۰:۰۰ / ۰:۰۰

د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د حضرت لوقا زېرے

نولسم باب

حضرت عيسىٰ او زکاۍ

۱ بيا عيسىٰ يريحو ته ننوتو او د ښار په مينځ کښې تېرېدو. ۲ هلته زکاۍ نومې يو سړے وو. دے د محصولچيانو سردار او ډېر مالداره وو. ۳ د هغۀ دا تلوسه وه چې عيسىٰ به څنګه سړے وى، خو په قد مندرے وو او د ګڼو خلقو له وجې يې هغه ليدلے نۀ شو. ۴ نو هغۀ د خلقو نه وړاندې منډه کړه او يوې ټيټې ونې ته وختلو چې هغه ووينى، ځکه چې عيسىٰ هم په دغه طرف روان وو. ۵ او کله چې عيسىٰ هغه ځائ ته راورسېدو نو پورته يې وکتل او وې فرمائيل چې، ”اے زکايه، زر راکوز شه. زۀ ضرور نن ستا کور کښې مېلمه کېږم.“ ۶ نو هغه زر راکوز شو او ډېر په خوشحالۍ يې ورته هرکلے ووئيلو. ۷ نو خلقو چې دا وليدل نو ټول ځان سره وغورېدل او وې وئيل، ”هغه د يو ګناه ګار سړى کور ته ورغلو چې ورسره مېلمه شى.“ ۸ خو زکاۍ ودرېدو او مالِک ته يې ووئيل، ”مالِکه، زۀ خپل نيم مال خوارانو له ورکوم او کۀ ما له چا نه په دوکه باندې څۀ اخستى وى نو هغۀ له به يو په څلور واپس ورکړم.“ ۹ عيسىٰ هغۀ ته وفرمائيل چې، ”هم نن دې کور ته نجات راغلے دے ځکه چې دے هم د اِبراهيم زوئ دے. ۱۰ ځکه چې اِبن آدم دې له راغلے دے چې ورک شوى ولټوى او بچ يې کړى.“

د لسو سيکو مثال

۱۱ د هغوئ لا دې ته غوږ وو چې عيسىٰ ورته يو مِثال ووئيلو ځکه چې هغه اوس يروشلم ته رانزدې وو او د هغوئ دا ګُمان وو چې د خُدائ پاک بادشاهى اوس زر په ښکاره کېدو ده. ۱۲ هغۀ وفرمائيل، ”د يو لوئ خاندان يو سړے په اوږد سفر يو بل مُلک ته لاړو د دې دپاره چې هغه بادشاهت حاصل کړى او بيا واپس راشى. ۱۳ خو اول هغۀ خپل لس نوکران راوبلل او هر يو ته يې په دې وينا د سرو زرو يوه يوه سيکه ورکړه چې دوئ پرې سوداګرى کوى ترڅو چې زۀ راواپس نۀ شم. ۱۴ خو د خپل مُلک خلقو ورسره کينه کوله او په هغۀ پسې يې يوه جرګه ولېږله چې، مونږ دا سړے خپل بادشاه کېدل نۀ غواړو. ۱۵ خو بيا هم هغه د بادشاه په حيثيت واپس راغلو او کومو نوکرانو ته چې يې پېسې ورکړې وې هغوئ ته يې سوال جواب ولېږلو چې دا معلومه کړى چې په دوئ کښې هر يو څومره ګټه کړې ده. ۱۶ وړومبے راغے او وې وئيل، صاحبه، ستا د سرو زرو سيکې لس نورې ګټلى دى. ۱۷ هغۀ جواب ورکړو، شاباش، تۀ ډېر ښۀ نوکر يې. ځکه چې تا په لږو کښې خپل ځان ايمانداره ثابت کړو، تۀ د لسو ښارونو حاکِم شوې. ۱۸ بيا دوېم راغلو او وې وئيل چې، مالِکه، ستا د سرو زرو سيکو پينځۀ نورې ګټلى دى. ۱۹ او هغۀ ته يې ووئيل چې، تۀ هم د پينځو ښارونو حاکِم شوې. ۲۰ بيا بل نوکر راغلو او وې وئيل، مالِکه، دا ستا د سرو زرو سيکه ده. ما دا په رومال کښې انغښتې وه او سمباله کړې مې وه. ۲۱ زۀ ستا نه يرېدم ځکه چې تۀ يو ظالم سړے يې. هغه څۀ اخلى څۀ چې ستا نۀ وى او هغه څۀ رېبى کوم چې تا کَرلى نۀ وى. ۲۲ هغۀ جواب ورکړو، اے بد تميزه. زۀ به هم ستا په خولۀ تا سره اِنصاف وکړم. تا ته دا معلومه وه چې زۀ يو سخت سړے يم او هغه څۀ حاصلوم چې کوم ما نۀ وى ورکړى او هغه څۀ رېبم چې کوم ما نۀ وى کَرلى؟ ۲۳ نو بيا تا ولې زما د سرو زرو سيکه د صرافانو سره نۀ ده اېښې چې بيا ما په واپسۍ کښې سره د ګټې اخستے وے. ۲۴ هغۀ حاضرينو ته مخ راواړولو او وې وئيل چې، دغه د سرو زرو سيکه د دۀ نه واخلئ او هغۀ له يې ورکړئ چې د چا سره چې لس دى. ۲۵ هغوئ جواب ورکړو چې مالِکه، د هغۀ سره خو د اول نه لس دى. ۲۶ هغۀ هغوئ ته وفرمائيل، زۀ تاسو ته دا وايم چې د چا سره چې څۀ وى هغۀ ته به نور هم ورکړے شى تر دې چې ورسره لا نور زيات شى، خو د چا سره چې څۀ نۀ وى د هغۀ نه به هغه څۀ هم واخستلے شى کوم چې ورسره وى. ۲۷ خو زما هغه دشمنانو چې زۀ بادشاه کېدل نۀ غوښتم، هغوئ راولئ او زما په وړاندې يې قتل کړئ.“

