د یوشع کتاب

اتلسم فصل

د پاتې ځمکې وېش

۱ کله چې هغوی هغه خاوره ونیوله، د اسراییلو ټول قوم په شیلوه کې سره راغونډ شو او هلته یې مقدسه خېمه ودروله. ۲ د اسراییلو اووه قبیلې وې چې خپله د ځمکې برخه لا ورته نه وه ورکړل شوې. ۳ نو یوشع د اسراییلو قوم ته وویل: <تاسو به ترڅو پورې د هغې ځمکې په نیولو کې چې ستاسو د نیکونو څښتن خدای تاسو ته درکړې ده سستي کوئ؟ ۴ د هرې قبیلې څخه درې درې تنه وټاکئ. زه به هغوی ولېږم چې ټول هېواد وګوري او هغه سیمه اندازه کړي چې هغوی به یې د خپل ملکیت په توګه ترلاسه کوي. بیا دې هغوی بېرته ماته راشي. ۵ د هغوی په منځ کې به دا ځمکه په اوو برخو ووېشل شي. د یهودا قبیله به په خپله سیمه یعنې په جنوب کې پاتې شي او د یوسف اولاده به په خپله سیمه یعنې شمال کې پاتې شي. ۶ وروسته له هغې چې تاسو د ځمکې د اوو برخو تشریح ولیکئ، ماته یې دلته راوړئ او زه به د خپل څښتن خدای په حضور کې ستاسو دپاره پچه واچوم. ۷ خو بیاهم لاویان به ستاسو د پاتې خلکو سره د ځمکې برخه ترلاسه نه کړي، ځکه چې د هغوی برخه څښتن ته د کاهنانو په توګه خدمت کول دي. البته د جاد، روبین او د ختیځې منسي قبیلو لا مخکې د اردن د سیند په ختیځ کې خپله ځمکه ترلاسه کړې ده، هغه ځمکه د څښتن خدمتګار یعنې موسیٰ هغوی ته ورکړې ده.>

۸ څنګه چې هغه نفر د هغې ځمکې د نقشې اخیستلو دپاره روان شول نو یوشع هغوی ته وویل: <لاړ شئ او د ټولې خاورې اندازه واخلئ او د هغه بیان ولیکئ. بیا ماته راشئ او زه به دلته په شیلوه کې د څښتن په حضور کې ستاسو دپاره پچه واچوم.> ۹ هغه نفر لاړل او په ټول هېواد کې وګرځېدل او دا یې ولیکل چې هغوی څنګه هغه ځمکه په اوو برخو ووېشله او د ښارګوټو لست یې جوړ کړ. بیا هغوی بېرته یوشع ته چې د شیلوه په کمپ کې ؤ راستانه شول. ۱۰ بیا یوشع د هغوی دپاره په شیلوه کې د څښتن په حضور کې پچه واچوله او د اسراییلو هرې پاتې قبیلې ته یې د ځمکې یوه ټاکلې برخه ورکړه.

د بنیامین قبیلې ته ورکړل شوې ځمکه

۱۱ اولنۍ قبیله چې د پچې په اساس یې ځمکه ترلاسه کړه هغه د بنیامین قبیله وه. د هغوی د طایفو ځمکه د یهودا او یوسف د قبیلو ترمنځ پرته وه. ۱۲ په شمال کې د هغوی سرحد د اردن له سیند څخه شروع شوی دی او بیا د اریحا په شمالي مخ ځوړي باندې پورته تللی او په لوېدیځ کې د غرنۍ سیمې په لار بیت آون ته نژدې دښتې ته رسېدلی دی. ۱۳ بیا دا سرحد هغه مخ ځوړي ته چې د لوز (چې بیت ئیل هم بلل کیږي) جنوب خواته دی تللی دی. بیا هغه عطاروت ادار ته چې د ښکتني بیت حورون په جنوب کې په غره باندې ؤ رسېدلی دی. ۱۴ بیا دا سرحد بلې خواته تللی، د دې غره د لوېدیځې خوا څخه جنوب ته ګرځېدلی او قریت بعل (قریت یعاریم) ته وتلی دی. هغه ځای د یهودا د قبیلې دی. دا لوېدیځ سرحد ؤ. ۱۵ جنوبي سرحد د قریت یعاریم له غاړې څخه شروع شوی او د نفتوح چینو ته رسېدلی دی. ۱۶ بیا دا سرحد د غره بېخ ته چې د هنوم درې ته مخامخ دی او د رفائیم د درې په شمال کې دی کوز شوی دی. له هغه ځای څخه جنوب خواته د هنوم د درې له لارې هغې غونډۍ ته چې د اورشلیم په جنوب کې ده تللی او بیا عین روجل ته رسېدلی دی. ۱۷ بیا د شمال خواته عین شمس ته ګرځېدلی او بیا د جلیلوت خواته چې د ادومیم غاښي ته مخامخ ؤ وتلی دی. دا سرحد بیا د بوهن ګټ ته کوز شوی دی (بوهن د روبین زوی ؤ) ۱۸ او د هغې غونډۍ شمال خواته تېر شوی چې د اردن دره ورڅخه ښکاري. بیا دا سرحد درې ته کوز شوی دی، ۱۹ له هغه ځای څخه د بیت حجلې د غونډۍ د شمالي خوا څخه تېر شوی او د ارام دریاب په شمال کې چېرته چې د اردن سیند ورسره یوځای کیږي ختم شوی دی. دا جنوبي سرحد ؤ. ۲۰ د اردن سیند ختیځ سرحد ؤ. دا د هغې خاورې سرحدونه وو چې د بنیامین د قبیلې طایفو د خپل ملکیت په توګه ترلاسه کړې وه.

۲۱ د بنیامین د قبیلې د طایفو ښارګوټي دا وو: اریحا، بیت حجله، عیمق قصیص، ۲۲ بیت عربه، صمارایم، بیت ئیل، ۲۳ عویم، فاره، عفره، ۲۴ کفرعموني، عفني او جبع - د شاوخوا کلیو سره دولس ښارګوټي. ۲۵ جبعون، رامه، بیروت، ۲۶ مصفه، کفیره، موصه، ۲۷ راقم، یرفئیل، تراله، ۲۸ صیله، آلف، یبوسي ښار (اورشلیم)، جبعه او قریت یعاریم - د شاوخوا کلیو سره څوارلس ښارګوټي. دا هغه ځمکه وه چې د بنیامین د قبیلې طایفو د خپل ملکیت په توګه ترلاسه کړې وه.