۰:۰۰ / ۰:۰۰
فصل بعدی

د ليويانو کِتاب - د تورات شريف درېم کِتاب

اوويشتم باب

د مالِک خُدائ د تُحفو په حقله قانون

۱ بيا مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل چې، ۲ ”بنى اِسرائيلو ته دا اصُول وښايه. کله چې د يو خاص منښتې په پوره کېدو کښې يو کس مالِک خُدائ ته وقف کيږى، نو هغه به د دې قيمت په ورکولو سره آزاد کړے شى، ۳‏-۷ کوم چې د منلے شوى معيار په مطابق وى يعنې بالغ نارينه چې عُمر يې د شلو کالو نه تر شپېتو کالو پورې وى، پنځوس د سپينو زرو سيکې. بالغه ښځه، دېرش د سپينو زرو سيکې. نارينه ځوان، چې عُمر يې د پينځو نه واخله تر شلو کالو پورې وى، شل د سپينو زرو سيکې. ځوانه ښځه، لس د سپينو زرو سيکې. ماشوم چې عُمر يې د پينځو کالو نه کم وى، پينځۀ د سپينو زرو سيکې. ماشومه، درې د سپينو زرو سيکې. هغه نارينه چې عُمر يې د شپېتو کالو نه زيات وى، پينځلس د سپينو زرو سيکې. هغه ښځه چې عُمر يې د شپېتو کالو نه زيات وى، لس د سپينو زرو سيکې. ۸ کۀ يو کس منښته منلې وى او ډېر غريب وى چې هغه معيارى قيمت نۀ شى ورکولے، نو هغه کس دې اِمام له راولى او اِمام به کم قيمت مقرر کړى، چې د هغه کس د وس په مطابق وى. ۹ کۀ هغه منښته د يو ځناور وى چې مالِک خُدائ ته د يوې نذرانې په توګه د قبلېدو قابل وى، نو داسې تُحفه چې مالِک خُدائ ته پېش کيږى هغه مقدسه ده، ۱۰ او کۀ يو کس منښته ومنى نو هغه ځناور په بل ځناور نۀ شى بدلېدلے. کۀ چرې هغه بدل کړى، نو داوړه ځناور به د مالِک خُدائ وى. ۱۱ خو کۀ هغه ځناور حرام وى، کوم چې مالِک خُدائ ته د نذرانې په توګه د قبلېدو قابل نۀ وى، نو هغه کس به هغه ځناور اِمام له بوځى. ۱۲ اِمام به د دې ښۀ‌والى او بد‌والى په مطابق قيمت مقرر کړى او دا به آخرى قيمت وى. ۱۳ کۀ هغه کس دا واپس اخستل غواړى، نو هغه به د دې قيمت سره شل فيصده سېوا ورکړى. ۱۴ کله چې يو کس خپل کور مالِک خُدائ ته وقف کوى، نو اِمام به د دې د ښۀ‌والى يا بد‌والى په مطابق د دې قيمت مقرر کړى او دا به آخرى قيمت وى. ۱۵ کۀ هغه کس چا چې دا کور وقف کړے وى او دا واپس اخستل غواړى، نو هغه به خامخا د دې قيمت سره شل فيصده زيات ورکړى. ۱۶ کۀ څوک د خپلې زمکې څۀ حِصه مالِک خُدائ ته وقف کوى، نو د دې قيمت به د هغه تخم په مطابق مقررولے شى چې څومره په کښې کَرل په کار وى، دا قيمت به د سپينو زرو لس سيکې د شلو کلو اوربشو دپاره وى. ۱۷ کۀ هغه کس دا زمکه د واپس اخستلو کال باندې وقف کړى، نو د دې زمکې قيمت به پوره ورکولے شى. ۱۸ خو کۀ چرې هغه کس خپله زمکه د دې نه وروستو وقف کړى، اِمام به د هغې بيعه د هغه کالونو د شمېر په مطابق حساب کړى چې د واپس اخستلو تر راتلونکى کال پورې پاتې وى او د کالونو د کمى په وجه به کمه بيعه مقرر کړى. ۱۹ چا چې دا زمکه وقف کړې وى کۀ هغه کس دا واپس اخستل وغواړى، نو هغه به خامخا د دې قيمت سره شل فيصده زيات ورکوى. ۲۰ کۀ هغه کس دا زمکه د مالِک خُدائ نه واپس اخستلو نه مخکښې په بل چا باندې خرڅه کړى، نو د هغۀ حق نۀ جوړيږى چې دا واپس واخلى. ۲۱ د واپس اخستلو پسې کال به هغه پټے د همېشه دپاره د مالِک خُدائ شى، دا به د اِمامانو وى. ۲۲ کۀ څوک مالِک خُدائ ته يو پټے وقف کوى چې هغۀ اخستے وى، ۲۳ اِمام به د واپس اخستلو پسې کال پورې د کالونو د شمېر په مطابق د دې د قيمت اندازه ولګوى او هغه کس به خامخا هم په هغه ورځ د دې قيمت ورکړى، دا پېسې به د مالِک خُدائ شى. ۲۴ د واپس اخستلو په کال به دا پټے واپس د دې اصلى مالِک يا د هغۀ اولاد ته ملاويږى. ۲۵ ټول قيمتونه به د منلے شوى معيار په مطابق مقررولے شى. ۲۶ په ځناورو کښې د ټولو نه وړومبى پېدا شوى بچى د مالِک خُدائ وى، نو هيڅ څوک دا هغۀ ته د يوې رضاکارانه نذرانې په توګه نۀ شى پېش کولے. يو سخے، ګډُورے يا يو د چېلۍ بچے دا د مالِک خُدائ وى، ۲۷ خو وړومبے پېدا شوے يو حرام ځناور د معيارى قيمت سره شل فيصده زيات ورکولو باندې واپس اخستلے شى. کۀ دا واپس وانۀ خستلے شى، نو دا دې په چا باندې په معيارى قيمت خرڅ کړے شى. ۲۸ کوم څيز چې مالِک خُدائ ته بغېر د څۀ شرط نه وقف شوے وى، نو هيڅ څوک به دا نۀ خرڅولے شى او نۀ به يې واپس اخستلے شى، کۀ هغه بنى آدم، ځناور، يا زمکه وى، دا به د همېشه دپاره د مالِک خُدائ وى. ۲۹ کۀ په چا باندې د مرګ فېصله شوې وى نو هغه به خامخا وژلے شى او واپس به نۀ شى اخستلے. ۳۰ د زمکې د ټول پېداوار لسمه حِصه د مالِک خُدائ ده، کۀ هغه غله وى يا مېوه وى. ۳۱ کۀ يو کس دا واپس اخستل غواړى، نو هغه به خامخا د منلے شوى قيمت سره شل فيصده زيات ورکوى. ۳۲ هر يو لسم څاروے د مالِک خُدائ دے. کله چې ځناور شمېرلے شى، نو هر يو لسم به د مالِک خُدائ وى. ۳۳ مالِک دې ځناورو له داسې ترتيب نۀ ورکوى چې خراب ځناور ترې خوښ کړے شى او بدلولے رابدلولے يې هم نۀ شى. کۀ هغۀ يو ځناور په بل ځناور بدل کړو، نو بيا به دواړه د مالِک خُدائ وى او واپس به نۀ شى اخستلے.“ ۳۴ دا هغه حُکمونه دى چې مالِک خُدائ موسىٰ له د سينا په غرۀ باندې د بنى اِسرائيلو دپاره ورکړل.

فصل بعدی