۰:۰۰ / ۰:۰۰

د قاضيانو کِتاب

شلم باب

د بنى اِسرائيلو جنګ دپاره تيارے کول

۱ بيا په شمال کښې د دان نه واخله په جنوب کښې تر بيرسبع پورې، هم داسې نمرخاتۀ طرف ته د جِلعاد د مُلک ټول بنى اِسرائيل راووتل. قوم د يو تن په شان په مصفاه کښې د مالِک خُدائ په حضور کښې راغونډ شو. ۲ د بنى اِسرائيلو د ټولو قبيلو مشران د خُدائ پاک د خلقو په دې غونډه کښې حاضر وُو او هلته څلور لاکه فوجيان د تُورو سره ولاړ وُو. ۳ په دې دوران کښې د بنيامين خلق خبر شول چې نور ټول بنى اِسرائيل په مصفاه کښې راغونډ شوى دى. بنى اِسرائيلو تپوس وکړو، ”مونږ ته ووايئ چې دا جرم څنګه شوے دے؟“ ۴ د کوم ليوى چې وينځه وژلے شوې وه هغۀ جواب ورکړو، ”زۀ او زما بله ښځه د بنيامين په علاقه کښې جبعه ته د شپې تېرولو دپاره لاړُو. ۵ د جبعې سړى په ما باندې د حملې کولو دپاره راغلل او د کور نه يې ګېره واچوله. د هغوئ اراده زما قتلول وُو، خو هغوئ زما د وينځې سره دومره غلط کار وکړو چې مړه شوه. ۶ ما د هغې لاش يوړو، ټوټې ټوټې مې کړو او يوه يوه ټوټه مې د بنى اِسرائيلو دولسو قبيلو ته ولېږله. دې خلقو په مونږ کښې سپک او شرمناک کار کړے دے. ۷ تاسو ټول بنى اِسرائيل دلته يئ. نو تاسو فېصله وکړئ چې مونږ له څۀ کول په کار دى.“ ۸ ټول خلق يو ځائ پاڅېدل او وې وئيل، ”په مونږ کښې به يو کس هم واپس نۀ ځى کۀ هغه په خېمه کښې اوسيږى او کۀ په کور کښې. ۹ مونږ به داسې کار وکړُو چې پچه به واچوو او څۀ سړى به خوښ کړُو چې په جبعه باندې حمله وکړى. ۱۰ د بنى اِسرائيلو لسمه برخه سړى به لښکر له خوراک رسوى او نور به لاړ شى چې د جبعې نه د دې بې‌شرمه کار بدل واخلى چې هغوئ د بنى اِسرائيل په مُلک کښې کړے دے.“ ۱۱ نو د بنى اِسرائيلو ټول سړى د دې يو مقصد دپاره راغونډ شول چې په ښار حمله وکړى. ۱۲ د بنى اِسرائيلو قبيلو د بنيامين ټولې علاقې ته پېغام وړُونکى ولېږل چې ووائى، ”دا څومره سخت جرم دے چې ستاسو په مُلک کښې شوے دے. ۱۳ نو د جبعه دا بدکاره کسان مونږ ته حواله کړئ، چې مونږ يې ووژنو او دا بد عمل د بنى اِسرائيلو نه لرې کړُو.“ خو د بنيامين خلقو خپلو خلقو يعنې بنى اِسرائيلو ته غوږ ونۀ نيولو. ۱۴ هغوئ د بنيامين د ټولو ښارونو نه جبعې ته راغلل چې د نورو بنى اِسرائيلو سره جنګ وکړى. ۱۵‏-۱۶ هغوئ په هغه ورځ باندې د خپلو ښارونو نه شپږويشت زره وسله بند فوجيان راوغوښتل. د دې نه علاوه، د جبعې اوسېدونکو اووۀ سوه خاص خوښ شوى کسان هم راغونډ کړل کوم چې ګس مټى وُو. هر يو کس د ليندې په کاڼى باندې يو وېښتۀ ويشتلے شو او هيڅکله ترې نه نۀ خطا کېدو. ۱۷ د بنيامين د خلقو نه بغېر نورو بنى اِسرائيلى قبيلو څلور لاکه وسله بند فوجيان راغونډ کړل چې کوم ټول تکړه فوجيان وُو.

