۰:۰۰ / ۰:۰۰

د ليويانو کِتاب - د تورات شريف درېم کِتاب

درويشتم باب

مذهبى اخترونه

۱ بيا مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل چې، ۲ ”بنى اِسرائيلو ته د مذهبى اخترونو دپاره دا اصُول وښايه چې په دې کښې هغوئ د عبادت دپاره راغونډ شى. ۳ ستاسو سره شپږ ورځې شته چې خپل کار په کښې کولے شئ، خو ياد ساتئ اوومه ورځ د سبت ورځ ده، چې د آرام دپاره ده. په دې ورځ کار مۀ کوئ او د عبادت دپاره راغونډېږئ. د سبت ورځ د مالِک خُدائ ده، چې تاسو چرته هم اوسېږئ. ۴ د دې اخترونو اِعلان په مقرر شوو وختونو باندې کوئ.

د فسحې کولو اختر

۵ د فسحې اختر، د د اولنۍ مياشتې د څوارلسمې ورځې د نمرپرېواتو نه شروع کيږى. ۶ په پينځلسمه ورځ د پتيرې روټۍ اختر شروع کيږى او اووۀ ورځې به تاسو خمبيره روټۍ نۀ خورئ. ۷ د دې ورځو په اوله ورځ به تاسو د عبادت دپاره راغونډېږئ او هغه يو کار هم مۀ کوئ چې تاسو يې هره ورځ کوئ. ۸ اووۀ ورځې مالِک خُدائ ته په اور تيارېدونکې نذرانې پېش کړئ. په اوومه ورځ به تاسو بيا د عبادت دپاره راغونډ شئ، خو هغه يو کار به هم نۀ کوئ کوم چې تاسو هره ورځ کوئ. ۹‏-۱۰ کله چې تاسو هغه زمکې له ورشئ کومه چې مالِک خُدائ تاسو له درکوى او تاسو خپل فصل ورېبئ، نو وړومبے ګېډے اِمام له وروړئ. ۱۱ هغه به دا مالِک خُدائ ته د يوې خاص نذرانې په توګه پېش کړى، تر څو چې تاسو قبول شئ. اِمام به دا د سبت پسې په بله ورځ پېش کړى. ۱۲ په کومه ورځ چې تاسو د فصل نذرانه پېش کوئ، نو د يو کال ګډُورے هم د سوزېدونکې نذرانې په توګه قربانى کړئ چې هيڅ عېب په کښې نۀ وى. ۱۳ تاسو د دې سره دوه کلو ښۀ اوړۀ چې د زيتُونو تېل ورسره ګډ وى په اور تيارېدونکې نذرانې په توګه پېش کړئ. د دې نذرانې خوشبوئى په مالِک خُدائ باندې ښۀ لګى. تاسو د دې سره يو ليټر د ميو نذرانه هم پېش کړئ. ۱۴ ترڅو پورې چې تاسو دا نذرانه خُدائ پاک ته نۀ وى راوړې نو تر هغې د نوې غلې روټۍ، وريتې شوې يا کچه دانې مۀ خورئ. په راتلونکى ټولو وختونو کښې ستاسو ټول اولاد به دا اصُول منى.

د لَو کولو اختر

۱۵ سبت پسې ورځې نه پوره اووۀ هفتې وشمېرئ يعنې د هغه ورځ نه په کومه ورځ چې تاسو د خپل فصل ګېډے مالِک خُدائ ته د پېش کېدو دپاره راوړئ. ۱۶ د اوؤم سبت د ورځې نه پس، په پنځوسمه ورځ، مالِک خُدائ ته د نوى فصل يوه بله نذرانه پېش کړئ. ۱۷ هر يو خاندان دې دوه دوه روټۍ راوړى او دا دې مالِک خُدائ ته د خاص تُحفې په توګه پېش کړى. هره يوه روټۍ دې خمبيره شوې د دوه کلو ښو اوړو نه پخه شوې وى او دا به مالِک خُدائ ته د وړومبى رېبلے شوى فصل د نذرانې په توګه پېش کيږى. ۱۸ او قوم دې د دې روټۍ سره اووۀ يو کلن ګډُورى، يو غوَيے او دوه ګډان پېش کړى، چې هيڅ عېب په کښې نۀ وى. دا به د سوزېدونکې نذرانې په توګه، سره د غلې د نذرانې او د ميو د نذرانې سره مالِک خُدائ ته پېش کيږى. د دې نذرانې خوشبوئى په مالِک خُدائ باندې ښۀ لګى. ۱۹ يو چېلے د ګناه د نذرانې په توګه او دوه يو کلن ګډُورى د سلامتۍ د نذرانې په توګه هم پېش کړئ. ۲۰ اِمام به روټۍ د دوو ګډورو سره د اِمامانو دپاره د خاص تُحفې په توګه هم پېش کړى. دا نذرانې مقدسې دى. ۲۱ په هغه ورځ هغه يو کار هم مۀ کوئ چې تاسو يې هره ورځ کوئ او د عبادت دپاره راغونډېږئ. ستاسو اولاد چې چرته هم اوسيږى دا اصُول دې په راتلونکى ټولو وختونو کښې منى. ۲۲ کله چې تاسو د خپلو پټو فصل رېبئ، نو فصل د پټو تر غاړو پورې مۀ رېبئ او چې کوم وَږى پاتې شى نو د هغې رېبلو له واپس مۀ ورځئ، دا د غريبانانو خلقو او مسافرو دپاره پرېږدئ. زۀ مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يم.

