۰:۰۰ / ۰:۰۰

د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د حضرت يوحنا زيرے

درېم باب

حضرت عيسىٰ او نيکوديموس

۱ په فريسيانو کښې نيکوديموس نومې يو سړے وو چې د يهوديانو د جرګې مشر وو. ۲ هغه عيسىٰ له د شپې راغلو او ورته يې ووئيل چې، ”اُستاذه، مونږ ته معلومه ده چې تۀ هم هغه اُستاذ يې چې خُدائ پاک رالېږلے يې. ځکه چې هيڅوک هم دا معجزې چې ته يې کوې نۀ شى کولے خو کۀ خُدائ پاک ورسره مل نۀ وى.“ ۳ عيسىٰ جواب ورکړو، ”زۀ تاسو ته رښتيا وايم، هيڅوک هم د خُدائ پاک بادشاهى نۀ شى ليدلے ترڅو چې هغه بيا پېدا نۀ شى.“ ۴ نيکوديموس هغۀ ته ووئيل، ”نو بيا دا څنګه ممکنه ده چې يو سړے چې بوډا وى نو هغه به بيا څنګه پېدا شى؟ ولې څوک په دوېم ځل د مور ګېډې ته ورننوتے شى څۀ او بيا پېدا کېدے شى؟“ ۵ عيسىٰ جواب ورکړو، ”زۀ درته رښتيا وايم چې هيڅوک هم د خُدائ پاک بادشاهۍ ته نۀ شى داخلېدے ترڅو چې هغه د اوبو او روحُ القُدس نه پېدا نۀ شى. ۶ چې د انسان نه پېدا کيږى هغه جسم دے خو چې د روحُ القُدس نه پېدا کيږى هغه روح دے. ۷ زۀ چې تاسو ته دا ووايم چې تاسو له بيا پېدا کېدل په کار دى نو په دې حېرانېږئ مه. ۸ هوا اخوا ديخوا الوځى. تۀ د دې آواز خو اورې خو دا نۀ شې وئيلے چې دا د کومې راځى او چرته ځى. نو دغه حال د هر هغه چا دے چې د روحُ القُدس نه پېدا شوى دى.“ ۹ نيکوديموس ترې بيا تپوس وکړو، ”دا څنګه ممکنه ده؟“ ۱۰ عيسىٰ ورته وفرمائيل، ”تۀ د يهوديانو لوئ اُستاذ يې او د دې نه ناخبره يې؟ ۱۱ زۀ درته رښتيا وايم چې مونږ هغه څۀ وايو چې څۀ راته معلوم دى او د هغې ګواهى ورکوو چې څۀ مو ليدلى دى، خو اوس هم تاسو زمونږ ګواهى نۀ منئ. ۱۲ کۀ چرې تاسو زما عام خبرې نۀ منئ، نو کۀ زۀ درته آسمانى خبرې وکړم نو تاسو به يې څنګه ومنئ؟ ۱۳ هيڅوک هم چرې آسمان ته نۀ دے ختلے بې د هغۀ نه څوک چې د آسمان نه راکوز شو، يعنې اِبن آدم. ۱۴ لکه څنګه چې موسىٰ په بيابان کښې مار په ستنې راځوړند کړے وو نو اِبن آدم به ضرور هم دغسې وخېژولے شى، ۱۵ دې دپاره چې څوک په هغۀ ايمان ساتى نو هغه به د تل ژوندون ومومى. ۱۶ خُدائ پاک د دې دُنيا سره داسې مينه وکړله چې خپل اېک يو زوئ يې هم ورکړو، نو څوک هم چې په هغۀ ايمان راوړى هلاک به نۀ شى خو د تل ژوندون به بيا مومى. ۱۷ خُدائ پاک خپل زوئ دُنيا ته د دُنيا د مجرم کولو دپاره را ونۀ لېږلو بلکې د دې دپاره چې د هغۀ په وسيله دُنيا بچ شى. ۱۸ څوک چې په هغۀ ايمان راوړى نو هغه به مجرم نۀ شى خو چا چې پرې ايمان نۀ دے راوړے هغه خو د مخکښې نه مجرم شوے دے ځکه چې هغوئ د خُدائ پاک د اېک يو زوئ په نوم ايمان رانۀ وړو. ۱۹ او د مجرم کېدلو سبب دا دے چې دُنيا ته نُور راغلو خو خلق د نُور په ځائ په تيارۀ کښې خوشحاله وُو ځکه چې د هغوئ کارونه بد وُو. ۲۰ هر څوک چې بد کار کوى نو د نُور نه نفرت کوى او نُور ته نۀ راځى د دې دپاره چې د هغوئ بدکارونه ښکاره نۀ شى. ۲۱ خو څوک چې نېک کارونه کوى هغوئ رڼا ته راځى دپاره د دې چې دا ترې څرګند شى چې د هغوئ کارونه د خُدائ پاک په وسيله دى.“

