کپی رایت ۲۰۲۶ - ۲۰۱۵ افغانی بائبل. تمامی حقوق محفوظ است
د ارمیا مرثیه
دوهم فصل
د اورشلیم سزا او ورانېدل
۱ څنګه څښتن پټ کړی دی له قهره
ګران اورشلیم د تورو ورېځو لاندې
او غورځولی یې دی له اسمان نه په ځمکه باندې
شان او شوکت د هغه
په کومه ورځ چې ؤ په قهر هغه
نو پرېښوده هغه خپل کور چې شي تباه
۲ څښتن تباه کړ په اسراییلو کې
هر یو کلی په بېرحمۍ سره
هغه کړلې ورانې کلاګانې
چې یې ساتلو یهودا له دښمنانو څخه
هغه کړل بېعزته
پاچاهي او حاکمان د هغه
۳ له غضبه یې کړ ټوټې ټوټې
ټول قدرت د اسراییلو
کله چې وکړه حمله دښمن په اسراییلو باندې
هغه ونه کړلو کومک
په اسراییلو باندې شو په غضب هغه
د داسې اور په شان
چې یې برباد کړل هر څه
۴ لکه دښمن په شان یې مونږ
کړلو په نښه خپلو غشو باندې
هغه مړه کړل هغه خلک
چې وو ګران په مونږه
څښتن وښوده خپل قهر په اورشلیم باندې
چې بلېده لکه د اور په شان
۵ څښتن تباه کړ اسراییل
لکه د یو دښمن په شان
د هغې ماڼۍ او کلاګانې یې
بدلې کړلې په کنډوالو باندې
هغه زیاته کړه ژړا
او انګولا د یهودا د خلکو
۶ په هغه ځای کې
چې څښتن ته په کې عبادت کاوه مونږ
هغه یې کړ داسې ټوټې ټوټې
لکه یوه جونګړه چې راوغورځوي په باغ کې
هغه له منځه یووړل اخترونه او د سبت ورځې
هغه رد کړل د خپل قهر په زور پاچا او کاهنان
۷ څښتن وویل دا قربانګاه نه ده زما
او رد یې کړ خپل کور
هغه ورکړه اجازه دښمن ته
چې راوغورځوي یې دېوالونه
لکه څنګه چې مونږ عبادت په خوشحالۍ کولو
اوس وهي په کې د بري چیغې
۸ دا وه اراده د څښتن
چې وغورځوي د اورشلیم دېوال
څښتن جوړ کړ پلان په غور سره
چې اورشلیم باید بیخي شي وران
دننني او بیروني دېوالونه د هغه
پراته دي اوس د کنډوالو په شان
۹ خاورو ډېرۍ کې دي پرتې دروازې
او دي اړمونه یې ټوټې ټوټې
تېروي ژوند اشراف او پاچا جلاوطنۍ کې
ورکول کیږي نه نور تعلیم د شریعت
پیغمبران د څښتن له خوا
نه ویني نوره رویا
۱۰ د اورشلیم سپین ږیري
غلي ناست دي په ځمکه باندې
باد کړې یې دي خاورې خپلو سرونو باندې
او دي اغوستي هغوی د ویر کالي
د اورشلیم پېغلو له غمه
په ځمکه باندې ایښي خپل سرونه
۱۱ زما سترګې ستړې شوې په ژړا باندې
دی زما روح په عذاب کې
ستړی شوی یم له غمه
د خپل قوم د تباهۍ په خاطر
د ښار کوڅو کې
بېهوشه کیږي کوچنیان او واړه ماشومان
۱۲ وایي هغوی خپلو میندو ته
چې مونږه وږي یو او تږي
پراته دي هغوی په کوڅو کې
د زخمیانو په شان
غواړي شیدې هغوی خپلو میندو نه
او ورو ورو ورکوي ساه
۱۳ ای اورشلیمه، ای ګرانه اورشلیمه
زه تا ته څه ووایم
ای ګرانه صهیونه تا ته څنګه تسلي درکړمه
نه دی کړېدلی هېڅوک ستا په شان
داسې ژور دی ستا زخم لکه د بحر په شان
او هېڅوک نشته چې درکړي شفا
۱۴ ستا پیغمبرانو لیدلې باطلې رویاګانې
بل هېڅ ویلی نه شي غیر له دروغو څخه
خپلو وعظونو باندې یې غولولی یې ته
او نه یې ده ښودلې هغوی خپله ګناه تا ته
مجبوروي تا دې ته چې وکړې داسې فکر
چې درته نشته اړتیا د توبې
۱۵ خلک چې تېریږي د هغه ښار څخه
ورته ګوري په سپکه سترګه باندې
خوځوي خپل سرونه او وهي ملنډې
د اورشلیم په کنډوالو باندې او وایي داسې
ایا دا دی هغه ډېر ښکلی ښار چې خلک وایي
راوړي خوشحالي ټولې نړۍ ته؟
۱۶ ټول دښمنان وهي ملنډې په تا
او کوي له کرکې نه ډکې خبرې
چیچي خپل غاښونه هغوی
خاندي او وایي داسې
وو مونږه په تمه د داسې ورځې
په رښتیا اوس هغه ده راغلې
ګورئ څنګه مو کړل تباه هغوی
۱۷ څښتن چې کړې اراده وه د کوم کار دپاره
کړ یې ترسره هغه
لکه چې څنګه پرېکړه کړې وه د پخوا نه هغه
کړ یې نابود اورشلیم په بېرحمۍ سره
زمونږ دښمنانو ته یې ورکړ بری
خوشحال یې کړل هغوی زمونږ په ماتې باندې
۱۸ ای اورشلیمه ستا دېوالونه دې وژاړي
څښتن ته په لوړ اواز
لکه چې ژاړي خلک د غم په وخت کې
بهیږي دې اوښکې شپه او ورځ لکه د سیند په شان
خپل ځان ستومانه کړه په غم او په ژړا باندې
۱۹ څو څو ځلې د شپې پاڅېږه له خوبه
او د خپل زړه حال څښتن ته ووایه
لاسونه پورته کړه وکړه د زړه نه سوال هغه ته
چې وکړي رحم هغه ستا په ماشومانو باندې
کوم ماشومان چې مري
د لوږې نه هره کوڅه کې
۲۰ ای څښتنه، ګوره!
ولې مونږ ته راکوې داسې سزا؟
ولې ښځې خوري غوښې
د خپلو ګرانو بچو چې زېږولي دي دوی؟
ولې ستا په سپېڅلي کور کې
وژل کیږي کاهنان او پیغمبران؟
۲۱ مړه پراته دي
په کوڅو کې ځوانان او زاړه
پېغلې او ځوانان زما
دي وژل شوي د دښمن په تورو
په هغه ورځ چې ته په قهر وې
هغوی دې ووژل په بېرحمۍ سره
۲۲ تا دښمنان زما راوغوښتل لکه څنګه چې
راوبلل شي خلک مېلمستیا ته
چې وکړي حمله له هرې خوا په مونږ باندې
او څوک تښتېدلی او پاتی کېدلی نه شو
په هغه ورځ چې ته وې په قهر
هغوی مړه کړل ماشومان زما
کوم چې روزلي وو ما او ګران وو په ما