کپی رایت ۲۰۲۵ - ۲۰۱۵ افغانی بائبل. تمامی حقوق محفوظ است
۱ یفتاح یو زړور عسکر ؤ چې د جلعاد څخه ؤ. د هغه د پلار نوم جلعاد ؤ او مور یې بدلمنه وه. ۲ جلعاد د خپلې نکاح کړې ښځې څخه نور زامن هم درلودل. کله چې هغوی لوی شول، نو یفتاح یې د کور څخه وویست او ورته ویې ویل: «ته به زمونږ په کورنۍ کې میراث تر لاسه نه کړې، ځکه چې ته د بلې ښځې زوی یې.» ۳ نو یفتاح د خپلو ورونو څخه وتښتېد او د طوب په خاوره کې اوسېده او هلته د هغه په شاوخوا خوشې او بېکاره خلک راټول شول او په هغه پسې شول.
۴ څه موده وروسته عمونیانو د اسراییلو سره جنګ پیل کړ. ۵ نو د جلعاد مشران لاړل چې یفتاح د طوب د خاورې څخه راولي. ۶ هغوی هغه ته وویل: «راشه او زمونږ قوماندان شه، ترڅو مونږ وکولای شو د عمونیانو سره جګړه وکړو.» ۷ خو یفتاح په ځواب کې وویل: «تاسو زما څخه دومره کرکه کوله چې زه مو د خپل پلار د کور پرېښودلو ته مجبور کړم. اوس چې په تاسو باندې تکلیف راغلی دی، نو ماته راغلئ؟» ۸ مشرانو وویل: «خو مونږ اوس ستا څخه غواړو چې بېرته راشې. که چېرې د عمونیانو سره په جنګ کې زمونږ مشري وکړې، نو مونږ به تا د جلعاد د ټولو خلکو مشر کړو.» ۹ یفتاح په ځواب کې وویل: «که چېرې تاسو ما د عمونیانو سره د جګړې دپاره بوځئ او څښتن هغوی ماته په لاس راکړي، ایا زه به په رښتیا ستاسو مشر شم؟» ۱۰ د جلعاد مشرانو یفتاح ته په ځواب کې وویل: «څښتن به زمونږ ترمنځ شاهد وي. مونږ وعده کوو څه چې ته وایې هماغسې به کوو.» ۱۱ نو یفتاح د جلعاد د مشرانو سره لاړ او خلکو هغه خپل مشر او قوماندان وټاکه. کومې خبرې چې یفتاح مشرانو ته کړې وې، هغه یې په مصفه کې د څښتن په حضور کې تکرار کړلې.
۱۲ بیا یفتاح د عمون پاچا ته استازي ورولېږل چې هغه ته ووایي: «ته زمونږ سره څه دښمني لرې؟ تا ولې زمونږ په هېواد باندې حمله کړې ده؟» ۱۳ د عمون پاچا د یفتاح استازو ته په ځواب کې وویل: «کله چې اسراییلیان د مصر څخه ووتل، هغوی زما ځمکه د ارنون د سیند څخه نیولې د یبوق او د اردن د سیندونو پورې ونیوله. اوس په سوله اییز ډول هغه ماته بېرته راکړه.» ۱۴ یفتاح بېرته د عمون پاچا ته استازي ورولېږل ۱۵ چې هغه ته ووایي: «دا خبره رښتیا نه ده چې اسراییلو د موآبیانو او عمونیانو ځمکه نیولې وه. ۱۶ بلکې کله چې اسراییلیان د مصر څخه ووتل، هغوی د دښتې په لاره باندې سرې بحیرې ته او بیا قادش ته لاړل. ۱۷ بیا هغوی د ادوم پاچا ته استازي ولېږل چې د هغه څخه د هغه د هېواد څخه د تېرېدلو دپاره اجازه واخلي، خو د ادوم پاچا هغوی ته اجازه ورنه کړه. هغوی د موآب د پاچا څخه هم دا غوښتنه وکړه، خو هغه هم اجازه ورنه کړه چې د هغوی په هېواد باندې تېر شي. نو اسراییلیان په قادش کې پاتې شول.
