۰:۰۰ / ۰:۰۰

د ليويانو کِتاب - د تورات شريف درېم کِتاب

شپږويشتم باب

د فرمانبردارۍ دپاره برکتونه

۱ مالِک خُدائ وفرمائيل، ”بُتان، مجسمې، د کاڼو ستنې، يا داسې کاڼى مۀ جوړَوئ چې تاسو ورته سجده وکړئ. زۀ مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يم. ۲ زما د سبت ورځ منئ او د هغه ځائ درناوے کوئ چرته چې زما عبادت کيږى. زۀ مالِک خُدائ يم. ۳ کۀ تاسو زما د قانون په مطابق ژوند تېروئ او زما حُکمونو ته غاړه کېږدئ، ۴ نو زۀ به په صحيح وخت باران وروم، هغه زمکه به فصلونه پېدا کړى او ونې به مېوې ونيسى. ۵ ستاسو فصلونه به دومره ډېر وى چې د انګورو د راټولولو وخت پورې به تاسو غوبل کوئ او تر هغه پورې به انګور راټولوئ چې د غلې کَرلو وخت راورسيږى. د خوراک دپاره تاسو ته به هغه هر څۀ ملاويږى چې تاسو يې غواړئ او په خپل مُلک کښې به تاسو په امن ژوند کوئ. ۶ زۀ به تاسو له ستاسو په مُلک کښې آرام درکړم او تاسو به بغېر د يرې نه خوب کوئ. زۀ به د هغه مُلک خطرناک ځناور لرې کړم او هلته به نور جنګ نۀ وى. ۷ تاسو به په خپلو دشمنانو بريالى شئ او تاسو به هغوئ په جنګ کښې ووژنئ، ۸ ستاسو پينځۀ کسان به سلو له شکست ورکړى او سل کسان به لسو زرو له شکست ورکړى. ستاسو دشمنان به په جګړه کښې شکست وخورى. ۹ زۀ به په تاسو نظر وکړم او ډېر اولاد به درکړم، زۀ به هغه لوظ پوره کړم چې ما ستاسو سره کړے دے. ۱۰ تاسو سره به دومره ډېره غله وى چې تاسو به هغه زَړه غله د دې دپاره وغورزوئ چې د نوى فصل دپاره ځائ پېدا شى. ۱۱ زۀ به ستاسو په مينځ کښې زما په مقدسه خېمه کښې اوسېږم او زۀ به ستاسو نه کله هم نفرت ونۀ کړم. ۱۲ زۀ به ستاسو مل يم، زۀ به ستاسو خُدائ پاک يم او تاسو به زما خلق يئ. ۱۳ زۀ مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يم، چا چې تاسو د مِصر د مُلک نه راوويستلئ چې د غلامۍ نه آزاد شئ. ما هغه طاقت ختم کړو چې تاسو يې ټيټ کړى وئ او د دې جوګه مې کړئ چې په اوچتو سترګو ګرځئ.“

