کپی رایت ۲۰۲۴ - ۲۰۱۵ افغانی بائبل. تمامی حقوق محفوظ است
۱ دوهمه پچه د شمعون د قبیلې د طایفو په نوم ووتله. د هغوی سیمه د یهودا په ځمکه کې پرته وه. ۲ په هغې کې دا ځایونه شامل وو: بئرشبع (شبع)، مولاده، ۳ حزر شوعال، بالح، عاصم، ۴ التولد، بتول، حرما، ۵ صقلغ، بیت مرکبوت، حزر سوسه، ۶ بیت لباعوت او شاروحن - د شاوخوا کلیو سره دیارلس ښارګوټي.
۷ عین، رمون، عاتر او عاشان - د شاوخوا کلیو سره څلور ښارګوټي. ۸ په دې سیمه کې په جنوب کې تر بعلت بئیر (جنوبي رامه) پورې ټول ښارګوټي او کلي شامل وو. دا هغه ځمکه وه چې د شمعون د قبیلې طایفو د خپل ملکیت په توګه ترلاسه کړه. ۹ څرنګه چې د یهودا برخه د هغوی د اړتیا له اندازې څخه زیاته وه، نو د هغه د سیمې یوه برخه د شمعون قبیلې ته ورکړل شوه.
۱۰ دریمه پچه د زبولون د قبیلې د طایفو په نوم ووتله. هغه ځمکه چې هغوی ترلاسه کړه د سارید پورې رسېدله. ۱۱ دا سرحد له هغه ځای څخه په لوېدیځه خوا کې مرعله ته تللی او د دباشه پورې رسېدلی او یقنعام ته نژدې ویالې ته تللی دی. ۱۲ دا سرحد د سارید ختیځې خواته د کسلوت تابور د سیمې پولې ته ګرځېدلی او دابره ته راوتلی او پورته تر یافیع پورې رسېدلی دی. ۱۳ بیا دا سرحد د ختیځ په لوري جت حافر او عت قاصین ته تللی، رمون ته راوتلی او د نیعه په لوري ګرځېدلی دی. ۱۴ په شمال کې دا سرحد د حناتون په لوري ګرځېدلی او د یفتحئیل په دره کې ختم شوی دی. ۱۵ زبولون د شاوخوا کلیو سره دولس ښارګوټي درلودل. د هغو څخه ځینې یې دا وو: قطه، نهلال، شمرون، یداله او بیت لحم. ۱۶ دا ښارګوټي او د هغو کلي په هغې ځمکه کې وو چې د زبولون د قبیلې طایفو د خپل ملکیت په توګه ترلاسه کړه.
۱۷ څلورمه پچه د یساکار د قبیلې د طایفو په نوم ووتله. ۱۸ د هغوی په سیمه کې دا ځایونه شامل وو: یزرعیل، کسلوت، شونم، ۱۹ حفارایم، شیئون، اناحره، ۲۰ ربیت، قشیون، آبص، ۲۱ رمه، عین جنیم، عین حده او بیت فسیس. ۲۲ او دا سرحد د تابور غره، شحصیمه او بیت شمس ته رسېدلی او د اردن د سیند سره ختم شوی دی. په هغه کې شپاړس ښارګوټي د هغو د شاوخوا کلیو سره شامل وو. ۲۳ دا ښارګوټي او د هغو کلي په هغې ځمکه کې وو چې د یساکار د قبیلې طایفو د خپل ملکیت په توګه ترلاسه کړه.
