۰:۰۰ / ۰:۰۰

د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د حضرت لوقا زېرے

شپاړسم باب

د بې‌ايمانه ناظر مِثال

۱ بيا عيسىٰ خپلو مريدانو ته وفرمائيل چې، ”يو دولتمند سړى ته د هغۀ د ناظر په سر چا شکايت وکړو چې هغه ستا مال الوځوى. ۲ نو هغۀ هغه راوبللو او ورته يې ووئيل، دا ستا په حقله زۀ څۀ خبرې اورم؟ خپل حساب کِتاب راوړه ځکه چې د دې نه پس به تۀ زما ناظر نۀ يې. ۳ ناظر د ځان سره ووئيل، زما دا نېک چې مې د نوکرۍ نه وباسى نو اوس به زۀ څۀ کوم؟ زۀ خو دومره تکړه نۀ يم چې خټې لوټې وکړم او په خير غوښتلو هم شرمېږم. ۴ نو بيا اوس زۀ په دې پوهېږم چې څۀ وکړم. چې کله مې دے د نوکرۍ نه وباسى نو زما ډېر دوستان به زما مدد ته تيار وى. ۵ هغۀ د خپل مالِک قرضدارى ځان ځان له راوبلل او اول کس ته يې ووئيل چې زما د مالِک په تا څومره قرض دے؟ ۶ هغۀ جواب ورکړو، د زيتُونو تېل تقريباً درې زره ليټره. هغۀ ورته ووئيل چې خپل بِل دې واخله او زر کښېنه او څلور سوه يې وليکه. ۷ بيا يې بل ته ووئيل، او په تا څومره قرض پاتې دے؟ هغۀ ورته ووئيل، سل بورۍ غنم. هغۀ ورته ووئيل، خپل بِل دې واخله او اتيا بورۍ وليکه. ۸ او مالِک د خپل بې‌ايمانه ناظر د دې هوښيارتيا ستائينه وکړه، ځکه چې د دې پيړۍ خلق په خپلو کښې په لېن دېن کولو کښې د ايماندارانو نه زيات هوښيار دى. ۹ نو ځکه زۀ تاسو ته وايم چې د دُنيا په مال دولت خپل ځان له دوستان جوړ کړئ نو چې کله مال دولت درنه لاړ شى نو دا خلق به تاسو په ابدى کور کښې قبول کړى. ۱۰ کوم سړے چې په لږ کار کښې ديانتداره وى، هغه به په غټ کار کښې هم ديانتداره وى او کوم سړے چې په لږ کښې بدديانته وى، هغه به په ډېرو کښې هم بدديانته وى. ۱۱ نو کۀ چرې تاسو ځان د دې دُنيا په دولت کښې ديانتداره ثابت نۀ کړو نو په حقيقى دولت کښې به په تاسو باندې څوک اِعتبار وکړى؟ ۱۲ او کۀ چرې تاسو په پردى مال دولت کښې ځان بدديانته ثابت کړے وى نو بيا به داسې څوک وى چې تاسو له به خپل مال دولت درکړى؟ ۱۳ يو غلام هم د دوو مالِکانو خِدمت نۀ شى کولے، ځکه چې يا خو به هغه د يو نه نفرت کوى او د بل سره مينه، او يا به هغه د يو وفادار وى او د بل نه به کرکه کوى. تاسو د خُدائ پاک او د مال دولت دواړو يو ځائ خِدمت نۀ شئ کولے.“

