۰:۰۰ / ۰:۰۰
فصل بعدی

د قاضيانو کِتاب

يويشتم باب

د بنيامين قبيلې دپاره ښځې

۱ کله چې بنى اِسرائيليان په مصفاه کښې راغونډ شوى وُو، نو هغوئ د مالِک خُدائ سره دا پوخ لوظ کړے وو چې، ”زمونږ يو کس به هم يو بنيامينى له خپله لور نۀ ورکوى.“ ۲ نو اوس د بنى اِسرائيلو خلق بيت‌ايل ته لاړل او هلته تر ماښامه پورې د خُدائ پاک په حضور کښې ناست وُو. هغوئ په چغو چغو او د ډېر فرياد سره ژړا وکړه، ۳ ”اے مالِکه خُدايه، د بنى اِسرائيلو خُدايه پاکه، داسې ولې وشول؟ د بنيامين قبيله ولې د بنى اِسرائيلو نه ورکيږى؟“ ۴ بل سحر وختى خلقو هلته يو قربان‌ګاه جوړه کړه او د سلامتۍ نذرانې او سوزېدونکې نذرانې يې پېش کړې. ۵ هغوئ تپوس وکړو، ”د بنى اِسرائيلو د ټولو قبيلو نه داسې يوه قبيله شته چې په مصفاه کښې د مالِک خُدائ په حضور کښې غونډې له نۀ وى تلې؟“ هغوئ پوخ قسم کړے وو چې هر څوک مصفاه له نۀ وى تلے نو هغه به وژلے شى. ۶ بنى اِسرائيل په خپلو وروڼو بنيامينيانو باندې خفه وُو او وې وئيل، ”نن د بنى اِسرائيلو نه يوه قبيله جدا شوه. ۷ مونږ څۀ وکړُو چې د بنيامين کوم سړى پاتې دى چې هغوئ له د ښځو بندوبست وکړُو؟ مونږ د مالِک خُدائ سره پوخ لوظ کړے دے چې مونږ به هغوئ له خپلې لوڼه نۀ ورکوو.“ ۸ کله چې هغوئ تپوس وکړو چې د بنى اِسرائيلو په قبيلو کښې کۀ داسې يوه قبيله وى چې هغه په مصفاه کښې غونډې ته نۀ وى تلې، نو هغوئ ته پته ولګېده چې د جِلعاد د يبيس يو کس هم هلته نۀ وو، ۹ کله چې د خلقو حاضرى اخستلے شوه نو د يبيس يو کس هم نۀ وو. ۱۰ نو غونډې خپل دولس زره تکړه سړى د دې حُکم سره ولېږل، ”لاړ شئ او په يبيس کښې سره د ښځو او ماشومانو هر يو کس ووژنئ. ۱۱ ټول نران ووژنئ او هغه ټولې ښځې هم ووژنئ چې د سړى سره څملاستلې وى.“ ۱۲ د يبيس په خلقو کښې هغوئ څلور سوه داسې پېغلې پېدا کړې چې د چا لاس هم ورته نۀ وُو رسېدلے، نو هغوئ يې په سيلا کښې کېمپ ته راوستلې، کوم چې د کنعان په مُلک کښې دے. ۱۳ بيا ټولې غونډې بنيامينيانو ته دا خبر ولېږلو کوم چې د رِمون ګټ سره وُو او د روغې دپاره جرګه يې ورولېږله. ۱۴ بنيامينيان واپس راغلل او نورو بنى اِسرائيلو هغوئ له د يبيس جينکۍ ورکړې کومې چې وژلے شوې نۀ وې خو دا د هغوئ دپاره کافى نۀ وې. ۱۵ خلق په بنيامينيانو باندې خفه وُو ځکه چې مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو د قبيلو اِتحاد مات کړے وو. ۱۶ نو د غونډې مشرانو ووئيل، ”د بنيامين په قبيله کښې نورې ښځې نشته، کوم سړى چې پاتې دى نو د هغوئ دپاره د ښځو بندوبست څنګه وکړُو؟ ۱۷ داسې دې بېخى ونۀ شى چې د بنى اِسرائيلو د دولسو قبيلو نه يوه ختمه شى. مونږ له داسې څۀ طريقه لټول په کار دى چې د بنيامين قبيله ژوندۍ پاتې شى، ۱۸ خو مونږ دا اجازت نه شُو ورکولے چې زمونږ لوڼه وادۀ کړى، ځکه چې مونږ په هغه کس باندې لعنت وئيلے دے چې يو بنيامينى له اجازت ورکړى چې زمونږ د لوڼو نه يوه وادۀ کړى.“ ۱۹ بيا هغوئ ووئيل، ”په سيلا کښې د مالِک خُدائ کلنى مېله زر راروانه ده.“ د بيت‌ايل شمال او د لبونه جنوب طرف ته او د بيت‌ايل او شِکم په مينځ کښې چې کومه لار ده او نمرخاتۀ طرف ته سيلا دے. ۲۰ هغوئ بنيامينيانو ته ووئيل، ”لاړ شئ او د انګورو په باغونو کښې پټ شئ ۲۱ او وګورئ، کله چې په مېله کښې د سيلا جينکۍ ګډېدو له راوځى نو تاسو د انګورو باغونو نه راوځئ. نو تاسو هر يو کس يوه يوه ښځه د هغوئ نه په زور راونيسئ او د بنيامين علاقې ته يې د ځان سره بوځئ. ۲۲ کۀ د هغوئ پلاران يا وروڼه مونږ له راشى او اِعتراض وکړى، نو مونږ به ورته ووايو چې د هغوئ سره ښېګړه وکړئ او هغوئ دې ستاسو لوڼه د ځان دپاره وساتى، ځکه چې مونږ ته په جنګ کښې د ټولو سړو دپاره ښځې نۀ دى مِلاو شوې. او چې تاسو خپلې لوڼه هغوئ له نۀ دى ورکړې نو په دې وجه تاسو ګناهګار نۀ يئ.“ ۲۳ بنيامينيانو هم داسې وکړل، د هغوئ هر يو کس د هغه ښځو نه يوه يوه ښځه خوښه کړه کومې چې په سيلا کښې ګډېدې او بو يې تلې. بيا هغوئ واپس خپلې علاقې ته لاړل، خپل ښارونه يې دوباره جوړ کړل او هلته اوسېدل. ۲۴ هم په هغه وخت باقى بنى اِسرائيل روان شول او هر يو واپس خپلې قبيلې، خپل خاندان او خپل جائيداد له لاړو. ۲۵ په هغه وخت کښې د بنى اِسرائيلو بادشاه نۀ وو. هر چا هم هغه شان کار کولو چې څنګه يې خوښه وه.

فصل بعدی