۲۴ پنځمه پچه د اشیر د قبیلې د طایفو په نوم ووتله. ۲۵ د هغوی په سیمه کې دا ځایونه شامل وو: حلقات، حلي، باطن، اکشاف، ۲۶ الملک، عمعاد او مشال. په لوېدیځ کې دا سرحد کرمل او شیحور لبنه ته رسېده. ۲۷ بیا له هغه ځای څخه ختیځې خواته بیت داجون ته ګرځېدلی، د زبولون او د یفتحئیل تر درې پورې رسېدلی دی او په شمال کې بیت عامق او نعیئیل ته راوتلی دی. دا سرحد د شمال په لوري کابول، ۲۸ عبرون، رحوب، حمون، قانه او تر لوی صیدون پورې غزېدلی دی. ۲۹ دا سرحد بیا رامه ته ګرځېدلی او د صور قوي دېوال لرونکي ښار ته رسېده. بیا هغه حوسه ته ګرځېدلی او د مدیترانې په بحیره کې ختم شوی دی. په دې سیمه کې محالاب، اکزیب، ۳۰ عمه، عفیق او رحوب شامل وو. د شاوخوا کلیو سره دوه ویشت ښارګوټي وو. ۳۱ دا ښارګوټي او د هغو کلي په هغې ځمکه کې وو چې د اشیر د قبیلې طایفو د خپل ملکیت په توګه ترلاسه کړه.
۳۲ شپږمه پچه د نفتالي د قبیلې د طایفو په نوم ووتله: ۳۳ د هغوی سرحد د حالف او په صعنیم کې د څېړۍ د ونې څخه تېر شوی او د ادامي ناقب او یبنئیل څخه تر لقوم پورې رسېده او د اردن د سیند سره ختم شوی ؤ. ۳۴ په هغه ځای کې دا سرحد لوېدیځې خواته د ازنوت تابور په لور ګرځېدلی او په حقوق کې راوتلی دی. هغه په جنوب کې د زبولون سیمې ته، په لوېدیځ کې د اشیر سیمې ته او په ختیځ کې د اردن سیند ته رسېدلی دی. ۳۵ هغه قوي دېوال لرونکي ښارګوټي دا وو: صدیم، صیر، حمت، رقت، کنارت، ۳۶ ادامه، رامه، حاصور، ۳۷ قادش، ادرعي، عین حاصور، ۳۸ یرون، مجدلئیل، حوریم، بیت عنات او بیت شمس. د شاوخوا کلیو سره نولس ښارګوټي وو. ۳۹ دا ښارګوټي او د هغو کلي په هغې ځمکه کې وو چې د نفتالي د قبیلې طایفو د خپل ملکیت په توګه ترلاسه کړه.
۴۰ اوومه پچه د دان د قبیلې د طایفو په نوم ووتله. ۴۱ د هغوی په سیمه کې دا ځایونه شامل وو: زرعه، اشتاول، عیر شمس، ۴۲ شعلبین، ایالون، یتله، ۴۳ ایلون، تمنه، عقرون، ۴۴ التقي، جبتون، بعله، ۴۵ یهود، بني برق، جت رمون، ۴۶ میاه یرقون او رقون د هغې سیمې سره چې یافا ته مخامخ وه.
۴۷-۴۸ د دان طایفو دا خاوره او دا ښارګوټي د هغو د شاوخوا کلیو سره د خپل ملکیت په توګه ترلاسه کړل. څه موده وروسته کله چې دښمنانو هغوی مجبور کړل چې خپله قبیلوي خاوره پرېږدي، نو هغوی د لشم ښارګوټي ته لاړل. په ښارګوټي باندې یې حمله وکړه، هغه یې ونیوه او د هغه ځای اوسېدونکي یې ووژل. بیا هغوی خپله هلته ځای په ځای شول، د هغه ښارګوټي نوم یې بدل کړ او د خپل نیکه دان په نوم یې یاد کړ.
۴۹ کله چې د اسراییلو قوم د ځمکې د وېشلو څخه وزګار شو، هغوی د نون زوی یوشع ته د ځمکې یوه برخه ورکړه چې د هغه شي. ۵۰ څنګه چې څښتن امر کړی ؤ، هغوی یوشع ته هغه ښارګوټی ورکړ چې هغه غوښتی ؤ، یعنې تمنه سارح چې د افرایم په غرنۍ سیمه کې ؤ. هغه دا ښارګوټی بیا ودان کړ او هلته ځای په ځای شو.
۵۱ دا هغه سیمې وې چې العازار کاهن، یوشع او د اسراییلو د قبیلو د طایفو مشرانو په شیلوه کې د پچې په اساس ووېشلې. هغوی دا کار د څښتن په حضور کې د مقدسې خېمې په دروازه کې وکړ. په دې ډول هغوی د ځمکې وېش سرته ورساوه.