۰:۰۰ / ۰:۰۰

د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د حضرت يوحنا زيرے

څلورم باب

حضرت عيسىٰ او سامرى ښځه

۱ عيسىٰ په دې خبر وو چې فريسيانو دا خبره واورېدله چې هغه د يحيىٰ نه هم زيات مريدان جوړوى او بپتسمه ورکوى. ۲ خو په حقيقت کښې عيسىٰ په خپله نه بلکې مريدانو يې بپتسمه ورکوله. ۳ نو عيسىٰ يهوديه پرېښودله او يو ځل بيا ګليل ته لاړو. ۴ خو هغۀ ته د سامريه نه تېرېدل ضرور وُو، ۵ نو هغه د سامريې سوخار نومې ښار ته راغلو کوم چې هغه پټى ته نزدې وو چې يعقوب خپل زوئ يوسف له ورکړے وو. ۶ هلته کښې د يعقوب کوهے وو او عيسىٰ د خپل سفر نه ستړے شوے وو نو هغه کوهى سره کښېناستو، دا د غرمې وخت وو. ۷ نو بيا يوه سامرى ښځه اوبو وړلو له راغله او عيسىٰ هغې ته وفرمائيل چې، ”ما له اوبۀ راکړه.“ ۸ د هغۀ مريدان د خوراک سامان اخستو دپاره ښار ته تلى وُو. ۹ سامرى ښځې ورته ووئيل چې، ”تۀ يو يهودى زما غوندې سامرى ښځې نه د څښلو اوبۀ څنګه غواړې؟“ هغې ځکه داسې ووئيل چې يهوديان د سامريانو سره څۀ نۀ شريکوى. ۱۰ عيسىٰ هغې ته جواب ورکړو چې، ”کۀ چرې تا ته د خُدائ پاک د نعمت پته وے، او بله دا چې څوک چې ستا نه د څښلو اوبۀ غواړى دا څوک دے، نو تا به د هغۀ نه دا خواست کړے وو او هغۀ به تا له د ژوندون اوبۀ درکړې وې.“ ۱۱ ښځې هغۀ ته ووئيل چې، ”سړيه، تا سره خو بوقه هم نشته او دا کوهے ژور دے، نو تۀ به د کوم ځائ نه ما له د ژوندون اوبۀ راوړې؟ ۱۲ ولې تۀ زمونږ د نيکۀ يعقوب نه لوئ سړے يې څۀ، چا چې مونږ له دا کوهے راکړو او په خپله يې د زامنو او څاروو سره د دې نه اوبۀ وڅښلې؟“ ۱۳ عيسىٰ هغې ته وفرمائيل، ”هر هغه څوک چې دا اوبۀ وڅښى هغه به بيا هم تږے کيږى. ۱۴ خو چې څوک هغه اوبۀ وڅښى چې زۀ يې ورکوم هغه به هيڅکله نۀ تږے کيږى. زۀ چې کومې اوبۀ ورکوم هغه به په هغوئ کښې دننه لکه يوه چينه وګرځى چې همېشه به بهيږى او چې د تل ژوندون ورکوى.“ ۱۵ ښځې ورته ووئيل، ”سړيه، هغه اوبۀ ما له راکړه نو چې زۀ بيا کله هم تږې نۀ شم او چې بيا اوبو راويستلو له دلته نۀ راځم.“ ۱۶ عيسىٰ ورته وفرمائيل، ”لاړه شه، خپل خاوند راوبله او بيا راشه.“ ۱۷ هغې جواب ورکړو چې، ”زما خاوند نشته.“ عيسىٰ هغې ته وفرمائيل، ”تۀ دا رښتيا وائې چې ستا خاوند نشته، ۱۸ خو حقيقت دا دے چې تا پينځۀ مړونه کړى دى او اوس چې څوک تا سره دے ستا خاوند نۀ دے. تا چې څۀ ووئيل هغه رښتيا دى.“ ۱۹ ښځې هغۀ تۀ ووئيل، ”مالِکه، ما ته ښکارى چې تۀ نبى يې. ۲۰ زمونږ نيکونو په دې غرۀ عبادت کولو خو تاسو يهوديان وايئ چې په کوم ځائ کښې مونږ ته د خُدائ پاک عبادت کول په کار دى هغه په يروشلم کښې دے.