د بنيامين قبيلې خِلاف جنګ

۱۸ بنى اِسرائيل په بيت‌ايل کښې د عبادت ځائ ته لاړل، هلته هغوئ د خُدائ پاک نه تپوس وکړو، ”کومې يوې قبيلې له اول په کار دى چې په بنيامينيانو باندې حمله وکړى؟“ مالِک خُدائ ورته وفرمائيل، ”د يهوداه قبيله.“ ۱۹ نو په ورپسې سحر بنى اِسرائيل روان شول او د جبعې ښار ته نزدې يې خېمې ولګولې. ۲۰ هغوئ د بنيامين په لښکر باندې حملې کولو له لاړل او ښار ته مخامخ يې د جنګ دپاره د فوجيانو قطارونه جوړ کړل. ۲۱ د بنيامين لښکر د ښار نه بهر راووتلو او د ورځې ختمېدو نه مخکښې هغوئ دوويشت زره بنى اِسرائيلى فوجيان وژلى وُو. ۲۲‏-۲۳ نو بنى اِسرائيليان د عبادت ځائ ته لاړل او تر ماښامه پورې يې د مالِک خُدائ په حضور کښې د غم ژړا وکړه. هغوئ د هغۀ نه تپوس وکړو، ”مونږ له په کار دى څۀ چې مونږ بيا د خپلو وروڼو بنيامينيانو خِلاف جنګ له لاړ شُو؟“ مالِک خُدائ ورته وفرمائيل، ”آو.“ نو بنى اِسرائيليان زړَور شول او د جنګ دپاره يې هم هغه شان قطارونه جوړ کړل لکه څنګه يې چې په مخکښې ورځ باندې جوړ کړى وُو. ۲۴ هغوئ په دوېم ځل د بنيامين د لښکر خِلاف روان شول. ۲۵ بنيامينيان په دوېم ځل د جبعې نه راووتل او په دې ځل هغوئ اتلس زره وسله بند بنى اِسرائيلى فوجيان ووژل. ۲۶ نو ټول بنى اِسرائيل بيت‌ايل ته لاړل او د غم ژړا يې وکړه. هغوئ هلته د مالِک خُدائ په حضور کښې کښېناستل او تر ماښامه پورې يې خوراک نۀ کولو. هغوئ د سلامتۍ نذرانې او څۀ سوزېدونکې نذرانې مالِک خُدائ ته پېش کړې. ۲۷‏-۲۸ د مالِک خُدائ د لوظ صندوق په هغه ورځو کښې په بيت‌ايل کښې وو او د هارون نمسے، د اِلى‌عزر زوئ فينحاس د دې مشر وو. خلقو مالِک خُدائ ته ووئيل، ”مونږ له په کار دى چې د خپلو وروڼو بنيامينيانو سره بيا جنګ له لاړ شُو او کۀ نه؟“ مالِک خُدائ ورته وفرمائيل، ”جنګ وکړئ. زۀ به سبا په هغوئ باندې تاسو له فتح درکړم.“ ۲۹ نو بنى اِسرائيلو د جبعې نه ګېرچاپېره څۀ فوجيان په پټو ځايونو کښې کښېنول. ۳۰ نو په درېمه ورځ هغوئ د بنيامين د لښکر خِلاف روان شول او جبعه ته مخامخ يې د جنګ دپاره د فوجيانو صفونه جوړ کړل، لکه څنګه چې يې مخکښې جوړ کړى وُو. ۳۱ بنيامينيان د جنګ دپاره راووتل او د ښار نه لرې بوتلے شول. هغوئ د مخکښې په شان په کولاو مېدان کښې د بيت‌ايل په لاره او د جبعې په لاره د څۀ بنى اِسرائيلو وژل شروع کړل او تقريباً دېرش بنى اِسرائيليان يې ووژل. ۳۲ بنيامينيانو ووئيل، ”مونږ هغوئ له هم هغه شان شکست ورکړو چې څنګه مو مخکښې ورکړے وو.“ خو بنى اِسرائيلو منصوبه جوړه کړې وه چې هغوئ وباسى او په سړکونو باندې يې د ښار نه لرې بوځى. ۳۳ نو کله چې د بنى اِسرائيلو غټ لښکر بعل تمر ته ورسېدو نو صفونه يې جوړ کړل. بيا سړى د نمرپرېواتۀ طرف د جبعه ښار ګېرچاپېره د پټو ځايونو نه د جنګ دپاره راووتل. ۳۴ د بنى اِسرائيلو لسو زرو تکړه فوجيانو په جبعه حمله وکړه او دا سخت جنګ وو. بنيامينيانو ته پته نۀ وه چې د هغوئ تباهى رانزدې ده. ۳۵ مالِک خُدائ بنى اِسرائيلو له د بنيامين په لښکر باندې فتح ورکړه. بنى اِسرائيلو په هغه ورځ باندې پينځويشت زره او سل دشمنان ووژل چا چې تُورې راويستلې وې، ۳۶ او بنيامينيانو ته پته ولګېده چې هغوئ شکست وخوړو.

