۰:۰۰ / ۰:۰۰

دَ لُوقا په مُطابق دَ مالِک عيسىٰ مسيح زيرے

دولسم باب

دَ مُنافقت خلاف خبردارے

متى ۱۰ :  ۲۶ ـ ۲۷

۱په دے دوران کښے دَ زرګُونو خلقو ګڼه جوړه شوے وه اَؤ داسے جقه شوى وه چه خلق په يو بل ورختل. نو عيسىٰ اول خپلو مُريدانو ته خبرے شروع کړے چه ”دَ فريسيانو دَ خمبيرے نه ځان ساتئ! زما مطلب دَ هغوئ دَ مُنافقت نه دے. ۲داسے هيڅ پټ شئے نِشته چه هغه به څرګند نۀ کړے شى اَؤ داسے هيڅ څيز نامعلُومه نِشته چه هغه به ونهٔ پيژندلے شی. ۳نو هر هغه څۀ چه تاسو په تورتم کښے وايئ، هغه به په رڼا ورځ واؤريدلے شى اَؤ هغه څۀ چه تاسو په بندو دروازو يو بل ته په غوږ کښے وئيلى دى، هغه به دَ کوټے دَ چته په چغه واؤرولى شى.

دَ چا نه ويريدل

متى ۱۰ :  ۲۸ ـ ۳۱

۴اَئے زما دوستانو! زَۀ تاسو ته دا وايم، دَ هغه چا نه مه ويريږئ څوک چه وجُود وژنى خو دَ هغے نه پس نور هيڅ نۀ شى کولے. ۵زَۀ به تاسو خبردار کړم چه دَ چا نه ويره په کار ده. دَ هغۀ نه ويريږئ څوک چه دَ وژلو نه پس دوزخ ته دَ اچولو طاقت هم لرى. زَۀ تاسو ته وايم چه له هغۀ نه ويره کوئ!

۶ولے پينځۀ چڼچڼے په دوؤ پيسو نۀ خرڅيږى څۀ؟ اَؤ بيا هم خُدائے په دوئ کښے يوه هم نۀ هيروى. ۷لا دَ دے نه سيوا ستاسو دَ سر ټول ويښتۀ هم شمارلى شوى دى. هيڅ ويره مه کوئ، تاسو دَ بے شماره چڼچڼو نه زيات قيمتى يئ!

دَ بنى آدمو په مخ کښے دَ عيسىٰ اِقرار

متى ۱۰ :  ۳۲ ـ ۳۳، ۱۲ :  ۳۲، ۱۰ :  ۱۹ ـ ۲۰

۸زَۀ تاسو ته دا وايم چه هر هغه څوک چه دَ خلقو په مخکښے زما اِقرار کوى نو اِبن آدم به هم دَ خُدائے دَ فرښتو په مخکښے دَ هغۀ اِقرار کوى. ۹خو څوک چه دَ بنى آدمو په وړاندے زما نه مُنکريږى نو دَ خُدائے دَ فرښتو په مخکښے به دَ هغۀ نه اِنکار وشى.

۱۰هر هغه څوک چه دَ اِبن آدم بر خلاف څۀ خبره وکړى نو هغه به معاف کړے شى، خو څوک چه دَ رُوحُ القُدس بر خلاف کُفر ووائى نو دَ هغۀ دَ پاره به هيڅ معافى نۀ وى.

۱۱هر کله چه تاسو دَ عبادت خانو اَؤ دَ حاکمانو اَؤ دَ اِختيار دَ خاوندانو په وړاندے راوستے شئ نو په دے انديښنه مه کوئ چه تاسو به دَ دوئ په وړاندے په خپله صفائى کښے څۀ وايئ. ۱۲کله چه وخت راشى نو رُوحُ القُدس به په خپله تاسو ته په هغه ساعت وښائى چه څۀ وئيل په کار دى.“

دَ نادان مالدار مِثال

۱۳په ګڼه کښے يو سړى عيسىٰ ته ووئيل، ”اُستاذه! زما ورور ته ووايه چه زما سره دَ ميراث ويش وکړى.“ ۱۴هغۀ جواب ورکړو چه ”سړيه! زَۀ چا ستاسو مُنصف اَؤ ثالث مُقرر کړے يم؟“ ۱۵بيا هغۀ خلقو ته ووئيل، ”خبردار شئ! دَ هر قِسم حرص نه ځان ساتئ ځکه چه که دَ يو سړى سره ډیر زيات مال هم وى خو دولت دَ هغۀ ژوند نۀ شى زياتولے.“