۱۸ بیا هغوی د دښتې په لاره لاړل او د ادوم او د موآب په هېوادونو باندې راتاو شول او د موآب ختیځ خواته راغلل. د ارنون د سیند په بله غاړه باندې یې خېمې ودرولې، خو د ارنون د سیند څخه تېر نه شول، ځکه چې هغه د موآب سرحد ؤ. ۱۹ بیا اسراییلیانو سیحون د اموریانو پاچا ته چې پایتخت یې په حشبون کې ؤ، استازي ولېږل او د هغه څخه یې اجازه وغوښتله چې د هغوی د خاورې په لاره باندې خپل هېواد ته لاړ شي. ۲۰ خو سیحون په اسراییلیانو باندې اعتبار ونه کړ چې د هغه د سیمې له لارې تېر شي. هغه خپل ټول کسان راټول کړل او په یاهص کې یې خېمې ودرولې او په اسراییلیانو باندې یې حمله وکړه. ۲۱ خو د اسراییلو څښتن خدای اسراییلیان په سیحون او د هغه په لښکر باندې بریالي کړل. نو اسراییلیانو د هغو اموریانو ټوله سیمه چې هغوی په کې اوسېدل، ونیوله. ۲۲ هغوی د اموریانو ټوله سیمه د ارنون د سیند څخه د یبوق تر سیند پورې او د دښتې څخه د اردن تر سیند پورې ونیوله. ۲۳ نو دا د اسراییلو څښتن خدای ؤ چې د خپل قوم یعنې اسراییلو په خاطر یې اموریان وشړل. ایا تاسو د دې هڅه کوئ چې هغه بېرته واخلئ؟ ۲۴ هرڅه چې تاسو ته ستاسو خدای کموش درکړي دي، هغه تاسو خپلو ځانونو ته وساتئ، خو هرڅه چې زمونږ څښتن خدای مونږ ته راکړي دي، هغه به مونږ خپلو ځانونو ته وساتو. ۲۵ ایا ته د صفور د زوی بالاق څخه چې د موآب پاچا ؤ، ډېر ښه یې؟ ایا هغه کله د اسراییلو سره کومه دعوه کړې ده، یا یې د هغوی سره جګړه کړې ده؟ ۲۶ درې سوه کاله کیږي چې اسراییلیان په حشبون، عروعیر او د هغو شاوخوا کلیو او هغو ټولو ښارګوټو کې چې د ارنون د سیند په غاړه پراته دي، اوسیږي. تاسو په هغه وخت کې ولې هغه بېرته ونه نیول؟ ۲۷ ما ستا سره څه بدي نه ده کړې، بلکې ته زما سره بدي کوې او راغلی یې چې جګړه راسره وکړې. څښتن چې قاضي دی، پرېږده چې هغه نن د اسراییلیانو او عمونیانو ترمنځ پرېکړه وکړي چې زمونږ څخه کوم یو په حقه دی، اسراییل یا عمون.» ۲۸ خو د عمون پاچا د یفتاح پیغام ته هېڅ پام ونه کړ.
۲۹ بیا په یفتاح باندې د څښتن روح نازل شو. څنګه چې هغه د جلعاد او منسي څخه تېر شو، یو لښکر یې تیار کړ او د جلعاد مصفې ته راستون شو او د هغه ځای څخه عمون ته لاړ. ۳۰ یفتاح د څښتن سره قسم وخوړ او ویې ویل: «که چېرې عمونیان ماته په لاس راکړې، ۳۱ نو کله چې زه په بریالیتوب سره راستون شم، نو لومړنی کس چې زما د کور څخه به زما لیدلو ته راووځي، هغه به د څښتن وي او زه به هغه د سوځېدونکې نذارنې په توګه قرباني کړم.» ۳۲ نو یفتاح د سیند څخه تېر شو او د عمونیانو سره یې جګړه وکړه او څښتن هغه ته بری ورکړ. ۳۳ هغه د عروعیر څخه د منیت د شاوخوا سیمې پورې او د ابیل کرامیم پورې شل ښارګوټي له منځه یووړل. په هغه ځای کې زیاته وژنه وشوه او عمونیانو د اسراییلو له خوا ماتې وخوړله.
۳۴ کله چې یفتاح خپل کور ته چې په مصفه کې ؤ راستون شو، هغه کس چې د هغه مخې ته ورغی د هغه لور وه، هغې نڅا کوله او چمبه یې وهله. دا د هغه یوازېنی اولاد ؤ. له هغې پرته هغه نه زوی درلود او نه لور. ۳۵ کله چې هغه خپله لور ولیدله، نو د غمه یې خپل کالي وشکول او چیغې یې کړې: «ای زما لورې! تا زما زړه مات کړ! ولې دې زه ودردولم؟ ما څښتن ته نذر منلی دی او زه نه شم کولای چې د هغه څخه وګرځم.»
۳۶ هغې ورته وویل: «که چېرې تا د څښتن سره وعده کړې وي، نو څنګه چې دې ویلي دي هماغسې کار راسره وکړه، ځکه چې څښتن ستا د دښمنانو یعنې عمونیانو څخه ستا بدله واخیستله.» ۳۷ خو هغې د خپل پلار څخه دا غوښتنه وکړه: «زما دپاره یو کار وکړه. ما د دوو میاشتو دپاره پرېږده چې د خپلو ملګرو سره په غرونو کې وګرځم او هلته ویر وکړم، ځکه چې زه به په پېغلتوب کې مړه شم.»
۳۸ هغه وویل: «لاړه شه» او هغه یې پرېښودله چې د دوو میاشتو دپاره لاړه شي. هغه د نجونو سره غرونو ته لاړه او ویې ژړل، ځکه چې هغه به ناواده شوې او بې اولاده مړه شي. ۳۹ دوه میاشتې وروسته هغه بېرته خپل پلار ته راغله او د هغې پلار چې څښتن ته کوم نذر منلی ؤ هغه یې پوره کړ او هغه پېغله وه چې مړه شوه.
له دې وروسته دا په اسراییلو کې یو رواج شو ۴۰ چې هر کال به د اسراییلو پېغلې د څلورو ورځو دپاره وتلې او د جلعادي یفتاح د لور دپاره به یې ویر کاوه.