“ ۲۱ عيسىٰ هغې ته وفرمائيل، ”خورې، باور وکړه چې يو وخت داسې راروان دے چې نۀ خو به تاسو د پلار عبادت په دې غر او نۀ په يروشلم کښې وکړئ. ۲۲ تاسو سامريان د هغۀ عبادت کوئ چې تاسو يې نۀ پېژنئ، خو مونږ د هغۀ عبادت کوُو چې مونږ يې پېژنو، ځکه چې خلاصون د يهوديانو د خوا نه دے. ۲۳ خو وخت راروان دے بلکې اوس دے چې رښتينى عبادت کوونکى به پلار ته په روح او په رښتيا سره عبادت وکړى او پلار هم دغه شان عبادت کوونکى غواړى. ۲۴ خُدائ پاک روح دے او هر څوک چې د هغۀ عبادت کوى نو هغه دې هم په روح او په رښتيا د هغۀ عبادت کوى.“ ۲۵ ښځې جواب ورکړو، ”زۀ پوهېږم چې مسح کړے شوے، يعنې مسيح راتلونکے دے. هر کله چې هغه راشى نو هغه به مونږ ته هر څۀ بيان کړى.“ ۲۶ عيسىٰ ورته وفرمائيل، ”هغه زۀ يم، زۀ چې تا سره خبرې کوم.“ ۲۷ په دغه وخت د هغۀ مريدان واپس راغلل او ډېر حېران شول چې هغه يې يوې ښځې سره په خبرو وکتلو خو په هغوئ کښې يو کس هم ونۀ وئيل چې، ”تۀ د دې نه څۀ غواړې،“ يا ”تۀ د دې سره خبرې ولې کوې؟“ ۲۸ نو ښځې بيا خپل منګے پرېښودو او ښار ته واپس په منډه لاړه او هلته يې خلقو ته ووئيل چې، ۲۹ ”راشئ، يو داسې سړے ووينئ چې ما څۀ کړى وُو هغه ټول يې راته ووئيل. کېدے شى چې دا مسيح وى؟“ ۳۰ نو خلق د ښار نه راووتل او د عيسىٰ طرف ته روان شول. ۳۱ په دې دوران کښې مريدانو په هغۀ زور ولګولو چې، ”اُستاذه، لږ څۀ وخوره.“ ۳۲ خو هغۀ مريدانو ته وفرمائيل، ”ما سره داسې خوراک دے چې تاسو ته يې هيڅ پته نشته.“ ۳۳ بيا مريدانو يو تر بله ووئيل چې، ”ولې چا هغۀ له خوراک راوړے دے څۀ؟“ ۳۴ عيسىٰ هغوئ ته وفرمائيل چې، ”زما خوراک څښاک دا دے چې زۀ د هغۀ رضا وکړم چا چې زۀ رالېږلے يم او چې د هغۀ کار پوره کړم. ۳۵ ولې تاسو دا نۀ وايئ چې څلور مياشتې نورې دى او بيا به لَو ګډ شى؟ خو زۀ تاسو ته دا وايم چې ګېرچاپېره پټو ته وګورئ چې د لَو کولو دپاره تيار دى. ۳۶ اوس هم لَوګرى لګيا دى خپله مزدورى اخلى او د تل ژوندون دپاره مېوه راټولوى د دې دپاره چې کرونکى او لَوګرى دواړه په شريکه خوشحالى وکړى. ۳۷ ځکه دا متل رښتيا دے چې يو يې کَرى او بل يې رېبى. ۳۸ ما تاسو ولېږلئ چې هغه فصل وريبئ په کوم چې تاسو څۀ کړاؤ نۀ دے کړے، نورو محنت وکړو او تاسو د هغوئ په محنت کښې شريک شوئ.“ ۳۹ د هغه ښار ډېرو سامريانو په عيسىٰ ايمان راوړو د هغه ښځې د ګواهۍ په وجه چې، ”دۀ ما ته هغه هر څۀ ووئيل څۀ چې ما کله هم کړى وُو.“ ۴۰ نو کله چې سامريان هغۀ له راغلل نو مِنت يې ورته وکړو چې مونږ سره پاتې شه، نو هغه هلته دوه ورځې ايسار شو. ۴۱ او د هغۀ د کلام په وجه نورو ډېرو خلقو په هغۀ ايمان راوړو. ۴۲ او هغوئ هغه ښځې ته ووئيل چې، ”مونږ صرف ستا د وينا په وجه په دۀ ايمان نۀ دے راوړے، ځکه چې مونږ اوس په خپله د هغۀ واورېدل او مونږ ته پته ولګېده چې دے په حقيقت کښې د دُنيا خلاصونکے دے.“

