۰:۰۰ / ۰:۰۰

د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د حضرت لوقا زېرے

اتلسم باب

د يوې کونډې او د يو قاضى مِثال

۱ بيا عيسىٰ مريدانو ته يو مِثال ووئيلو، او ورته يې دا وښودل چې هغوئ دې ضرور بار بار دُعا غواړى او زړۀ دې نۀ بائيلى. ۲ نو هغۀ وفرمائيل چې، ”په يو ښار کښې يو قاضى وو چې نۀ ورسره د خُدائ پاک يره وه او نۀ يې د خلقو پرواه کوله. ۳ او هم په دغه ښار کښې يوه کونډه وه چې هغه به بيا بيا هغۀ له راتله او ورته به يې وئيل چې زما د مخالفينو او زما تر مينځه اِنصاف وکړه. ۴ ډېره موده هغۀ اِنکار کولو خو آخر يې په زړۀ کښې ووئيل، حقه خو دا ده چې زۀ نۀ خو د خُدائ پاک نه يرېږم او نۀ د خلقو پرواه کوم، ۵ خو اوس دا کونډه زما دپاره داسې بلا جوړه شوې ده او زۀ به د دې حق دې له ورکړم، هسې نۀ چې په بار بار راتلو ما تر پوزې راولى.“ ۶ بيا مالِک عيسىٰ وفرمائيل، ”تاسو دې بې‌اِنصافه قاضى ته غوږ شئ چې دۀ څۀ ووئيل. ۷ نو ولې خُدائ پاک به د خپلو غوره شوو دُعا نۀ اورى څوک چې ورته شپه او ورځ زارى او مِنت کوى؟ ولې هغه به د دوئ په مدد کولو کښې ډېر وخت ولګوى؟ ۸ زۀ تاسو ته وايم، هغه به ډېر زر د هغوئ سره اِنصاف وکړى. خو کله چې اِبن آدم دوباره راشى، نو ولې هغه به څوک ايماندار په زمکه پېدا کړى؟“

د فريسى او يو محصولچى مِثال

۹ عيسىٰ هغه خلقو ته هم چې په خپل ځان يې باور کولو چې مونږ صادقان يُو او نور يې سپک ګڼل، دا مِثال ووئيلو، ۱۰ ”دوه سړى د دُعا دپاره د خُدائ کور ته لاړل، يو فريسى وو او بل محصولچى. ۱۱ فريسى ودرېدو او داسې دُعا يې شروع کړه، اے خُدايه پاکه، ستا شُکر دے چې زۀ د نورو خلقو په شان نۀ خو دوکه مار، نۀ بې‌ايمانه، نۀ زناکار او نۀ لکه د هغه محصولچى په شان يم. ۱۲ زۀ په هفته کښې دوه روژې نيسم او څۀ چې ګټم خُدائ پاک ته د هغې نه لسمه ورکوم. ۱۳ خو محصولچى لرې ولاړ وو او پاس آسمان ته يې نۀ کتل او خپله سينه يې وهله او وئيل يې، اے خُدايه پاکه، په ما رحم وکړه، زۀ ستا ګناه ګار يم. ۱۴ زۀ تاسو ته وايم چې هم دا سړے د هغه اولنى سړى نه زيات صادق کور ته واپس لاړو، ځکه هر څوک چې ځان اوچتوى، هغه به عاجز کړے شى او څوک چې ځان عاجز کړى، هغه به اوچت کړے شى.“

ماشومانو له برکت ورکول

۱۵ خلقو عيسىٰ له خپل ماشومان راوستل چې د برکت دپاره لاس پرې کېږدى. کله چې مريدانو دوئ وليدل نو وې رټل. ۱۶ خو عيسىٰ هغه ماشومان راوبلل او وې فرمائيل، ”ماشومان ما ته راپرېږدئ، دوئ مۀ منع کوئ ځکه چې د خُدائ پاک بادشاهى هم د داسې خلقو ده. ۱۷ زۀ تاسو ته رښتيا وايم، هر څوک چې د خُدائ پاک بادشاهى لکه د ماشوم قبوله نۀ کړى، هغوئ به هيڅکله په دې کښې داخل نۀ شى.“

