فصل قبلی

د ارمیا مرثیه

لومړی فصل

د اورشلیم غمونه

۱ څنګه یو وخت ډک ؤ اورشلیم له خلکو

څنګه اوس دی خالي شوی هغه له خلکو

یو وخت نړۍ کې یې درلود عزت

اوس هغه دی لکه د کونډې په شان

هغه یو وخت ؤ د ملکې په شان

اوس شو هغه لکه د وینځې په شان

۲ ټوله شپه ژاړي هغه

اوښکې یې بهیږي په مخ

د پخوانیو ټولو عاشقانو نه یې

یو یې هم نه دی پاتې چې ورکړي تسلي

ملګرو یې وکړلو خیانت ورسره

او اوس یې ټول دي دښمنان

۳ د یهودا خلک دي د بې‌وسه غلامانو په شان

چې ویستل شوي د خپل وطن څخه په زوره

هغوی اوسیږي نورو قومونو منځ کې

او نه لري ځای د ارام دپاره

را‌ایسار شوي د دښمنانو له خوا

نه لري هغوی د تېښتې لاره

۴ خالي شوې د ماتم په خاطر هغه لارې چې صهیون خواته ځي

او په سپېڅلو ورځو کې هېڅوک نه ورځي هلته عبادت دپاره

کومو پېغلو چې سندرې به یې ویلې هلته دي اوس غمجنې هغوی

او کاهنان یوازې کاندي زګېروي

خالي ولاړې دروازې دي د ښار

او اخته دی په عذاب باندې صهیون

۵ کامیاب شوي دښمنان د هغې

هغه یې راوستله د خپل واک لاندې

ځکه څښتن ورکړې ده سزا هغې ته

د ټولو سرکښیو په خاطر

نیول شوي اولادونه د هغې

او یووړل شوي اسیرانو په توګه

۶ شان او شوکت د ګران اورشلیم دی تللی

نشته دی نور هغه شان او شوکت د هغه

د هغه مشران دي د هوسۍ په شان

هغوی نه مومي څړځای د خپل ځان دپاره

هغوی ورکړی خپل قوت له لاسه

او تښتېدلی نه شي د ښکاریانو څخه

۷ اورشلیم چې اوس پروت دی ویجاړ

او دي خلک یې سرګردانه

رایادوي خپل پخوانی شان او شوکت

کله چې ورغلل هغوی د خپل دښمن لاس ته

هېڅوک نه ؤ چې وکړي کومک ورسره

چا چې ورکړې وه اورشلیم ته ماتې

کوي خندا یې بربادۍ پورې

۸ اورشلیم ده کړې لویه ګناه

نو ناپاکه شوې هغه

کومو خلکو چې یې کاوه یو وخت عزت د هغې

اوس هغې ته ګوري په سپکه سترګه

ځکه لیدلی یې دی د هغې لوڅوالی

هغه کوي زګېروی

او پټوي خپل مخ له شرمه

۹ په ښکاره لیدل کېدله ناپاکي د هغې

خو فکر نه کاوه هغې د خپل پای په هکله

ډېر وېروونکی دی زوال د هغې

هېڅوک نشته چې ورکړي تسلي هغې ته

اورشلیم وایي ما سره مرسته وکړه ای څښتنه

ګوره چې زه څومره کړېږمه ماتې راکړې دښمنانو راته

۱۰ دي لوټ کړې دښمنانو

د اورشلیم خزانې

منع کړي وو څښتن پردي خلک

چې ورننوځي د هغه کور ته

خو ولیدل د اورشلیم خلکو

چې هغوی ورننوتل د څښتن کور ته

۱۱ کوي زګېروي د اورشلیم خلک

د یوې مړۍ ډوډۍ دپاره

اخلي دوی خواړه د خپل قیمتي شیانو په بدل کې

ترڅو ژوندي پاتې شي

ښار وهي چیغې چې ای څښتنه

ما ته وګوره چې څومره سپک شومه زه

۱۲ ای تاسو ټولو لارويو

ایا ارزښت نه ورکوئ زما حال ته

ووینئ او وګورئ

نه دی راغلی په هېچا کله هم داسې درد او غم

کوم چې راغلی په ما

داسې یو درد چې راوستلی دی څښتن په ما

د خپل قهر په وخت کې

۱۳ راولېږلو اور له اسمانه هغه

داسې اور چې زما د بدن په هډوکو کې شو بل

کېښودلو دام زما پښو ته هغه

او ویې نیوله زما د تللو مخه

خدای پرېښودمه زه

او یمه تل اخته په درد باندې

۱۴ وتړل شول په جغ کې ګناهونه زما

وکړ څښتن دا کار

هغه یې وتاړه زما په غاړه باندې

او زه یې کړم کمزورې

ورکړم څښتن زه خپل دښمن ته په لاس

او زه وم بې‌وسه د هغوی په وړاندې

۱۵ څښتن پرېښودل زما ټول زړور عسکر

هغه راولېږه لښکر چې کړي نابود زما ځوانان

هغه زما ګران د یهودا خلک کړل تر‌پښو لاندې

لکه انګور چې کري تر‌پښو لاندې څوک په خم کې

۱۶ نو ځکه ژاړمه زه

او اوښکې توییږي مې له سترګو څخه

نشته هېڅوک چې راکړي تسلي

داسې څوک نشته چې راکړي همت

بری موندلی دښمنانو په مونږ

او د ماشومانو مې نشته راتلونکی

۱۷ کومک دپاره اوږده کړي خپل لاسونه صهیون

خو هېڅوک نشته چې ورکړي تسلي هغه ته

څښتن راغوښتي دښمنان د اسراییلو

له هرې خوا څخه په ضد د هغه

هغوی کوي اورشلیم سره داسې چلند

لکه چې کوم ناپاکه شی وي هغه

۱۸ څښتن چې راکوي ما ته کومه سزا

نو دی په حقه هغه ځکه چې کړې ده

سرکښي ما د هغه په وړاندې

خو ما ته غوږ ونیسئ ای د نړۍ خلکو

وګورئ څومره سخت کړېږمه زه

پېغلې او ځوانان یې دي نیولي زما

او هغوی یې دي وړي په اسارت کې نور ملکونو ته

۱۹ ما کومک وغوښتلو خپلو عاشقانو څخه

خو هغوی وکړه دوکه ما سره

په ښار کې مړه پراته وو

کاهنان او مشران

هغوی خواړه لټول

د دې دپاره چې ژوندي پاتې شي

۲۰ ای څښتنه وګوره زما تکلیف ته

زما روح دی په عذاب کې

له غمه مات شوی دی زړه زما

د ډېرې سرکښۍ په سبب

د اورشلیم کوڅو کې وژني دښمنان خلک

او ژوندي نه پاتې کیږي په کورونو کې هم

۲۱ غوږ ونیسه زګېروي ته مې

خو نشته هېڅوک چې تسلي راکړي

کوم مصیبت چې راوستلی تا په ما باندې

په دې خوشحاله ټول دښمنان دي زما

راوله هغه ورځ چې وعده کړې ده تا

لکه څنګه چې کړېږمه همداسې وکړوه دښمنان زما

۲۲ ورکړه سزا دوی ته

په خاطر د خپلو بدو عملونو

لکه چې څنګه دې راکړله سزا زما د ګناهونو په خاطر

داسې سزا ورکړه هم هغوی ته

زیات دي زګېروي زما

نا‌ارامه شوی مې دی زړه

فصل قبلی