۰:۰۰ / ۰:۰۰

د ليويانو کِتاب - د تورات شريف درېم کِتاب

څليريشتم باب

د ډيوو ساتنه کول

۱ بيا مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل چې، ۲ ”بنى اِسرائيلو له حُکم ورکړه چې د ډيوو دپاره ډېر ښۀ سوچه د زيتُونو تېل راوړى کومې چې په مقدسه خېمه کښې دى، نو چې هر وخت رڼا وى. ۳ هارون به هر ماښام دا ډيوې بلوى او تر سحره پورې به يې بلې ساتى، چې د مالِک خُدائ په حضور کښې د پړدې نه بهر د لوظ صندوق ته مخامخ دى، دا ډيوټ په زيات مقدس ځائ کښې دے. دا اصُول دې په راتلونکى ټولو وختونو کښې منلے شى. ۴ هارون به د هغه ډيوو خيال ساتى کومې چې د سوچه سرو زرو په ډيوټ باندې دى او دې ته به پام کوى چې دا د مالِک خُدائ په حضور کښې هر وخت بليږى.

خُدائ پاک ته پېش کړے شوې روټۍ

۵ دولس کلو ښۀ اوړۀ واخله او دولس روټۍ ترې نه پخې کړه. ۶ په دوه ډېرو کښې يې په هغه مېز باندې کېږده چې د سوچه سرو زرو پترى ورباندې خېژولے شوے دے، کوم چې د مالِک خُدائ په حضور کښې دے او چې په هر ډيرى کښې شپږ شپږ روټۍ وى. ۷ په هر ډيرى باندې څۀ سوچه لوبان واچوه، دا به مالِک خُدائ ته په اور تيارېدونکې نذرانې د يوې نښې په شان وى چې د روټۍ په ځائ پېش کيږى. ۸ د هر سبت په ورځ په راتلونکو ټولو وختونو کښې، روټۍ دې خامخا د مالِک خُدائ په حضور کښې کېښودلے شى. د بنى اِسرائيلو همېشه دپاره دا لوظ دے. ۹ دا روټۍ د هارون او د هغۀ د اولاد ده او هغوئ به دا په يو مقدس ځائ کښې خورى، ځکه چې دا د اِمامانو دپاره مالِک خُدائ ته په اور تيارېدونکې نذرانې يوه ډېره مقدسه برخه ده.“

د خُدائ پاک او د مخلوق د احترام په حقله قانون

۱۰‏-۱۱ يو سړے وو چې د هغۀ پلار مِصرے او مور يې اِسرائيلۍ وه چې د هغې نوم سلوميت وو او د دان د قبيلې د دِبرى لور وه. دې سړى په خېمو کښې د يو اِسرائيلى سره جګړه وکړه. هغۀ په کنځلو کښې د خُدائ پاک د نوم بې‌عزتى وکړه، نو هغوئ هغه موسىٰ له بوتلو، ۱۲ هغه يې قېد کړو او مالِک خُدائ ته يې اِنتظار کولو چې هغوئ ته وښائى چې د هغۀ سره څۀ وکړى. ۱۳ مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل چې، ۱۴ ”دا سړے د خېمو نه بهر بوځئ. هر چا چې د هغۀ کنځل اورېدلى وى نو هغه به خپل لاس د هغه سړى په سر د ګواهۍ ورکولو دپاره کېږدى او بيا به ټول قوم هغه سنګسار کړى. ۱۵ بيا اِسرائيلو ته ووايه چې هر څوک هم خُدائ پاک ته کنځل وکړى نو هغۀ ته به خامخا د خپلو بدو سزا مِلاو شى ۱۶ او وبه وژلے شى. هر يو اِسرائيلے يا د پردى مُلک کس چې ستاسو سره اوسيږى چې هغه مالِک خُدائ ته کنځل وکړى نو ټول قوم دې هغه ووژنى. ۱۷ هر څوک چې قتل وکړى نو هغه به وژلے شى، ۱۸ او هر څوک چې د بل چا يو ځناور ووژنى نو تاوان به يې خامخا ورکوى. دا اصُول د ژوند په بدل کښې د ژوند والا دى. ۱۹ کۀ څوک يو بل کس زخمى کړى، هغۀ چې څۀ هم کړى وى نو هم هغه شان عمل به ورسره کيږى. ۲۰ کۀ هغه يو هډوکے مات کړى، نو د هغۀ يو هډوکے به ماتولے شى، کۀ هغه يوه سترګه وباسى نو د هغۀ يوه سترګه به ويستلے شى، کۀ هغه يو غاښ مات کړى، نو د هغۀ يو غاښ به ماتولے شى. هغه چې څنګه هم بل کس زخمى کړى نو په بدل کښې به د هغۀ سره هم هغه عمل کيږى. ۲۱ هر څوک چې يو ځناور ووژنى نو تاوان به يې ورکوى، خو هر څوک چې يو انسان ووژنى نو هغه به ووژلے شى. ۲۲ دا قانون ستاسو د ټولو دپاره دے، کۀ هغه اِسرائيلے وى يا د پردى مُلک کس چې ستاسو سره اوسيږى، ځکه چې زۀ مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يم.“ ۲۳ کله چې موسىٰ بنى اِسرائيلو ته دا وفرمائيل، نو هغوئ هغه سړے د خېمو نه بهر بوتلو چا چې کنځل کړى وُو او سنګسار يې کړو. نو بنى اِسرائيلو هم هغه شان وکړل چې څنګه مالِک خُدائ موسىٰ له حُکم ورکړے وو.