يو مالدار حاکِم

۱۸ يو حاکِم د عيسىٰ نه دا تپوس وکړو، ”اے نېکه اُستاذه. داسې څۀ وکړم چې د تل ژوندون وارث شم؟“ ۱۹ عيسىٰ هغۀ ته وفرمائيل، ”تۀ ما ته نېک ولې وائې؟ د خُدائ پاک نه بغېر بل هيڅوک نېک نشته. ۲۰ تا ته د شريعت حُکمونه خو معلوم دى، زنا مۀ کوه، قتل مۀ کوه، غلا مۀ کوه، د دروغو ګواهى مۀ کوه او د خپل مور پلار عزت کوه.“ ۲۱ حاکِم جواب ورکړو چې، ”ما د ځوانۍ نه په دې هر څۀ عمل کړے دے.“ ۲۲ د دې په اورېدو عيسىٰ ورته وفرمائيل چې، ”په تا کښې اوس هم د يو څيز کمے دے. لاړ شه، خپل ټول مال حال خرڅ کړه او خوارانو له يې ورکړه، نو بيا به تۀ د آسمان خزانې ومومې. بيا راځه، او ما پسې شه.“ ۲۳ په دې خبرو د حاکِم زړۀ په ډوبېدو شو ځکه چې هغه ډېر مالداره سړے وو. ۲۴ عيسىٰ چې د هغۀ حالات وليدل نو وې فرمائيل، ”د مالداره دپاره د خُدائ پاک په بادشاهۍ کښې داخلېدل څومره ګران کار دے. ۲۵ د يو مالداره سړى په نسبت د خُدائ پاک په بادشاهۍ کښې داخلېدل د يو اوښ دپاره د ستنې په سورى کښې تېرېدل آسان دى.“ ۲۶ چا چې دا واورېدل نو تپوس يې وکړو، ”نو څوک به بيا خلاصون ومومى؟“ ۲۷ عيسىٰ جواب ورکړو، ”څۀ چې د بنى آدم دپاره ناممکنه وى هغه خُدائ پاک ته ممکن وى.“ ۲۸ پطروس ووئيل، ”وګوره مونږ خپل کورونه پرېښى دى چې په تاسو پسې روان شو.“ ۲۹ عيسىٰ وفرمائيل، ”زۀ تاسو ته دا وايم چې چا چې د خُدائ پاک د بادشاهۍ دپاره خپل کور، خپله ښځه، خپل وروڼه، خپل مور پلار او خپل بچى پرېښى دى ۳۰ نو هغه به په دې دُنيا کښې په څو چنده ومومى او په آخر کښې به د تل ژوندون بيا مومى.“

په درېم ځل د حضرت عيسىٰ د خپل مرګ او د بيا ژوندى کېدلو په حقله پېشګوئې

۳۱ عيسىٰ دولس مريدان ځان له کړل او ورته يې وفرمائيل، ”مونږ اوس يروشلم ته ځو او د اِبن آدم په حق کښې هر څۀ چې د نبيانو په وسيله ليکلے شوى دى، هغه به پوره شى. ۳۲ هغه به غېر‌يهوديانو ته حواله کړے شى، هغوئ به په هغۀ پورې ټوقې وکړى او بد سلوکى به ورسره وکړى او توکاڼې به پرې وتوکى. ۳۳ هغوئ به يې په کوړو ووهى او مړ به يې کړى او په درېمه ورځ به هغه بيا ژوندے راپاڅى.“ ۳۴ خو هغوئ په دې هيڅ ونۀ رسېدل او څۀ چې وئيلے شوى وُو، مطلب يې د هغوئ نه پټ وو ځکه چې هغوئ يې په مطلب نۀ پوهېدل.

په يريحو کښې د يو ړوند سړى بينا کول

۳۵ کله چې عيسىٰ يريحو ته نزدې شو نو يو ړوند سړے د لارې په غاړه ناست وو او خير يې غوښتو. ۳۶ هغۀ چې د ګڼو خلقو د تېرېدو آوازونه واورېدل نو تپوس يې وکړو چې، ”دا څۀ چل دے؟“ ۳۷ هغوئ خبر کړو چې، ”عيسىٰ ناصرى په دې لاره تېريږى.“ ۳۸ نو هغۀ چغې کړې، ”اے عيسىٰ د داؤد زويه، په ما رحم وکړه.“ ۳۹ مخکښې چې کوم خلق روان وُو، هغوئ ورته په سخته ووئيل چې، ”چپ شه.“ خو هغۀ چغې لا نورې هم زياتې کړې چې، ”اے د داؤد زويه. په ما رحم وکړه.“ ۴۰ عيسىٰ ودرېدلو او خلقو له يې حُکم ورکړو چې، ”دے ما له راولئ.“ کله چې هغه نزدې راغے نو تپوس يې ترې وکړو، ۴۱ ”تۀ څۀ غواړې چې زۀ يې ستا دپاره وکړم؟“ هغۀ ووئيل، ”مالِکه، زۀ خپل نظر غواړم.“ ۴۲ عيسىٰ هغۀ ته وفرمائيل چې، ”بينا شه، تۀ خپل ايمان بچ کړې.“ ۴۳ نو سمدستى هغه بينا شو او په هغۀ پسې روان شو. او د خُدائ پاک ثنا يې وئيله. او ټولو خلقو چې دا ننداره وليده نو د خُدائ پاک ثنا يې ووئيله.