په يروشلم کښې د عيسىٰ کاميابه استقبال

۲۸ د دې خبرو کولو نه پس عيسىٰ خپلو مريدانو نه مخکښې يروشلم ته روان وو. ۲۹ هر کله چې هغه بيتِ‌فګے او بيتِ‌عنياه ته ورنزدې شو کوم چې د زيتُونو په غرۀ ودان دى نو هغۀ دوه مريدان د دې هداياتو سره ولېږل چې، ۳۰ ”دې مخامخ کلى ته ورشئ نو چې څنګه ورننوځئ نو تاسو به يو کوچاڼے تړلے ومومئ چې تر اوسه پرې هيچا لا سورلى نۀ ده کړې. هغه پرانيزئ او دلته يې راولئ. ۳۱ او کۀ څوک درنه دا تپوس وکړى چې تاسو دا کوچاڼے ولې پرانيزئ نو ورته ووايئ چې زمونږ د مالِک په کار دے.“ ۳۲ دواړه په مخه لاړل او هم هغه شان يې وموندل لکه چې عيسىٰ ورته فرمائيلى وُو. ۳۳ او کله چې هغوئ کوچاڼے پرانستو نو د دې مالِکانو ترينه تپوس وکړو چې، ”تاسو دا کوچاڼے ولې پرانيزئ؟“ ۳۴ هغوئ جواب ورکړو چې، ”دا زمونږ د مالِک په کار دے.“ ۳۵ او هغوئ کوچاڼے عيسىٰ له راوستو، بيا هغوئ په کوچاڼى باندې خپلې جامې واچولې او عيسىٰ ورباندې سورلى وکړه. ۳۶ کله چې هغه په لاره تېرېدو نو خلقو ورته په لار کښې خپلې جامې غوړولې. ۳۷ اوس څۀ وخت چې هغه د زيتُونو د غرۀ نه مخ په کوزېدو وو نو ټولو ملګرو او مريدانو يې په هغه ټولو عجيبه معجزو چې هغوئ ليدلى وې د خُدائ پاک ثنا ووئيله. ۳۸ ”مبارک دے هغه راتلونکے بادشاه چې د مالِک خُدائ په نامه راځى. سلامتى دې وى په آسمان کښې او جلال دې وى په اوچت آسمان کښې.“ ۳۹ ځينو فريسيانو په دې ګڼه کښې عيسىٰ ته ووئيل، ”اُستاذه، خپلو مريدانو ته ووايه چې غلى شى.“ ۴۰ عيسىٰ جواب ورکړو، ”زۀ تاسو ته وايم کۀ چرې هغوئ غلى پاتې شى نو کاڼى بوټى به په چغو سر شى.“

د حضرت عيسىٰ د يروشلم په حال ژړل

۴۱ هر کله چې هغه نزدې راغلو، ښار يې وليدلو نو هغۀ په دې باندې وژړل، ۴۲ او وې فرمائيل، ”کۀ چرې نن ورځ تا ته دا معلومه وے چې کومه د خير لاره ده، خو نه، دا ستا د نظر نه پټه ده. ۴۳ يو وخت به په تا داسې راشى چې ستا دشمنان به ستا محاصره وکړى، هغوئ به ستا نه چاپير شى او د هرې خوا نه به دې راګېر کړى. ۴۴ نو تاسو به سره د خپلو بچو يو ځائ په زمکه راګزار کړى او ستا يو کاڼے به هم د بل کاڼى دپاسه پرې نۀ ږدى ځکه چې تاسو د خُدائ د خلاصون هغه مقرر وخت ونۀ پېژندلو.“

د خُدائ پاک کور پاکول

۴۵ عيسىٰ بيا د خُدائ کور ته ورننوتو او هغۀ هغه ټول خلق چې د خُدائ په کور کښې يې سوداګرى کوله، وشړل ۴۶ او ورته يې وفرمائيل، ”صحيفې فرمائى چې، ”زما کور به د دُعا کور بللے شى،“ خو تاسو ترېنه د ډاکوانو اډه جوړه کړې ده.“ ۴۷ د خُدائ په کور کښې به هره ورځ عيسىٰ تعليم ورکولو. او مشران اِمامان او د شرعې عالمان د دۀ د وژلو په تلاش کښې وُو چې د اولسى مشرانو مرسته هم ورسره وه. ۴۸ خو هغوئ په دې کښې بې‌وسه وُو، ځکه چې د خلقو د عيسىٰ په خبرو يقين وو.