د یوشع کتاب

نهم فصل

د جبعونیانو له خوا د یوشع غولول

۱ د اسراییلو د بریالیتوبونو څخه هغه ټول پاچاهان خبر شول چې د اردن د سیند په لوېدیځ کې وو، یعنې کوم چې په غرنۍ سیمه، د غرونو په لوېدیځو لمنو او د مدیترانې د بحیرې د غاړې څخه شمال خواته تر لبنان پورې اوسېدل. دا د حیتیانو، اموریانو، کنعانیانو، فرزیانو، حویانو او یبوسیانو پاچاهان وو. ۲ هغوی ټول سره راټول شول او د یوشع او اسراییلیانو په وړاندې د جنګ دپاره یې خپل قوتونه سره یو کړل.

۳ خو د جبعون خلکو چې حویان وو، واورېدل چې یوشع په اریحا او عای باندې څه کړي وو ۴ او هغوی د یوشع د غولولو پرېکړه وکړه. هغوی لاړل او یو څه خواړه یې راواخیستل او په زړو بوجیو او ګنډل شویو د شرابو مشکونه یې په خپلو خرو بار کړل. ۵ هغو خلکو زړې او ګنډل شوې څپلۍ او زاړه کالي واغوستل. کومه ډوډۍ چې هغوی د ځان سره اخیستې وه هغه وچه او چڼاسکو وهلې وه. ۶ بیا هغوی یوشع ته هغه کمپ ته ورغلل چې په جلجال کې ؤ او هغه او اسراییلیانو ته یې وویل: «مونږ د یو لېرې هېواد څخه راغلي یو، ستاسو څخه غواړو چې زمونږ سره د سولې تړون وکړئ.» ۷ خو اسراییلیانو وویل: «مونږ څنګه پوه شو چې تاسو زمونږ سره نژدې نه اوسېږئ؟ که چېرې نژدې اوسېږئ، نو بیا مونږ نه شو کولای چې ستاسو سره تړون وکړو.» ۸ هغوی یوشع ته وویل: «مونږ ستا غلامان یو.» یوشع پوښتنه وکړه: «تاسو څوک یئ او د کوم ځای څخه راغلي یئ؟» ۹ هغوی په ځواب کې وویل: «ښاغلیه، مونږ د یو ډېر لېرې هېواد څخه راغلي یو، ځکه چې مونږ ستاسو د څښتن خدای د شهرت په اړه اورېدلي دي. مونږ د هغو ټولو کارونو څخه خبر یو چې هغه په مصر کې کړي دي ۱۰ او هرڅه چې هغه د اردن د سیند په ختیځ کې د اموریانو په دوو پاچاهانو باندې وکړل یعنې د حشبون په پاچا سیحون او د باشان په پاچا عوج چې په عشتاروت کې اوسېده. ۱۱ زمونږ مشرانو او هغو ټولو خلکو چې زمونږ په هېواد کې اوسیږي مونږ ته وویل چې د خپل سفر دپاره له ځان سره د خوړلو او څښلو دپاره یو څه یوسو، لاړ شو د اسراییلیانو سره ووینو او ورته ووایو چې مونږ ستاسو غلامان یو، زمونږ سره یو تړون وکړئ. ۱۲ زمونږ ډوډۍ ته وګورئ. کله چې مونږ د کور څخه راروان شو هغه توده وه. خو اوس وګورئ! هغه وچه شوې او چڼاسکو وهلې ده. ۱۳ کله چې مونږ د شرابو دا مشکونه ډک کړل، هغه نوي وو. خو وګورئ! هغه شلېدلي دي. د دې اوږد سفر له امله زمونږ کالي او څپلۍ زړې شوې دي.» ۱۴ اسراییلیانو د هغوی یو څه ډوډۍ قبوله کړه، خو په دې هکله یې د څښتن سره مشوره ونه کړه. ۱۵ یوشع د جبعون د خلکو سره د دوستۍ تړون وکړ او هغوی یې ژوندي پرېښودل. د اسراییلو مشرانو قسم وخوړ چې په دې تړون باندې به عمل کوي.

۱۶ د جبعونیانو سره د تړون د کولو څخه درې ورځې وروسته اسراییلیانو واورېدل چې دا ګاونډیان دي او د هغوی سره نژدې اوسیږي. ۱۷ نو اسراییلیان روان شول او په درېمه ورځ هغو ښارونو ته ورسېدل چې دا خلک په کې اوسېدل یعنې جبعون، کفیره، بیروت او قریت یعاریم ته. ۱۸ خو اسراییلیانو نه شو کولای چې هغوی ووژني، ځکه چې د هغوی مشرانو د جبعونیانو سره د اسراییلو د څښتن خدای په نوم قسم خوړلی ؤ. ټول قوم د مشرانو څخه ګیله وکړه، ۱۹ خو هغوی په ځواب کې وویل: «مونږ د هغوی سره د اسراییلو د څښتن خدای په نوم قسم خوړلی دی. اوس هغوی ته زیان نه شو رسولی. ۲۰ مونږ باید د خپلې وعدې په خاطر هغوی ژوندي پرېږدو. که داسې ونه کړو، نو خدای به مونږ ته سزا راکړي. ۲۱ هغوی ژوندي پرېږدئ، خو هغوی باید زمونږ دپاره لرګي مات کړي او اوبه راوړي.» دا د مشرانو وړاندیز ؤ.

۲۲ بیا یوشع د جبعون خلک راوغوښتل او هغوی ته یې وویل: «تاسو ولې مونږ وغولولو او داسې مو وویل چې مونږ د لېرې ځای څخه یو، حال دا چې زمونږ سره نژدې اوسېږئ؟ ۲۳ په دې خاطر چې تاسو داسې کار وکړ، نو اوس په تاسو باندې لعنت ویل شوی دی. ستاسو خلک به تل ترتله غلامان وي او زما د خدای کور ته به لرګي ماتوي او اوبه به راوړي.» ۲۴ هغوی په ځواب کې وویل: «ښاغلیه، مونږ خبر شو چې دا رښتیا وه چې ستا څښتن خدای خپل خدمتګار موسی ته حکم کړی ؤ چې تاته به دا ټوله ځمکه درکړي او کوم خلک چې په کې اوسیږي هغوی به ستا له مخې څخه ورک کړي. نو مونږ ځکه داسې کار وکړ چې ستاسو څخه سخت وېرېدلو چې مونږ به ووژنئ. ۲۵ اوس مونږ ستا په لاس کې یو. هرڅه چې تاته ښه او مناسب ښکاري زمونږ سره یې وکړه.» ۲۶ نو یوشع هغوی د اسراییلیانو څخه وژغورل او هغوی جبعونیان ونه وژل. ۲۷ خو په هماغه ورځ یوشع هغوی غلامان کړل چې د اسراییلو خلکو او د څښتن د قربانۍ ځای دپاره لرګي مات کړي او اوبه ورته راوړي. تر نن ورځې پورې هغوی په هغه ځای کې چې څښتن د خپل عبادت دپاره غوره کړی دی همدا کار کوي.