۱۶اَؤ بيا ورته عيسىٰ دا مِثال پيش کړو چه ”يو مالدار سړے وو چه په مزکه کښے ئے ښۀ فصل وشو. ۱۷هغۀ دَ ځان سره ووئيل، ما ته څۀ کول پکار دى؟ ما سره خو دومره ځائے هم نِشته چه دا غله په کښے انبار کړم. ۱۸هغۀ ووئيل چه زَۀ به داسے وکړم چه خپلے خمبے به ونړوم اَؤ لوئے به ئے جوړے کړم اَؤ په هغے کښے به خپله ټوله غله اَؤ نور څيزُونه سمبال کړم. ۱۹اَؤ بيا به ځان ته ووايم، سړيه! ډير ښۀ ښۀ څيزونه دومره چه دَ کلُونو پورے دِ پرے ګذاره کيږى دِ جمع کړل، اوس دَ آرام ژوند تيروه، خوره څښه اَؤ مزے کوه! ۲۰خو خُدائے هغۀ ته ووئيل، اَئے کم عقله! هم په دے شپه به دِ ساه وخيژى. تا چه خپل دولت جمع کړو، دا به اوس دَ چا شى؟

۲۱دا دَ هغه سړى مِثال دے چه دَ ځان دَ پاره دُنيا راټوله کړى خو دَ خُدائے په نزد غنى نۀ دے.“

انديښنه اَؤ پريشانى

متى ۶ :  ۲۵ ـ ۳۴، ۶ :  ۱۹ ـ ۲۱

۲۲هغۀ خپلو مُريدانو ته ووئيل، ”ځکه زَۀ تاسو ته دا وايم چه دَ ځان دَ پاره دا انديښنه مه کوئ چه څۀ به خورُو يا څۀ به آغوندُو. ۲۳ځکه چه ژوندون دَ ډوډئ اَؤ وجُود دَ جامے نه غوره دے. ۲۴مارغانو ته لږ پام وکړئ چه نۀ خو کرى اَؤ نۀ ريبى، نۀ ئے کوټے شته، نۀ خمبے، خو بيا ئے هم خُدائے ساتى! تاسو دَ مارغانو نه ډير زيات غوره يئ! ۲۵په تاسو کښے داسے يو هم څوک شته چه تش په انديښنو خپل عُمر لږ ساعت زياتولے شى؟ ۲۶که چرے تاسو په ټولو کښے يو معمُولى کار هم نۀ شئے کولے نو بيا دَ نورو سودا ولے آخستى يئ؟ ۲۷سوسنو ته پام وکړئ، هغوئ نۀ خو خوارى کوى اَؤ نۀ وريشى، خو بيا هم زَۀ تاسو ته وايم چه سليمان سره دَ خپلے ټولے دبدبے دَ هغوئ په شان ښايسته جامه نۀ وه آغوستے. ۲۸خو که خُدائے دَ ميدان واښو ته دا قِسم جامه ورکوى کُوم چه نن په پټو کښے راټُوکيږى اَؤ صبا په تنُور کښے اچولے شى، نو اَئے کم ايمانو، هغه به تاسو په څومره ښايسته لباس پټوى.

۲۹اَئے کم ايمانو! نو ځکه تاسو دَ خوراک څښاک دَ پاره لټُون مه کوئ، تاسو دا فکر مه کوئ. ۳۰ځکه چه دَ دُنيا نور قومُونه دَ دے څيزونو لټُون کوى خو ستاسو داسے پلار دے چه هغه ستاسو دَ حاجتُونو نه ښۀ خبر دے. ۳۱تاسو دَ هغۀ دَ بادشاهت لټُون کوئ نو دا څيزونه به هم ومُومئ.

۳۲اَئے ورکوټے رمے! مه ويريږئ! ځکه چه ستاسو دَ پلار دا خوښه ده چه تاسو له بادشاهى درکړى. ۳۳خپل هر څۀ خرڅ کړئ اَؤ خيرات ورکړئ اَؤ دَ ځان دَ پاره داسے بټوے تيارے کړئ چه هيڅکله نه زړيږى اَؤ په آسمان کښے داسے خزانے چه نۀ تماميږى، چرته چه غل ورنزدے کيدے نۀ شى اَؤ نۀ ئے چينجى خورى. ۳۴ځکه چه چرته چه ستاسو خزانه وى هلته به ستاسو زړۀ هم وى.

بيدار نوکران

۳۵ملاګانے تړلے اَؤ ډيوے بلے، ۳۶دَ هغو سړو په شان شئ څوک چه دَ خپل مالِک دَ وادۀ دَ ډوډئ نه بيرته دَ راتلو په اِنتظار وى دَ دے دَ پاره چه هغه څۀ وخت راشى، ور وټکوى نو چه ئے سمدستى ورته بيرته کړى. ۳۷هغه خادمان بختور دى چه مالِک ئے دَ راتلو په وخت بيدار څوکيدار ووينى! زَۀ تاسو ته دا وايم، هغه به خپله ملا وتړى، دوئ به خوراک ته کښينوى اَؤ هغه به راشى دَ دوئ خدمت به کوى. ۳۸خو که هغه نيمه شپه وى اَؤ که دَ سحر صبا کيدو وخت، هر کله چه هغه راشى اَؤ دغسے بيدار ئے ووينى نو دوى بختور دى! ۳۹اَؤ ياد لرئ که چرے دَ کور مالِک دَ دے نه خبر وئے چه غل به څۀ وخت راځى نو هغه به هيڅکله هم دَئے په خپل کور کښے کنډر کولو ته پريښے نۀ وو. ۴۰بيا نو ځان تيار ساتئ ځکه چه اِبن آدم به په داسے وخت کښے راځى چه ستاسو په ګمان کښے به هم نۀ وى.“

