کپی رایت ۲۰۲۶ - ۲۰۱۵ افغانی بائبل. تمامی حقوق محفوظ است
د ارمیا مرثیه
څلورم فصل
د اورشلیم دردونه او کړاوونه
۱ څنګه زمونږ سرو زرو ورکړې ده خپله ځلا له لاسه
څنګه مو سوچه سرو زرو ورکړی خپل ارزښت له لاسه
د خدای د کور سپېڅلې او قیمتي تیږې دي پرتې
د هرې کوڅې په چوک کې خورې ورې
۲ قیمتي وو د صهیون خلک زمونږ دپاره
لکه سوچه سرو زرو په شان
خو ګڼل کیږي هغوی اوس لکه د خټینو لوښو په شان
چې جوړوي یې کلال
۳ سورلنډیانې هم ورکوي شیدې
خپلو بچیانو ته
خو زما خلک دي د دښتې شترمرغانو په شان
چې کوي ظلم خپلو بچیانو باندې
۴ د تي رودونکو بچیانو ژبې له تندې څخه
نښلي په تالو باندې
ماشومان کوي سوال د خوړو دپاره
خو څوک یې نه ورکوي
۵ کومو خلکو چې یو وخت به یې خوړل ښه خوراکونه
اوس په کوڅو کې مري له لوږې څخه
چا چې تېرولو په عیش او عشرت کې خپل ژوند
اوس په خزلو کې خواړه لټوي
۶ زما د قوم سزا ده زیاته
د سدوم له خلکو څخه
شو وران هغه یوې شېبې کې
دا د انسان په وس کې نه ؤ
۷ زمونږ مشران وو د واورې څخه زیات پاک او سوچه
د شیدو څخه هم زیات سپین وو هغوی
بدنونه یې وو سره او سپین لکه مرجانو په شان
او څېرې یې ځلېدلې لاجوردو په شان
۸ خو مخونه یې اوس تور دي د سکارو په شان
او نه پېژندل کیږي په کوڅو کې
دي نښتي د دوی پوستکي په هډوکو پورې
هغه دي وچ شوي لرګیو په شان
۹ څوک چې مړه شوي وو په جنګ کې
بهتر له هغو وو چې مړه شولو ورو ورو د لوږې څخه
ځکه چې د پټیو څخه یې
نه لرل خواړه چې پرې ژوندي پاتې شي
۱۰ په هغه وخت کې
چې مې ګران قوم مړ کېده له لوږې
زړهسوانده میندو
پخول خپل اولادونه د خوراک دپاره
۱۱ څښتن نازل کړلو
پوره قهر او غضب
او ویې لګولو په صهیون داسې اور
چې ویې سوځول بنیادونه ورته
۱۲ نه پاچاهانو د نړۍ
او نه د کوم قوم خلکو دا باور کولو
چې دښمنان به یې ورننوځي
د اورشلیم په دروازو باندې
۱۳ خو دا کار وشو ځکه چې وکړه ګناه پیغمبرانو
او کاهنان وو مجرم
چې تویه یې کړله وینه اورشلیم کې
د بېګناه خلکو
۱۴ ګرځېدل به پیغمبران او کاهنان
سرګردانه په کوڅو کې لکه ړندو په شان
داسې په وینو وو ککړ
چې چا به د هغوی کالیو ته لاس نه وروړ
۱۵ خلکو وهلې به چیغې لېرې شئ ای ناپاکه سړیو
مونږ ته مه راوړئ خپل لاس
نو ګرځېدل به فراري او سرګردانه
او تلل به د یو قوم نه بل قوم ته
خلکو ویل به ورته نور نه شئ پاتې کېدلی دلته
۱۶ څښتن په خپله کړل هغوی خواره واره
نور یې پروا نه لري
د کاهنانو نور عزت نه کېده
او هم د سپینږیرو درناوی نه کېده
۱۷ مونږ انتظار کولو
خو رانغلل هېڅوک کومک دپاره
مونږ وو منتظر داسې قوم ته کومک دپاره
چې ویې نه کړلو هېڅ مونږ سره
۱۸ په هر قدم کې مونږ دښمن څارلو
او په کوڅو کې ګرځېدلی نه شولو
زمونږ د ژوند ورځې رسېدلې وې پای ته
او رانژدې شوی ؤ مرګ زمونږه
۱۹ د عقاب نه تېز وو دښمنان زمونږه
چې تښتېدلو غرو ته نو تعقیبولو یې مونږه
که مونږ به پټ شولو په دښته کې
نو هلته به ناست وو په کمین کې مونږ ته
۲۰ هغوی د څښتن خوښ کړی پاچا ونیولو په دام کې
هغه څوک چې ؤ زمونږ د ژوند هیله
هغه چا باندې چې مونږ باور پرې درلود
چې ساتې به مونږ له پردي قوم څخه
۲۱ ای د ادوم او عوص خلکو
څومره چې کولای شئ هومره خندا او خوشحالي وکړئ
خو وڅښئ باید تاسو هم د هغه جام څخه
چې دی ډک د څښتن د قهر څخه
تاسو به نشه شئ لوڅ به کړئ خپل ځان او وبه شرمېږئ
۲۲ ای صهیونه ودې لیدله سزا د خپلې ګناه
جلاوطنۍ کې به څښتن تا نه ساتي نور
خو ای ادومه څښتن به درکړي سزا
کړي به ښکاره د ګناه ډک عملونه ستا