کپی رایت ۲۰۲۶ - ۲۰۱۵ افغانی بائبل. تمامی حقوق محفوظ است
د قاضیانو کتاب
اوولسم فصل
د میکاه بتان
۱ د افرایم په غرنۍ سیمه کې یو سړی چې نوم یې میکاه ؤ، اوسېده. ۲ یوه ورځ هغه خپلې مور ته وویل: «ایا هغه یوولس سوه د سپینو زرو ټوټې دې په یاد دي چې ستا څخه غلا شوې وې؟ کله چې تا هغه کس ته چې هغه یې پټې کړې وې ښېرې وکړلې زه په هغه ځای کې وم. دا کار ما کړی ؤ.» مور یې وویل: «زویه څرنګه چې تا اقرار وکړ، نو څښتن دې تا ته برکت درکړي!» ۳ هغه سپین زر بېرته خپلې مور ته ورکړل او هغې وویل: «زه دا سپین زر د خپل زوی له خوا څښتن ته وقف کوم. د دې څخه به د لرګي د بت په جوړولو کې چې د سپینو زرو پوښ به ورته ورکړل شي، کار واخیستل شي. نو زه به دا سپین زر بېرته تا ته درکړم.» ۴ خو هغه دا سپین زر بېرته خپلې مور ته ورکړل. هغې دوه سوه د سپینو زرو ټوټې واخیستلې او یو زرګر ته یې ورکړلې او هغه د لرګي یو بت جوړ کړ او د سپینو زرو پوښ یې ورته ورکړ. بیا یې هغه د میکاه په کور کې کېښود.
۵ میکاه بتخانه درلودله. هغه یو څو بتان او یو سپېڅلی پېشبند جوړ کړ او د خپلو زامنو څخه یې یو تن د خپل کاهن په توګه وټاکه. ۶ په هغې زمانه کې اسراییلو پاچا نه درلود، نو هرچا به هغه کارونه کول چې زړه یې غوښتل.
۷ په دې وخت کې هلته یو ځوان لاوي ؤ چې د یهودا د بیتلحم په ښار کې اوسېده. ۸ هغه د بیتلحم څخه لاړ چې د اوسېدلو دپاره کوم بل ځای پیدا کړي. هغه په لاره کې د میکاه کور ته راغی چې د افرایم په غرنۍ سیمه کې ؤ. ۹ میکاه د هغه څخه پوښتنه وکړه: «ته د کوم ځای څخه راغلی یې؟» هغه په ځواب کې وویل: «زه لاوي یم او په یهودا کې د بیتلحم څخه یم. د اوسېدلو دپاره ځای لټوم.» ۱۰ میکاه وویل: «زما سره واوسېږه او زما مشاور او کاهن شه. زه به تا ته په کال کې لس د سپینو زرو ټوټې، یو څه کالي او ډوډۍ درکوم.» ۱۱-۱۲ نو هغه ځوان لاوي په دې راضي شو چې د میکاه سره واوسیږي او میکاه هغه د کاهن په توګه وټاکه. هغه د میکاه په کور کې اوسېده او میکاه د هغه سره لکه د خپلو زامنو په شان چلند کاوه. ۱۳ میکاه وویل: «اوس زه پوهېږم چې څښتن به راته برکت راکړي، ځکه چې دغه لاوي زما کاهن دی.»