د سرکشۍ سزا

۱۴ مالِک خُدائ وفرمائيل، ”کۀ تاسو زما حُکمونه ونۀ منل، نو تاسو ته به سزا مِلاو شى. ۱۵ کۀ تاسو زما د حُکمونو منلو نه اِنکار وکړئ او زما د حُکمونو نه کرکه وکړئ او زما لوظ مات کړئ، ۱۶ نو زۀ به تاسو له سزا درکړم. زۀ به په تاسو افتونه راولم يعنې لا علاجه بيمارۍ او تبې چې تاسو به ړاندۀ کړى او ستاسو ژوند به لنډ تنګ کړم. تاسو به تخم وکَرئ، خو هيڅ ګټه به درنۀ کړى، ځکه چې ستاسو دشمنان به په تاسو غالِب شى او چې تاسو څۀ کَرلى وى نو هغوئ به يې وخورى. ۱۷ زۀ به ستاسو نه مخ واړوم، نو تاسو به شکست وخورئ او هغه خلق چې ستاسو نه نفرت کوى هغوئ به په تاسو حکومت وکړى، تاسو به دومره يرېږئ چې څوک درپسې نۀ وى بيا به هم منډې وهئ. ۱۸ کۀ د دې هر څۀ نه پس بيا هم ما ته غوږ ونۀ نيسئ، نو ستاسو د نافرمانۍ په وجه زۀ به ستاسو سزا اووۀ چنده زياته کړم. ۱۹ زۀ به ستاسو غرور مات کړم، باران به نۀ وريږى او ستاسو زمکه به اوچه شى او د کاڼى په شان به سخته شى. ۲۰ ستاسو ټول محنت به تاسو له هيڅ فائده درنۀ کړى، ځکه چې ستاسو زمکه به فصلونه نۀ کوى او ستاسو ونې به مېوه نۀ نيسى. ۲۱ کۀ تاسو بيا هم زما مخالفت کوئ او زما د منلو نه اِنکار کوئ، نو زۀ به ستاسو سزا اووۀ چنده زياته کړم. ۲۲ زۀ به ستاسو مينځ ته خطرناک ځناور درولېږم او دا به ستاسو ماشومان ووژنى، ستاسو څاروى به تباه کړى او ستاسو شمېر به دومره کم کړم چې سړکونه به مو خوشى پاتې شى. ۲۳ کۀ د دې هر څۀ نه پس هم زما خبرې ته غوږ ونۀ نيسئ او بيا هم زما مخالفت کوئ، ۲۴ نو زۀ به هم ستاسو خِلاف شم او زۀ به تاسو له د مخکښې نه اووۀ چنده زياته سزا درکړم. ۲۵ زۀ به په تاسو يو جنګ راولم، زما د لوظ د ماتولو سزا به درکړم او کۀ تاسو په خپلو ښارونو کښې د امن دپاره راغونډ شئ، نو زۀ به په تاسو لا علاجه بيمارۍ راولېږم او تاسو به زۀ ستاسو دشمنانو ته حواله کړم نو هغوئ به په تاسو حکومت وکړى. ۲۶ زۀ به په تاسو خوراک بند کړم، نو د لسو کورَنو اوړۀ به يو ښانک کښې يو ځائ تيارولے شى. هغوئ سره به خوراک ختم شى او چې کله تاسو هر څۀ وخورئ، نو بيا به هم اوږى يئ. ۲۷ کۀ د دې هر څۀ نه پس هم زما خبرې ته غوږ ونۀ نيسئ او زما د منلو نه اِنکار وکړئ، ۲۸ نو زما قهر به ستاسو خِلاف شى او بيا به زۀ ستاسو سزا د مخکښې نه اووۀ چنده زياته کړم. ۲۹ ستاسو لوږه به دومره زياته شى چې خپل بچى به وخورئ. ۳۰ زۀ به ستاسو علاقائى عبادتخانې تباه کړم، ستاسو د خوشبويۍ قربان‌ګاه به ختمه کړم او ستاسو مړى به د ستاسو په بې‌ساه بُتانو باندې وروغورزوم. زۀ به ستاسو نه نفرت وکړم. ۳۱ زۀ به ستاسو د ښارونو نه کنډرې جوړې کړم، ستاسو د عبادت ځايونه به تباه کړم او ستاسو قربانۍ به قبولې نۀ کړم. ۳۲ زۀ به ستاسو مُلک داسې تباه کړم چې کوم دشمنان دا مُلک ونيسى نو هغوئ به په دې تباهۍ باندې غمژن شى. ۳۳ زۀ به په تاسو جنګ راولم او په پردو مُلکونو کښې به مو خوارۀ وارۀ کړم. ستاسو مُلک به خوشے پاتې شى او ستاسو ښارونه به وران ويجاړ شى. ۳۴‏-۳۵ نو تاسو چې کله خپله زمکې ته د اوؤم کال د آرام ورکولو موقع ور نۀ کړه چې آرام وکړى نو تر څو پورې چې تاسو د دشمن په مُلک کښې جلاوطن يې نو دا به داسې پرته وى او ښۀ آرام به وکړى. ۳۶ ستاسو کوم کسان چې د دشمن په مُلک کښې وى هغوئ به دومره ويروم چې د هوا په وجه د پاڼې د معمولى کش نه به هم تښتى. تاسو به داسې منډې وهئ لکه څوک چې په جنګ کښې په تاسو پسې وى او ستاسو سره به نزدې هيڅ دشمن نۀ وى خو تاسو به بيا هم غورزېږئ. ۳۷ کله چې هيڅ څوک هم په تاسو پسې نۀ وى نو تاسو به په يو بل باندې غورزېږئ او تاسو به د دې جوګه نۀ يئ چې د دشمن په مخکښې ودرېږئ. ۳۸ ستاسو د دشمنانو مُلک به تاسو ژوندى تېر کړى، تاسو به پردى مُلک کښې مړۀ شئ. ۳۹ ستاسو کوم کسان چې ستاسو د دشمنانو په مُلک کښې ژوندى پاتې وى هغوئ به خراب‌تُراب شى، ستاسو خپلې ګناه او ستاسو د پلار نيکۀ د ګناه په وجه به داسې وشى.

د راتلونکى وخت دپاره اُميد

۴۰ خو ستاسو اولاد به د خپلو ګناهونو او د هغوئ د پلار نيکۀ د ګناهونو اِقرار وکړى، چې هغوئ زما سره بې‌وفائى کړې ده او زما خِلاف يې سرکشى کړې ده، ۴۱ او زۀ يې د خپل ځان خِلاف کړم او چې هغوئ د دشمنانو مُلک ته ولېږم. کۀ بيا ستاسو د اولاد سخت زړونه نرم شى او د خپلې ګناه او سرکشۍ سزا ورته مِلاو شى، ۴۲ نو زۀ به د يعقوب، اِسحاق او اِبراهيم سره خپل کړے لوظ راياد کړم او زۀ به خپل هغه لوظ بيا تازه کړم چې خپلو خلقو له هغه مُلک ورکړم. ۴۳ اول خو به هغه مُلک خامخا د هغې د خلقو نه خالى کيږى، چې دا د پوره آرام نه ښۀ خوند واخلى او هغوئ ته به زما د قانون او حُکمونو نۀ منلو په وجه پوره سزا مِلاو شى. ۴۴ خو بيا هم، چې هغوئ لا د خپلو دشمنانو په مُلک کښې وى، نو زۀ به يې نۀ رد کوم، نۀ به ترې نفرت کوم او نۀ به يې بېخى تباه کوم. هسې نه چې د هغوئ سره زما لوظ مات شى، زۀ مالِک خُدائ د هغوئ خُدائ پاک يم. ۴۵ زۀ به هغه لوظ بيا تازه کړم چې ما د هغوئ د پلار نيکۀ سره کړے وو کله چې ما ټولو قومونو ته خپل طاقت وښودلو چې خپل خلق مې د مِصر مُلک نه راوويستل، چې زۀ مالِک خُدائ، د هغوئ خُدائ پاک اوسم.“ ۴۶ دا ټول هغه قانون او حُکمونه دى چې مالِک خُدائ موسىٰ له د سينا په غرۀ باندې د بنى اِسرائيلو دپاره ورکړل.