کپی رایت ۲۰۲۴ - ۲۰۱۵ افغانی بائبل. تمامی حقوق محفوظ است
۱ عيسىٰ خپلو مريدانو ته وفرمائيل، ”تيندکونه به خامخا راځى خو چې د چا د لاسه دا راځى، د هغوئ په حال افسوس دے. ۲ د هغۀ دپاره به دا ښۀ وى چې د هغۀ په غاړه کښې د ژرندې پل واچولے شى او په درياب کښې وغورزولے شى، په ځائ د دې چې په دې وړو کښې يو له هم تيندک ورکړى. ۳ خبردار اوسئ. کۀ چرې ستاسو ورور څۀ ګناه وکړى نو وې رټئ او کۀ هغه پښېمانه شى نو وې بخښئ. ۴ او کۀ چرې هم هغه په ورځ کښې اووۀ ځله ستا خلاف ګناه وکړى او بيا اووۀ ځله درله راشى او داسې ووائى چې زۀ توبه کوم نو تۀ يې معاف کړه.“ ۵ مريدانو مالِک ته ووئيل چې، ”زمونږ ايمان قوى کړه.“ ۶ نو مالِک ورته جواب ورکړو، ”کۀ چرې ستاسو ايمان د شړشمو د دانې هومره هم وى نو کۀ تاسو د تُوت دې ونې ته ووايئ چې د بېخه ووځه او په سمندر کښې لاهو شه، نو دا به ستاسو حُکم ومنى. ۷ کۀ چرې د يو کس نوکر د يوې او ګډو څرولو نه راواپس شى، نو ولې د هغۀ نېک به ورته دا وائى چې زر راشه او ما سره روټۍ ته کښېنه؟ ۸ نه، هغه به ورته دا وائى چې زما روټۍ تياره کړه، ملا تړلے ودرېږه او زما خِدمت کوه. او تۀ به زما نه وروستو روټۍ وخورې. ۹ ولې هغه به د هغه نوکر شُکر ګزارى ونۀ کړى چې د دۀ حکم يې منلے وو؟ ۱۰ دغه شان کله چې تاسو هغه هر څۀ چې تاسو ته يې حکم شوے دے پوره کړئ نو بيا تاسو ته داسې وئيل په کار دى چې مونږ د تعريف قابل نوکران نۀ يُو خو مونږ صرف خپل فرض پوره کړو.“
۱۱ کله چې عيسىٰ يروشلم ته روان وو نو هغه د سامريه او د ګليل تر مينځه تېرېدلو. ۱۲ کله چې هغه يو کلى ته ورسېدو نو لس جذاميان يې هلته وليدل. هغوئ په څۀ فاصله کښې ولاړ وُو، ۱۳ او عيسىٰ ته يې نعرې کړې، ”اے مالِکه، په مونږ رحم وکړه.“ ۱۴ هر کله چې هغۀ هغوئ وليدل نو ورته يې وفرمائيل، ”لاړ شئ او خپل ځانونه اِمامانو ته وښايئ.“ او کله چې هغوئ لا په لاره روان وُو نو هغوئ پاک کړے شول. ۱۵ نو په هغوئ کښې چې يو تن خپل ځان روغ وليدلو نو واپس شو او په چغو چغو يې د خُدائ پاک ثناء ووئيله. ۱۶ هغه د عيسىٰ په پښو کښې پرېوتو او د هغۀ شکريه يې ادا کړه. او هغه يو سامرى وو. ۱۷ بيا عيسىٰ وفرمائيل چې، ”ولې لس واړه پاک نۀ کړے شوئ؟ نو هغه نور نهۀ څۀ شول؟ ۱۸ بې له دې يو مسافر نه بل يو هم داسې نۀ وو چې واپس راغلے وے او د خُدائ پاک ثناء يې وئيلے وے؟“ ۱۹ او عيسىٰ هغه سړى ته وفرمائيل، ”پاڅه او لاړ شه، خپل ايمان تۀ جوړ کړې.“
۲۰ فريسيانو د عيسىٰ نه تپوس وکړو چې، ”د خُدائ پاک بادشاهى به کله راځى؟“ هغۀ وفرمائيل چې، ”تاسو د نښو په ليدلو دا نۀ شئ وئيلے چې د خُدائ پاک بادشاهى به کله راځى. ۲۱ نۀ څوک داسې وئيلے شى چې ګورئ هغه دلته ده. يا هلته ده. ځکه چې په حقيقت کښې د خُدائ پاک بادشاهى ستاسو په مينځ کښې ده.“ ۲۲ بيا عيسىٰ مريدانو ته وفرمائيل چې، ”داسې وخت به راشى چې تاسو به د اِبن آدم د راتلو په طمع يئ خو تاسو به يې ليدلے نۀ شئ. ۲۳ خلق به تاسو ته وائى چې ګورئ هغه هلته دے يا دلته دے، خو هلته مۀ ځئ او مۀ هغوئ پسې منډې وهئ. ۲۴ لکه څنګه چې برېښنا د آسمان د يو سر نه تر بله سره پورې رسى، دغه شان به د اِبن آدم راتلل وى. ۲۵ خو اول به هغه خامخا ډېر مصيبت وزغمى او دا پيړۍ به يې رد کړى ۲۶ لکه څنګه چې د نوح په زمانه کښې شوى وُو، هم هغه شان به د اِبن آدم د راتلو په ورځو کښې وشى. ۲۷ هغوئ تر هغې ورځې پورې خوړل څښل او ودونه يې کول ترڅو چې نوح خپلې کشتۍ ته ننوتو او سېلاب راغلو او هغوئ ټول يې غرق کړل. ۲۸ او لکه څنګه چې د لوط په زمانه کښې شوى وُو هغوئ هم خوړل څښل او سوداګرى يې کوله او بوټى يې کَرل او ودانۍ يې کولې. ۲۹ خو په کومه ورځ چې لوط د سدوم نه ووتلو نو د آسمان نه اور او ګوګړ ورېدل شروع شول او دوئ يې ټول تباه کړل. ۳۰ دغه شان به د اِبن آدم د راتلو په ورځ هم وى. ۳۱ په هغه ورځ هر څوک چې د چت دپاسه وى او سامان يې ښکته وى نو هغه دې د سامان اوچتولو دپاره هيڅکله هم ښکته نۀ راکوزيږى او هم دغه شان څوک چې په پټى کښې وى هغه دې کور ته نۀ واپس کيږى. ۳۲ د لوط ښځه راياده کړئ. ۳۳ څوک چې خپل ځان ساتل غواړى هغه به يې بائيلى، خو څوک چې ځان بائيلى، هغه به يې وساتى. ۳۴ زۀ تاسو ته وايم چې په هغه شپه به په يو کټ کښې دوه کسان وى، يو به واخستلے شى او بل به پرېښودلے شى. ۳۵ او دوه ښځې به يو ځائ مېچن کوى، يوه به واخستلے شى او بله به پرېښودلے شى. ۳۶ دوه سړى به په پټى کښې وى، يو به واخستلے شى او بل به پرېښودلے شى.“ ۳۷ هغوئ چې دا واورېدل نو تپوس يې وکړو، ”دا به چرته وى مالِکه؟“ عيسىٰ ورته وفرمائيل، ”چرته چې مرداره وى هلته به ټپوسان راټوليږى.“