۴۱پطروس ووئيل چه ”مالِکه! تۀ دا مِثال يواځے مُونږ ته وائے اَؤ که دا ټولو ته؟“ ۴۲مالِک ورته ووئيل چه ”ښه، بيا هغه ايماندار اَؤ هوښيار سړے کُوم يو دے، چه مالِک ئے خپل ناظر مُقرر کړى چه دَ خدمت ګارانو اِنتظام په لاس کښے واخلى اَؤ په مقرر وخت هغوئ ته دَ غلے برخه ورکوى؟ ۴۳بختور دے هغه نوکر چه دَ مالِک دَ راتلو په وخت په خپل کار آخته وى! ۴۴زَۀ تاسو ته دا وايم چه مالِک به هغه دَ خپل ټول جائيداد مُختار کړى. ۴۵خو که هغه نوکر دَ ځان سره دا ووائى چه بويه چه مالِک راځى اَؤ دَ نوکرانو اَؤ وينځو په وهلو ټکولو لاس پورے کړى اَؤ خورى څښى اَؤ په نشه کښے وى، ۴۶نو بيا به ئے مالِک په داسے ورځ راشى چه دَ هغۀ په خيال کښے به هم نۀ وى اَؤ په داسے وخت کښے چه هغۀ ته به نۀ وى معلُوم اَؤ هغۀ ته به سخته سزا ورکړى اَؤ دغه شان به هغه په بے ايمانانو کښے شمارلے شى.

۴۷خو هغه نوکر چه دَ خپل مالِک په طبيعت پوهيږى خو بيا هم دَ هغۀ په مرضئ عمل ونۀ کړى، هغه به بدے بدے کروړے وخورى. ۴۸خو هغه په دے نۀ وو خبر اَؤ دَ وهلو لايق کارُونه ئے وکړل هغه به هم ووهلے شى خو دومره زيات نه. کُوم سړى ته چه زيات څۀ ورکړے شوى وى دَ هغۀ نه به زيات غوښتلے کيږى اَؤ څومره زيات چه چاته څۀ سپارلى شوى وى، هومره زيات به دَ هغۀ نه غوښتلى شى.

دَ عيسىٰ په وجه بيلتُون

متى ۱۰ :  ۳۴ ـ ۳۶

۴۹زَۀ دے له راغلے يم چه په مزکه اور پورے کړم اَؤ زَۀ دا غواړم چه دا دَ مخکښے نه بل وى! ۵۰زَۀ به دَ يوے بپتسمے نه تيريږم اَؤ په ما تر هغے وخته څومره لوئے بوج دے تر څو چه زَۀ دَ دے نه تير شوے نۀ يم! ۵۱ولے تاسو دا فرض کړى دى چه زَۀ په دے دُنيا اَمن خورولو له راغلے يم؟ نه، بے شکه زَۀ دلته بيلتُون راوستو له راغلے يم. ۵۲ځکه چه دَ دے نه پس به په يو کور کښے پينځۀ تنه بيل بيل شى، درے دَ دوؤ خلاف اَؤ دوه دَ دريو خلاف، ۵۳پلار دَ زوئے خلاف اَؤ زوئے دَ پلار، مور دَ لُور خلاف اَؤ لُور دَ مور، خواښے دَ اِنږور خلاف اَؤ اِنږور به دَ خواښے خلاف وى.“

وخت پيژندل

متى ۱۶ :  ۲ ـ ۳

۵۴عيسىٰ خلقو ته دا هم ووئيل، ”هر کله چه تاسو نمر پريواتۀ طرف ته وريځے په راپورته کيدو ووينئ نو تاسو سمدستى وايئ چه باران راتلُونکے دے اَؤ باران کيږى. ۵۵اَؤ هر کله چه باد دَ سهيل دَ طرفه وى نو تاسو وايئ چه دَ ګرمئ چپه راتلُونکے ده اَؤ هم دغسے وشى. ۵۶تاسو څومره مُنافقان يئ! تاسو دَ مزکے اَؤ دَ آسمان دا ښکاره نخښے پيژنئ نو بيا تاسو څرنګه دَ هغے مُقرر کړے وخت نۀ پيژنئ؟

دَ خپل مُدعى سره صُلح

متى ۵ :  ۲۵ ـ ۲۶

۵۷اَؤ بيا تاسو په خپله دَ ځان دَ پاره سمے فيصلے ولے نۀ شئ کولے چه تاسو له څۀ کول پکار دى؟ ۵۸هر کله چه تاسو دَ خپل مُدعى سره عدالت ته روان يئ نو دا کوشش کوئ چه په لاره لاره دَ هغۀ سره صُلح وکړئ. ګنى هغه به تاسو مُنصف ته پيش کړى اَؤ مُنصف به تاسو سپاهى ته حواله کړى اَؤ سپاهى به مو قيد ته واچوى. ۵۹زَۀ تاسو ته دا وايم چه تاسو به تر هغے خلاص نۀ شئ تر څو چه مو پيسه پيسه پور پرے کړے نۀ وى.“