شريعت او د خُدائ بادشاهت

۱۴ او فريسيان څوک چې په مال مئين وُو هغوئ چې دا خبرې واورېدلې نو په عيسىٰ پورې يې خندا وکړه. ۱۵ عيسىٰ ورته وفرمائيل، ”هم تاسو خلق خپل اولس په دې دوکه کوئ چې ګنې تاسو صادقان يئ خو خُدائ پاک ستاسو زړونه پېژنى. ځکه چې کوم څيزونه چې د خلقو په نظر کښې د صِفت وى، هغه د خُدائ پاک په نظر کښې پليت وى. ۱۶ د يحيىٰ تر وخته د شريعت او نبيانو سلسله جارى وه. د دې نه پس د خُدائ پاک د بادشاهۍ د زيرى بيان اورولے شو نو د هر چا زړۀ وو چې په هغې کښې داخل شى. ۱۷ د زمکې او آسمان ختمېدل د شريعت نه د يو حرف يا زبر قدرې ورانولو په نسبت آسان کار دے. ۱۸ کوم سړے چې خپله ښځه طلاقه کړى او د بلې سره وادۀ وکړى نو هغه زنا کوى او هغه سړے څوک چې د طلاقې شوې ښځې سره وادۀ وکړى نو هغه هم زنا کوى.

مالداره سړے او لعزر

۱۹ يو مالداره سړے وو چې کاسنى او د نرم کتان جامې يې اچولې او هره ورځ به يې ډېر په شان شوکت خلقو له دعوتونه ورکول. ۲۰ او يو عاجز سړے چې نوم يې لعزر وو او په وجود يې ډيرې دانې راختلې وې، د هغۀ په دروازه کښې پروت وو. ۲۱ او هغه به د هغه ټوکړو خوړلو په طمع وو کومې به چې د دې مالداره سړى دسترخوان نه پاتې شوې وې، بلکې سپى به هم راتلل او د هغۀ زخمونه به يې څټل. ۲۲ آخر يوه ورځ هغه عاجز سړے مړ شو او فرښتو يوړو او د اِبراهيم په غېږ کښې يې واچولو. هغه مالداره سړے هم مړ شو او ښخ کړے شو، ۲۳ او په عالمِ ارواح کښې چرته چې هغه په عذاب وو، هغۀ چې پورته وکتل نو لرې يې لعزر د اِبراهيم په غېږ کښې وليدلو. ۲۴ هغۀ چغې کړې، اے پلاره، اِبراهيمه. په ما رحم وکړه. دا لعزر راولېږه چې خپل د ګوتې سر په اوبو کښې لوند کړى چې زما ژبه پرې يخه کړى ځکه چې زۀ په دې اور کښې ډېر په عذاب يم. ۲۵ خو اِبراهيم ورته وفرمائيل چې، هغه وخت ياد کړه زويه. په دُنيا کښې ټول نعمتونه ستا په نصيب وُو او ټولې بدبختۍ د لعزر په نصيب وې. اوس هغه دلته په آرام دے او تۀ په عذاب کښې يې. ۲۶ خو بله خبره دا ده چې زمونږ او ستا تر مينځه يوه لويه کنده ده چې د هغې نه نۀ څوک پورې وتلے شى او نۀ ترېنه څوک دېخوا راتلے شى. ۲۷ مالداره سړى جواب ورکړو چې بيا نو پلاره، زۀ درته زارى مِنت کوم چې تۀ دے زمونږ کور ته ولېږه ۲۸ چرته چې زما پينځۀ وروڼه دى چې هغوئ خبرداره کړى، هسې نه چې هغوئ هم په دې عذاب کښې ګېر شى. ۲۹ خو اِبراهيم ورته وفرمائيل چې د هغوئ سره موسىٰ او نور نبيان شته، په کار دى چې دوئ هغوئ ته غوږ ونيسى. ۳۰ خو هغۀ جواب ورکړو چې، نه، پلاره اِبراهيمه. کۀ د مړو نه څوک هغوئ ته لاړ شى نو هغوئ به هله توبه ګار شى. ۳۱ اِبراهيم جواب ورکړو، کۀ چرې هغوئ د موسىٰ او د نورو نبيانو خبرو ته غوږ نۀ ږدى نو کۀ څوک د قبر نه ورپاڅى هم نو هغوئ به پرې باور ونۀ کړى.“