بنى اِسرائيلو څنګه فتح وموندله

د بنى اِسرائيلو اصلى لښکر د بنيامينيانو نه راواپس شوے وو ځکه چې هغوئ په هغه سړو باندې اعتبار کولو چې هغوئ د جبعې نه ګېرچاپېره په پټو ځايونو کښې کښېنولى وُو. ۳۷ دا سړى په منډه منډه جبعې ته لاړل، هغوئ په ښار کښې خوارۀ شول او هلته يې هر يو کس ووژلو. ۳۸ د بنى اِسرائيلو اصلى لښکر او په پټو ځايونو کښې سړو يوه نښه مقرره کړې وه. کله به چې هغوئ د لوګى يوه لويه وريځ وليده چې د ښار نه ختله، ۳۹ نو د جنګ د مېدان بنى اِسرائيليان به راوګرځېدل. تر هغه وخت پورې بنيامينيانو هغه دېرش بنى اِسرائيليان وژلى وُو. او هغوئ د خپل ځان سره ووئيل، ”بې‌شکه چې مونږ د مخکښېنى جنګ په شان هغوئ له شکست ورکړو.“ ۴۰ بيا نښه څرګنده شوه، د ټول ښار نه د لوګى د وريځې ختل شروع شول. چې بنيامينيانو په ځان پسې وروستو وکتل نو حېران شول چې د ټول ښار نه لمبې ختلې. ۴۱ نو بنى اِسرائيليان راوګرځېدل او بنيامينيان په وارخطايۍ آخته شوى وُو ځکه چې هغوئ ته پته ولګېده چې د هغوئ تباهى رانزدې ده. ۴۲ هغوئ د بنى اِسرائيلو نه په شا لاړل او کولاو مېدان ته يې منډه کړه، خو هغوئ تښتېدے نۀ شول. هغوئ د اصلى لښکر او د هغه سړو په مينځ کښې ونيولے شول کوم چې اوس د ښار نه راوتل او هغوئ تباه شول. ۴۳ بنى اِسرائيلو دشمنان ګېر کړل او بغېر د رکاوټ نه هغوئ د جبعه نمرخاتۀ طرف ته يو ځائ پورې ورپسې وُو او د تګ په دوران يې هغوئ وژل. ۴۴ د بنيامينيانو اتلس زره ښۀ فوجيان ووژلے شول. ۴۵ هغه نور راوګرځېدل او د کولاو مېدان په طرف د رِمون ګټ ته وتښتېدل. د هغوئ نه پينځۀ زره سړى په لاره کښې ووژلے شول. بنى اِسرائيل په هغه نورو پسې جِدوم ته روان وُو او دوه زره يې ووژل. ۴۶ په هغه ورځ باندې ټول پينځويشت زره بنيامينيان ووژلے شول چې ټول تکړه فوجيان وُو. ۴۷ خو شپږ سوه سړى صحرا ته وتښتېدل او چې د رِمون ګټ ته ورسېدل نو هلته څلور مياشتې پاتې شول. ۴۸ بنى اِسرائيليان هغه پاتې شوو بنيامينيانو پسې راواپس شول او ټول سړى، ښځې، ماشومان او داسې ځناور يې هم ووژل. هغوئ په هغه علاقه کښې هر يو ښار وسوزولو.