کپی رایت ۲۰۲۵ - ۲۰۱۵ افغانی بائبل. تمامی حقوق محفوظ است
۱ څښتن موسی او هارون ته وویل: ۲ «د اسراییلیانو سره خبرې وکړئ او ورته ووایئ: کله چې د یو سړي د تناسلي الې څخه زوه راووځي، هغه زوه ناپاکه ده. ۳ که دا زوه د هغه د تناسلي الې څخه رابهیږي یا دا بهېدل د پړسوب له امله بند شوي وي، هغه به ناپاک کړي. ۴ که داسې سړی چې زوه ورڅخه راوځي، که هغه په هرې بسترې باندې څملي او یا په هر شي باندې کښېني هغه شی به ناپاک شي. ۵ هرڅوک چې د هغه د بسترې سره ولګیږي، ۶ یا په هغه شي باندې کښېني چې هغه سړی ورباندې ناست ؤ، نو هغه کس باید خپل کالي ووینځي او غسل دې وکړي، خو هغه به تر ماښامه پورې ناپاک پاتې شي. ۷ هرڅوک چې د هغه سړي سره ولګیږي، باید خپل کالي ووینځي او غسل دې وکړي، خو هغه به تر ماښامه پورې ناپاک پاتې شي. ۸ که چېرې هغه کس چې زوه ورڅخه راوځي په داسې یو کس باندې چې هغه پاک وي لیاړې واچوي، هغه سړی باید خپل کالي ووینځي او غسل دې وکړي، خو هغه به تر ماښامه پورې ناپاک پاتې شي. ۹ که دا سړی په کوم زین باندې کښېني، هغه به ناپاک شي ۱۰ او هرڅوک چې د هغه شي سره ولګیږي چې دا سړی ورباندې ناست ؤ، هغه به تر ماښامه پورې ناپاک وي. هرڅوک چې داسې شیان راپورته کړي، هغه باید خپل کالي ووینځي او غسل دې وکړي، خو تر ماښامه پورې به ناپاک پاتې شي. ۱۱ که چېرې یو سړی چې زوه ورڅخه راووځي او خپل لاسونه یې نه وي وینځلي، په کوم بل کس باندې ولګیږي، نو هغه څوک چې دی ورسره لګېدلی دی باید خپل کالي ووینځي او غسل دې وکړي، خو هغه به تر ماښامه پورې ناپاک پاتې شي. ۱۲ که هغه سړی چې زوه ورڅخه راوځي د خټو هر لوښي ته لاس وروړي، هغه باید مات شي او که د لرګي کوم لوښي ته لاس وروړي، هغه باید ووینځل شي.
۱۳ له هغې وروسته چې د زوې د راوتلو څخه د دغه سړي علاج وشي، هغه باید اووه ورځې صبر وکړي او بیا دې د چینې په تازه اوبو کې خپل کالي ووینځي او غسل دې وکړي، نو هغه به پاک شي. ۱۴ هغه باید په اتمه ورځ دوه کوترې یا دوه قمري ګانې واخلي او د څښتن حضور ته دې د سپېڅلې خېمې د دروازې خولې ته راشي او هغه دې کاهن ته ورکړي. ۱۵ کاهن دې هغه قرباني کړي، یوه د ګناه د نذرانې دپاره او بله د سوځېدونکې نذرانې دپاره. په دې ډول به کاهن د څښتن په حضور کې د هغه سړي دپاره د هغه د زوې د راوتلو له امله کفاره ادا کړي.
۱۶ کله چې له یو سړي څخه مني راووځي، هغه باید خپل ټول ځان ووینځي، خو هغه به تر ماښامه پورې ناپاک پاتې شي. ۱۷ هر هغه شی چې د ټوکر یا څرمنې څخه جوړ شوی وي او مني ورباندې لوېدلي وي باید ووینځل شي، خو هغه به تر ماښامه پورې ناپاک پاتې شي. ۱۸ سړی او ښځه دواړه باید د یوځای کېدلو څخه وروسته غسل وکړي، خو تر ماښامه پورې به ناپاک پاتې شي.
۱۹ کله چې یوه ښځه میاشتینۍ ناروغي ولري، هغه اووه ورځې ناپاکه پاتې کیږي. هرڅوک چې دې ښځې ته لاس وروړي، هغه به تر ماښامه پورې ناپاک وي. ۲۰ که هغه د خپلې میاشتینۍ ناروغۍ په وخت کې په هر شي باندې کښېني یا ورباندې څملي، هغه شی به ناپاک شي. ۲۱-۲۳ هرڅوک چې د هغې د بسترې یا هر هغه شي سره چې هغه ورباندې ناسته وي ولګیږي، باید خپل کالي ووینځي او غسل دې وکړي، خو هغه به تر ماښامه پورې ناپاک پاتې شي. ۲۴ که چېرې یو سړی د هغې ښځې سره په هغه وخت کې یوځای شي کله چې د هغې میاشتینۍ ناروغي پیل کیږي، هغه سړی به اووه ورځې ناپاک وي. په هرې بسترې باندې چې هغه څملي هغه بستره به ناپاکه شي.
۲۵ که چېرې د یوې ښځې څخه د میاشتینۍ ناروغۍ څخه پرته د ډېرو ورځو دپاره وینه بهیږي، یا برسېره په عادي میاشتینۍ ناروغۍ د هغې څخه وینه بهیږي، نو ترڅو پورې چې دا وینه بهیږي، هغه ښځه د میاشتینۍ ناروغۍ په شان ناپاکه پاتې کیږي. ۲۶ په دې موده کې که چېرې هغه په هره بستره باندې څملي او یا په هر شي باندې چې کښېني هغه به ناپاک شي. ۲۷ هرڅوک چې دغو شیانو ته لاس وروړي هغه به ناپاک شي. هغه باید خپل کالي ووینځي او غسل دې وکړي، خو تر ماښامه پورې به ناپاک پاتې شي. ۲۸ وروسته له دې چې د هغې وینه ودریږي، باید اووه ورځې صبر وکړي، نو بیا به هغه پاکه شي. ۲۹ په اتمه ورځ باید هغه ښځه دوه کوترې یا دوه قمري ګانې واخلي او هغه دې د سپېڅلې خېمې د دروازې په خوله کې کاهن ته راوړي. ۳۰ کاهن دې یوه د ګناه د نذرانې دپاره او بله د سوځېدونکې نذرانې دپاره قرباني کړي. په دې ډول به هغه د څښتن په حضور کې د هغې ښځې دپاره د هغې د وینې د بهېدلو د ناپاکۍ په خاطر کفاره ادا کړي.
۳۱ کله چې ستاسو څخه کوم یو ناپاک وي، باید د اسراییلو د قوم څخه لېرې واوسیږي. که نه، نو زما سپېڅلې خېمه به چې د کمپ په منځ کې ده، ناپاکه شي او ټول قوم به مړ شي.»
۳۲-۳۳ دا مقررات د هغه سړي په اړه دي چې د هغه څخه زوه یا مني راوځي او د هغې ښځې په اړه چې د میاشتینۍ ناروغۍ په دوران کې وي او یا د هغه سړي په اړه چې د یوې ناپاکې ښځې سره یوځای شي.