کپی رایت ۲۰۲۶ - ۲۰۱۵ افغانی بائبل. تمامی حقوق محفوظ است
د یوشع کتاب
اتلسم فصل
د پاتې ځمکې وېش
۱ کله چې هغوی هغه خاوره ونیوله، د اسراییلو ټول قوم په شیلوه کې سره راټول شو او هلته یې سپېڅلې خېمه ودروله. ۲ خو د اسراییلو اووه قبیلې وې چې خپله د ځمکې برخه لا ورته نه وه ورکړل شوې. ۳ نو یوشع د اسراییلو قوم ته وویل: «تاسو به ترڅو پورې د هغې ځمکې په نیولو کې چې ستاسو د نیکونو څښتن خدای تاسو ته درکړې ده سستي کوئ؟ ۴ د هرې قبیلې څخه درې درې تنه وټاکئ. زه به هغوی ولېږم چې ټول هېواد وګوري او هغه سیمه اندازه کړي چې هغوی به یې د خپل ملکیت په توګه ترلاسه کوي. بیا دې هغوی بېرته ما ته راشي. ۵ د هغوی په منځ کې به دا ځمکه په اوو برخو ووېشل شي. د یهودا قبیله به په خپله سیمه یعنې په جنوب کې پاتې شي او د یوسف اولاده به په خپله سیمه یعنې شمال کې پاتې شي. ۶ وروسته له هغې چې تاسو د ځمکې د اوو برخو تشریح ولیکئ، ما ته یې دلته راوړئ او زه به د خپل څښتن خدای په حضور کې ستاسو دپاره پچه واچوم. ۷ خو بیاهم لاویان به ستاسو د پاتې خلکو سره د ځمکې برخه ترلاسه نه کړي، ځکه چې د هغوی برخه څښتن ته د کاهنانو په توګه خدمت کول دي. بې له شکه د جاد، روبین او د ختیځې منسي قبیلو لا مخکې د اردن د سیند په ختیځ کې خپله ځمکه ترلاسه کړې ده، هغه ځمکه د څښتن خدمتګار یعنې موسی هغوی ته ورکړې ده.»
۸ څنګه چې هغه کسان د هغې ځمکې د نقشې اخیستلو دپاره روان شول، نو یوشع هغوی ته وویل: «لاړ شئ او د ټولې خاورې اندازه واخلئ او د هغه بیان ولیکئ. بیا ما ته راشئ او زه به دلته په شیلوه کې د څښتن په حضور کې ستاسو دپاره پچه واچوم.» ۹ هغه کسان لاړل او په ټول هېواد کې وګرځېدل او دا یې ولیکل چې هغوی څنګه هغه ځمکه په اوو برخو ووېشله او د ښارونو لست یې جوړ کړ. بیا هغوی بېرته یوشع ته چې د شیلوه په کمپ کې ؤ راستانه شول. ۱۰ بیا یوشع د هغوی دپاره په شیلوه کې د څښتن په حضور کې پچه واچوله او د اسراییلو هرې پاتې قبیلې ته یې د ځمکې یوه ټاکلې برخه ورکړه.
هغه ځمکه چې د بنیامین قبیلې ته ورکړل شوه
۱۱ لومړنۍ قبیله چې د پچې له مخې یې ځمکه ترلاسه کړه هغه د بنیامین قبیله وه. د هغوی د طایفو ځمکه د یهودا او یوسف د قبیلو ترمنځ پرته وه. ۱۲ په شمال کې د هغوی سرحد د اردن د سیند څخه پیل شوی دی او بیا د اریحا په شمالي مخ ځوړي باندې پورته تللی او په لوېدیځ کې د غرنۍ سیمې په لاره بیتآون ته نژدې دښتې ته رسېدلی دی. ۱۳ بیا دا سرحد هغه مخ ځوړي ته چې د لوز یعنې بیتییل جنوب خواته دی تللی دی. بیا هغه عطاروتادار ته چې د ښکتني بیتحورون په جنوب کې په غره باندې ؤ، رسېدلی دی. ۱۴ بیا دا سرحد بلې خواته تللی، د دې غره د لوېدیځې خوا څخه جنوب ته ګرځېدلی او قریتبعل یعنې قریتیعاریم ته وتلی دی. هغه ځای د یهودا د قبیلې دی. دا لوېدیځ سرحد ؤ. ۱۵ جنوبي سرحد د قریتیعاریم د غاړې څخه شروع شوی او د نفتوح چینو ته رسېدلی دی. ۱۶ بیا دا سرحد د غره بېخ ته چې د هنوم د زوی درې ته مخامخ دی او د رفاییم د درې په شمال کې دی ښکته شوی دی. د هغه ځای څخه جنوب خواته د هنوم د درې له لارې هغې غونډۍ ته چې د اورشلیم په جنوب کې ده تللی او بیا عینروجل ته رسېدلی دی. ۱۷ بیا د شمال خواته عینشمس ته ګرځېدلی او بیا د جلیلوت خواته چې د ادومیم غاښي ته مخامخ ؤ، وتلی دی. دا سرحد بیا د بوهن ګټ ته ښکته شوی دی. بوهن د روبین زوی ؤ. ۱۸ او د هغې غونډۍ شمال خواته تېر شوی چې د اردن دره ورڅخه ښکاري. بیا دا سرحد درې ته ښکته شوی دی، ۱۹ د هغه ځای څخه د بیتحجلې د غونډۍ د شمالي خوا څخه تېر شوی او د مړې بحیرې په شمال کې چې د اردن سیند ورسره یوځای کیږي ختم شوی دی. دا جنوبي سرحد ؤ. ۲۰ د اردن سیند ختیځ سرحد ؤ. دا د هغې خاورې سرحدونه وو چې د بنیامین د قبیلې طایفو د خپل ملکیت په توګه ترلاسه کړې وه.
۲۱ د بنیامین د قبیلې د طایفو ښارونه دا وو: اریحا، بیتحجله، عمیققصیص، ۲۲ بیتعربه، صمارایم، بیتییل، ۲۳ عویم، فاره، عفره، ۲۴ کفرعموني، عفني او جبع د شاوخوا کلیو سره دولس ښارونه. ۲۵ جبعون، رامه، بیروت، ۲۶ مصفه، کفیره، موزا، ۲۷ راقم، یرفییل، تراله، ۲۸ صیله، الف، یبوس یعنې اورشلیم، جبعه او قریتیعاریم - د شاوخوا کلیو سره څوارلس ښارونه. دا هغه ځمکه وه چې د بنیامین د قبیلې طایفو د خپل ملکیت په توګه ترلاسه کړې وه.