د يو سرکارى آفسر زوئ روغول

۴۳ کله چې دوه ورځې تېرې شوې نو عيسىٰ د هغه ځائ نه ګليل ته روان شو. ۴۴ نو عيسىٰ په خپله دا فرمائيلى وُو چې يو نبى هم په خپل ښار کښې عزتمند نۀ وى. ۴۵ نو کله چې هغه ګليل ته راورسېدو نو ګليليانو د هغۀ هرکلے وکړو ځکه چې هغوئ په دغه وخت کښې د فسح اختر دپاره په يروشلم کښې موجود وو او د هغۀ ټول کارونه يې په خپله وليدل. ۴۶ عيسىٰ يو ځل بيا د ګليل قانا نومې ځائ ته لاړو چرته چې هغۀ اوبۀ په ميو بدلې کړې وې. هلته يو سرکارى آفسر وو چې زوئ يې په کفرنحُوم کښې ناجوړه پروت وو. ۴۷ کله چې هغۀ واورېدل چې عيسىٰ د يهوديه نه ښکته ګليل ته راغلے دے نو هغه ورله ورغلو او مِنت يې ورته وکړو چې، ”ما سره لاړ شه او زما زوئ جوړ کړه ځکه چې هغه مرګى حال پروت دے.“ ۴۸ عيسىٰ هغۀ ته وفرمائيل چې، ”ترڅو چې تاسو خلق لوئ نښې ونۀ ګورئ نو تر هغې تاسو ايمان نۀ راوړئ.“ ۴۹ هغه آفسر ورته ووئيل چې، ”صاحبه، ما سره سمدستى لاړ شه زما زوئ مرګى حال دے.“ ۵۰ عيسىٰ ورته وفرمائيل، ”کور ته لاړ شه، ستا زوئ به ژوندے پاتې شى.“ عيسىٰ چې څۀ وفرمائيل هغه سړى پرې يقين وکړو او کور ته روان شو. ۵۱ هغه لا په لاره وو چې نوکرانو يې ورته خبر راوړو چې، ”زوئ خو دې په ښۀ کېدو او ژوندے دے.“ ۵۲ نو هغۀ تپوس ترېنه وکړو چې، ”څۀ وخت هغه په ښۀ کېدو شو؟“ هغوئ ورته ووئيل چې، ”پرون ماسپښين يوه بجه هغه تبې پرېښودلو.“ ۵۳ نو پلار يې پوهه شو چې دا هم هغه وخت وو چې عيسىٰ هغۀ ته فرمائيلى وُو چې، ”زوئ به دې ښۀ شى،“ نو هغۀ سره د ټول خاندانه پرې ايمان راوړو. ۵۴ د يهوديه نه ګليل ته په راتلو دا د عيسىٰ دوېمه معجزه وه.