حضرت عيسىٰ او حضرت يحيىٰ بپتسمه ورکوونکے

۲۲ پس د دې نه عيسىٰ سره د مريدانو يهوديه ته لاړو او د هغوئ سره هلته د څۀ وخت دپاره ايسار شو او خلقو ته يې بپتسمه ورکوله. ۲۳ يحيىٰ هم په عينون کښې بپتسمه ورکوله، کوم چې شاليم ته نزدې دے، ځکه چې په هغه ځائ کښې اوبۀ ډيرې وې، او خلق هغۀ له راتلل او بپتسمه يې اخستله. ۲۴ دا د يحيىٰ د قېد کېدو نه وړاندې وُو. ۲۵ د يحيىٰ د ځينې مريدانو د يو يهودى سره د پاکېدو د دستور په سر بحث وشو. ۲۶ نو هغوئ يحيىٰ له راغلل او ورته يې ووئيل، ”اُستاذه، تا سره چې د اُردن نه پورې غاړه کوم سړے وو د چا په حقله چې تا ګواهى کړې وه، هغه هم بپتسمه ورکوى، هر څوک ورته ورځى.“ ۲۷ يحيىٰ جواب ورکړو چې، ”انسان يو څيز هم تر هغې حاصلولے نۀ شى ترڅو چې هغۀ ته د آسمان نه مِلاو نۀ شى. ۲۸ تاسو ته ښۀ پته ده چې ما وئيلى وُو چې زۀ مسيح نۀ يم، زۀ خو د هغۀ نه وړاندې رالېږلے شوے يم. ۲۹ ناوې د وادۀ د زلمى وى او د وادۀ د زلمى دوست څوک چې ورسره نزدې ولاړ وى نو هغه چې کله د هغۀ خبرې اورى، نو د زلمى په آواز اورېدو ډېر خوشحاليږى. نو دغه شان زما خوشحالى هم پوره کيږى. ۳۰ هغه به ضرور لوئ او زۀ به ورکوټے شم.

هغه څوک چې له آسمان نه راځى

۳۱ هغه څوک چې د بره نه راځى هغه د ټولو نه لوئ وى. او څوک چې د زمکې وى هغه د دُنيا سره تعلق ساتى او خبرې هم دُنياوى کوى. څوک چې د آسمان نه راځى هغه په ټولو اوچت وى. ۳۲ هغۀ چې څۀ ليدلى او اورېدلى دى د هغې ګواهى کوى، خو هيڅوک هم د هغۀ ګواهى نۀ منى. ۳۳ چا چې د هغۀ ګواهى ومنله نو هغۀ د دې خبرې اِقرار وکړو چې خُدائ پاک رښتينے دے. ۳۴ ځکه څوک چې خُدائ پاک رالېږلے وى هغه د خُدائ کلام بيانوى، ځکه چې خُدائ پاک روحُ القُدس بې‌اندازې ورکوى. ۳۵ پلار د زوئ سره مينه کوى او هغۀ ته يې ټول اختيار ورکړے دے. ۳۶ څوک چې په زوئ ايمان ساتى هغه به د تل ژوندون مالِک وى، خو څوک چې د زوئ نافرمانى وکړى هغه به دا ژوندون ونۀ ګورى او تل به د خُدائ پاک د غضب د لاندې وى.“