ خبريدے شُو؟“

۶عيسىٰ جواب ورکړو، ”زَۀ لار يم، زَۀ حق يم اَؤ زَۀ ژوندُون يم. هيڅوک هم زما دَ وسيلے نه بغير پلار ته نۀ شى راتلے. ۷که چرے تاسو زَۀ پيژندلے نو تاسو به پلار هم پيژندلو. اوس تاسو هغه پيژنئ نو هغه تاسو ليدلے دے.“

۸فيليپوس هغۀ ته ووئيل، ”مالِکه! تۀ مُونږ ته پلار وښايه نو مُونږ نورے پوښتنے نۀ کوو.“

۹عيسىٰ جواب ورکړو چه ”فيليپوسه! تاسو سره زَۀ دَ دومره مُودے نه يم اَؤ بيا مے هم نۀ پيژنے څۀ؟ هر چا چه زَۀ ليدلے يم پلار ئے هم ليدلے دے، نو بيا تۀ څنګه وائے چه مُونږ ته پلار وښايه؟ ۱۰آيا په دے ستاسو باور نِشته چه زَۀ په پلار کښے يم اَؤ پلار په ما کښے دے؟ زَۀ چه څۀ خبرے تاسو ته کوم هغه دَ ځان نه نۀ کوم، دا هغه دے چه په ما کښے اوسى اَؤ خپل کار کوى. ۱۱چه زَۀ دا وايم چه پلار په ما کښے دے اَؤ زَۀ په پلار کښے نو په دے باور وکړئ اَؤ يا دَ دے کارُونو په سبب باور وکړئ. ۱۲رښتيا رښتيا تاسو ته وايم، څوک چه په ما ايمان راؤړى هغه به هم هغه څۀ کوى لکه چه ئے زَۀ کوم، اَؤ هغه به لا دَ دے نه هم زيات کارُونه کوى ځکه چه زَۀ پلار له روان يم. ۱۳رښتيا چه تاسو څۀ چه هم زما په نُوم وغواړئ هغه به زَۀ کوم ځکه چه دَ پلار جلال په زوى کښے څرګند شى ۱۴تاسو چه څۀ هم زما په نُوم وغواړئ زَۀ به ئے کوم.“

دَ رُوحُ القُدس وعده

۱۵که تاسو زما سره مينه کوئ نو زما په حُکمُونو عمل کوئ. ۱۶اَؤ زَۀ به پلار ته خواست وکړم چه تاسو ته بل مددګار درکړى څوک چه به تاسو سره مُدام وى، ۱۷اَؤ هغه به دَ حق رُوح وى، دُنيا هغه نۀ شى قبلولے ځکه چه دُنيا نۀ خو هغه وينى اَؤ نۀ ئے پيژنى خو تاسو ئے پيژنئ ځکه چه هغه تاسو سره اوسى اَؤ په تاسو کښے وى.

۱۸زَۀ به تاسو يتيمان نۀ پريږدم، زَۀ تاسو ته بيرته راځم. ۱۹لږ ساعت پس به دُنيا بيا ما نۀ وينى خو تاسو به مے وينئ. ځکه چه زَۀ ژوندے يم نو تاسو به هم ژوندى يئ. ۲۰بيا به تاسو پوهه شئ چه زَۀ په خپل پلار کښے يم اَؤ تاسو په ما کښے يئ اَؤ زَۀ په تاسو کښے يم.

۲۱دَ هر چا سره چه زما حُکمُونه دى اَؤ په هغو عمل کوى نو دا هغه دى چه ما سره مينه کوى. هر څوک چه ماسره مينه کوى زما پلار به ور سره مينه وکړى اَؤ زَۀ به دَ هغۀ سره مينه وکړم اَؤ خپل ځان به ورته څرګند کړم.

۲۲بل يهوداه ترے تپوس وکړو، اِسکريوتى نه، ”مالِکه! آخر دا څۀ وجه ده چه تۀ دا وائے چه تۀ به صرف مُونږ ته ځان څرګند کړے اَؤ نورے دُنيا ته نه؟“

۲۳عيسىٰ جواب ورکړو، ”هغه څوک چه زما سره مينه کوى، هغه به زما په کلام عمل کوى اَؤ بيا به زما پلار هم دَ هغۀ سره مينه کوى، اَؤ پلار اَؤ زَۀ به هغۀ له ځُو چه دَ هغۀ سره اوسُو. ۲۴خو هغه څوک چه ما سره مينه نۀ کوى هغه زما په کلام عمل نۀ کوى. اَؤ کُوم کلام چه تاسو آؤرئ دا زما نۀ دے دا دَ پلار کلام دے چا چه زَۀ را استولے يم. ۲۵ما تاسو ته دا هر څۀ ووئيل په دے وخت چه زَۀ له تاسو سره يم، ۲۶خو مددګار يعنے رُوحُ القُدس چه به پلار زما په نُوم را استوى، هغه به تاسو ته هر څۀ ښائى اَؤ بيا به درته هغه څۀ رايادوى، کُوم چه ما تاسو ته وئيلى دى.

۲۷زَۀ تاسو ته سلامتيا پريږدم، زما خپله سلامتيا، هغه چه دُنيا ئے نۀ شى ورکولے. مه ګبراويږئ اَؤ مه ويريږئ. ۲۸تاسو واؤريدل چه ما ووئيل، زَۀ درنه روان يم اَؤ بيا تاسو ته بيرته راځم. که چرے تاسو ما سره مينه کولے نو تاسو به په دے آؤريدو سره خوشحاله شوى وئ چه زَۀ پلار له روان يم ځکه چه پلار له ما نه لوئے دے. ۲۹ما تاسو ته اوس دَ مخکښے نه دا وئيلى دى ځکه چه دا پيښه شى نو تاسو ايمان راؤړئ. ۳۰زَۀ به تاسو سره زياتے خبرے ونۀ کړم ځکه چه دَ دے دُنيا سردار راتلُونکے دے. دَ هغۀ په ما باندے هيڅ اِختيار نِشته، ۳۱خو دُنيا ته به دا خامخاه څرګنده شى چه زَۀ دَ پلار سره مينه کوم اَؤ بيخى هغه شان ئے کوم څنګه چه هغه حُکم کوى. نو پاڅئ چه له دے ځائے نه لاړ شُو.“