د یوشع کتاب

پنځم فصل

۱د اموریانو ټولو پادشاهانو چې د اردن د سیند په لوېدیځ کې وو او د کنعانیانو ټولو پادشاهانو چې د مدیترانې د بحیرې په غاړه وو واورېدل چې څښتن د اردن سیند تر هغه وخته پورې وچ کړی ؤ ترڅو د اسراییلو قوم له هغه څخه تېر شو. هغوی ووېرېدل او نور یې دا جرئت نه درلود چې د اسراییلو سره مخامخ شي.

په جلجال کې سنتګیري

۲په هغه وخت کې څښتن یوشع ته وویل: <د بکرۍ له تیږې څخه چړې جوړې کړه او پاتې اسراییلیان سنت کړه.> ۳نو څنګه چې څښتن حکم کړی ؤ یوشع هماغسې وکړل او اسراییلیان یې په هغه ځای کې سنت کړل چې د سنت ګیرۍ د غونډۍ په نوم یاد شو. ۴نو په دې خاطر هغه داسې وکړل. هغه ټول نارینه یعنې ټول جنګي نفر چې د مصر څخه راوتلي وو د سفر په دوران کې په دښته کې مړه شول. ۵هغه خلک چې د مصر څخه راوتلي وو هغوی ټول سنت شوي وو، مګر هغه ټول خلک چې د سفر په دوران کې په دښته کې زېږېدلي وو هغوی سنت شوي نه وو. ۶اسراییلیانو څلوېښت کاله په دښته کې سفر وکړ، ترڅو ټول خلک یعنې د قوم ټول جنګي نفر چې د مصر څخه راووتل مړه شول ځکه چې د څښتن د امر څخه یې سرغړونه کړې وه. لکه څنګه چې څښتن قسم خوړلی ؤ هغوی ته اجازه ورنه کړای شوه چې هغه غني او حاصلخېزه ځمکه وویني چې د هغو د نیکونو سره یې وعده کړې وه. ۷د دغو خلکو زامن هیڅکله سنت شوي نه وو او دا هغه نوی نسل ؤ کوم چې یوشع سنت کړ.

۸کله چې د اسراییلو ټول نارینه سنت شول، هغوی تر هغې پورې په کمپ کې پاتې شول ترڅو چې زخمونه یې روغ شول. ۹څښتن یوشع ته وویل: <دا زما د قوم دپاره د شرم خبره وه چې په مصر کې دې غلامان وي، خو ما نن هغه رسوایي لېرې کړه.> نو اسراییلیانو دغه ځای د جلجال په نوم یاد کړ او تر اوسه پورې په دې نوم یادیږي.

۱۰کله چې اسراییلیانو په جلجال کې اریحا ته نژدې په ډاګ کې خېمې ودرولې، هغوی د میاشتې د څوارلسمې ورځې په ماښام د فسحې اختر ولمانځه. ۱۱راتلونکې ورځ اول ځل ؤ چې هغوی د کنعان د محصولاتو څخه خواړه وخوړل یعنې وریتې شوې غلې دانې او فطیره ډوډۍ. ۱۲له هماغې ورځې څخه د خدای له خوا د من رالېږل بند شول او د اسراییلو دپاره نور من نه پیدا کېده. له هماغه وخت څخه هغوی هغه څه خوړل چې په کنعان کې پیدا کېدل.

د اسراییلو له خوا د اریحا نیول

۱۳یو وخت یوشع اریحا ته نژدې ؤ، چې ناڅاپه یې یو سړی ولید چې د هغه مخې ته ولاړ ؤ او په لاس کې یې توره وه. یوشع هغه ته ورغی او پوښتنه یې ورڅخه وکړه: <ته زمونږ په خوا یې که زمونږ د دښمنانو په خوا؟>

۱۴هغه په ځواب کې وویل: <هیڅ یو نه، زه اوس د څښتن د لښکر د قوماندان په توګه راغلی یم.> بیا یوشع په ځمکه باندې پړمخې پرېوت او ویې ویل: <صاحبه، زه ستاسو خدمتګار یم. زما څخه څه غواړئ چې ویې کړم؟>

۱۵د څښتن د لښکر قوماندان هغه ته وویل: <خپلې څپلۍ وباسه ځکه چې ته په سپېڅلې ځمکې باندې ولاړ یې.> او یوشع همداسې وکړل.