د نوى کال اختر

۲۳‏-۲۴ د اوومې مياشتې په وړومبۍ ورځ د آرام خاص ورځ مانځئ او چې کله بيګل وغږيږى نو د عبادت دپاره راغونډ شئ. ۲۵ مالِک خُدائ ته يوه په اور تيارېدونکې نذرانه پېش کړئ او هغه يو کار هم مۀ کوئ چې تاسو يې هره ورځ کوئ.“

د کفارې ورځ

۲۶ بيا مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل چې، ۲۷ ”د دې اوومې مياشتې لسمه ورځ د کفارې ده، دا به ستاسو دپاره يوه مقدسه اجتماع وى. تاسو به روژه نيسئ او مالِک خُدائ ته په اور تيارېدونکې نذرانه پېش کوئ. ۲۸ په هغه ورځ هيڅ کار مۀ کوئ، ځکه چې هغه د کفارې ورځ ده او د مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک وړاندې ستاسو کفاره ادا کيږى. ۲۹ هر څوک چې هم په هغه ورځ څۀ وخورى نو هغه به نور د خُدائ پاک د خلقو نه نۀ شى ګڼلے. ۳۰ او کۀ هر چا هم په هغه ورځ څۀ کار وکړو، نو زۀ به په خپله هغه تباه کړم. ۳۱ ستاسو اولاد چې چرته هم اوسيږى دا اصُول د هغوئ دپاره دى. ۳۲ د هغې مياشتې د نهمې ورځې د نمرپرېواتو نه د لسمې ورځې د نمرپرېواتو پورې دا خاص ورځ مانځئ، په دې دوران کښې تاسو روژه نيسئ.

د جونګړو اختر

۳۳‏-۳۴ د جونګړو اختر د اوومې مياشتې په پينځلسمه ورځ شروع کيږى او دا به اووۀ ورځې وى. ۳۵ د دې ورځو په وړومبۍ ورځ د عبادت دپاره راغونډ شئ او هغه يو کار هم مۀ کوئ چې تاسو يې هره ورځ کوئ. ۳۶ اووۀ ورځې تاسو هره ورځ يوه په اور تيارېدونکې نذرانه پېش کوئ. په اتمه ورځ بيا د عبادت دپاره راغونډ شئ او په اور تيارېدونکې نذرانه پېش کړئ. دا د عبادت ورځ ده او چې هيڅ کار په کښې ونۀ کړئ. ۳۷ دا مذهبى اخترونه دى چې تاسو يې د مالِک خُدائ په درناوى کښې کوئ چې د عبادت دپاره په يو ځائ راغونډېږئ او په اور تيارېدونکې نذرانې، سوزېدونکې نذرانې، د غلې نذرانې، قربانۍ او د ميو نذرانې په کښې پېش کوئ، چې په خپله خپله ورځ پېش کيږى. ۳۸ دا اخترونه د عامو سبت د ورځو نه علاوه دى او دا نذرانې ستاسو د عامو تُحفو نه علاوه دى، ستاسو د منښتې پوره کېدلو نذرانو او ستاسو د هغه رضاکارانه نذرانو نه چې تاسو يې مالِک خُدائ له ورکوئ. ۳۹ کله چې تاسو د خپلو پټو نه فصل ورېبئ، نو اووۀ ورځې دا اختر کوئ، چې د اوومې مياشتې په پينځلسمه ورځ باندې شروع کيږى. اوله ورځ او اتمه ورځ به د آرام کولو خاص ورځې وى. ۴۰ په هغه ورځ د خپلو ونو نه ډېره ښۀ مېوه وشوکوئ، د کجورو څانګې او د پاڼو والا د ونو څانګې او د سيند د غاړې نه د خاروَلو ونې واخلئ او د مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک په درناوى کښې اختر وکړئ. ۴۱ دا اووۀ ورځې کوئ. ستاسو اولاد به دا اصُول په راتلونکى ټولو وختونو کښې منى. ۴۲ ټول اِسرائيل به اووۀ ورځې په جونګړو کښې اوسيږى، ۴۳ چې ستاسو اولاد ته دا پته ولګى چې مالِک خُدائ اِسرائيليان دې ته جوړ کړل چې په جونګړو کښې اوسيږى چې کله يې هغوئ د مِصر مُلک نه راوويستل. هغه مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک دے.“ ۴۴ نو داسې موسىٰ بنى اِسرائيلو ته دا اصُول وښودل چې د مالِک خُدائ په درناوى کښې مذهبى اخترونه وکړى.