۰:۰۰ / ۰:۰۰

د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د حضرت لوقا زېرے

شلم باب

د حضرت عيسىٰ د اختيار په حقله تپوس

۱ يوه ورځ چې عيسىٰ د خُدائ په کور کښې خلقو له تعليم ورکولو او ورته يې زيرے اورولو نو مشران اِمامان، د شرعې عالمان او د قوم مشران ورله راغلل. ۲ او هغوئ ورته ووئيل، ”مونږ ته ووايه چې تۀ دا کارونه په کوم اختيار کوې؟ او دا اختيار تا له چا درکړے دے؟“ ۳ عيسىٰ هغوئ له جواب ورکړو، ”زۀ هم ستاسو نه يو تپوس کوم، تاسو يې جواب راکړئ ۴ چې د يحيىٰ بپتسمه د آسمان د طرف نه وه او کۀ د انسان؟“ ۵ په دې هغوئ د يو بل سره په بحث شول چې، ”کۀ چرې مونږ ووايو چې د آسمان نه، نو هغه به راته ووائى چې بيا تاسو په هغۀ ايمان ولې رانۀ وړو؟ ۶ خو کۀ چرې مونږ ووايو چې د انسانانو د طرف نه وه، نو ټول خلق به مونږ سنګسار کړى ځکه چې هغوئ دا منى چې يحيىٰ نبى وو.“ ۷ نو هغوئ جواب ورکړو چې، ”مونږ خبر نۀ يُو.“ ۸ نو عيسىٰ ورته وفرمائيل، ”بيا به زۀ هم دا درته ونۀ وايم چې زۀ په کوم اختيار دا کارونه کوم.“

د انګورو باغ او د باغوانانو مِثال

۹ نو بيا عيسىٰ خلقو ته دا مِثال تير کړو چې، ”يو زميندار وو چې د انګورو باغ يې ولګولو، او زميندارانو له يې په اجاره ورکړو او يو بل مُلک ته د ډيرې مودې دپاره لاړو. ۱۰ کله چې موسم راغلو نو هغۀ يو نوکر اجاره دارو له ورولېږلو چې د هغوئ نه د هغۀ د انګورو د پېداوار برخه وصول کړى خو زميندارو هغه ښۀ ووهلو او خالى لاس يې واپس ولېږلو. ۱۱ هغۀ بيا بل نوکر ورولېږلو خو هغوئ هغه هم ووهلو او بې‌عزته يې کړو، او تش لاس يې واپس ولېږلو. ۱۲ هغۀ بيا درېم سړے ورولېږلو خو هغه يې هم زخمى کړو، او بهر يې وغورزولو. ۱۳ بيا د انګورو د باغ مالِک ووئيل چې اوس ما له څۀ کول په کار دى؟ زۀ به خپل خوږ زوئ ورولېږم. شايد چې د دۀ خاطر وکړى. ۱۴ خو هر کله چې اجاره دارو هغه وليدو نو يو بل ته يې ووئيل، دا د باغ وارث دے، راځئ چې مړ يې کړو او ميراث به يې مونږ ته پاتې شى. ۱۵ نو اجاره دارو هغه د انګورو د باغ نه بهر وغورزولو او مړ يې کړو. نو بيا تاسو دا ووايئ چې د انګورو د باغ مالِک به د هغوئ سره څۀ وکړى؟ ۱۶ هغه به راشى او دا ټول اجاره دار به مړۀ کړى او د انګورو باغ به بل چا له ورکړى.“ هر کله چې هغوئ دا واورېدل نو وې وئيل، ”خُدائ مۀ کړه.“ ۱۷ خو عيسىٰ ورته نېغ نېغ وکتل او وې فرمائيل، ”نو بيا د صحيفو د دې عبارت څۀ مطلب دے، ”کوم کاڼے چې ګِلکارانو رد کړے وو هم هغه د ګوټ سر کاڼے شو“؟ ۱۸ هر څوک چې د دې کاڼى سره تيندک وخورى هغه به ټوټې ټوټې شى، او کۀ په هر چا دا راپرېوځى نو هغه به ريز مريز کړى.“ ۱۹ د شرعې عالمانو او مشرانو اِمامانو غوښتل چې هغۀ ته هم په هغه وخت لاس ورواچوى ځکه چې هغوئ ته دا پته ولګېدله چې دا مِثال د هغوئ په خلاف دے خو هغوئ ورسره څۀ ونۀ کړل ځکه چې هغوئ د خلقو نه يرېدل.

قيصر له محصُول ورکول

۲۰ نو هغوئ په دې لټون کښې وُو چې څنګه به يې راګېر کړو. نو جاسوسان يې پټ د صادقانو په جامه کښې ورولېږل چې په هغۀ کښې څۀ داسې خبرې راپېدا کړى چې د هغې په بهانه هغه راګېر کړى او ګورنر ته يې حواله کړى. ۲۱ هغوئ د هغۀ نه تپوس وکړو، ”اُستاذه، مونږ په دې خبر يُو چې تۀ څۀ وائې او کوم تعليم چې ورکوې هغه ټيک دے او د هيچا طرفدارے نۀ کوې خو په رښتيا سره د خُدائ پاک د لارې تعليم ورکوې. ۲۲ نو بيا مونږ ته دا ووايه چې د روم قيصر له محصُول ورکول روا دى او کۀ نه؟“ ۲۳ عيسىٰ د هغوئ په چل پوهه شو نو ورته يې وفرمائيل، ۲۴ ”ما ته د سپينو زرو يوه سيکه وښايئ. په دې د چا تصوير دے او د چا نوم؟“ هغوئ جواب ورکړو چې، ”د قيصر.“ ۲۵ عيسىٰ ورته وفرمائيل چې، ”ښۀ ده، قيصر ته خپل حق ورکړئ او خُدائ پاک له خپل.“ ۲۶ دغه شان د خلقو په وړاندې د دوئ دا کوشش چې هغه په خبرو کښې راګېر کړى کامياب نۀ شو، او د هغۀ په جواب هغوئ حق حېران او غلى پاتې شول.

د بيا ژوندى کېدلو په باب کښې تپوس

۲۷ بيا ځينې صدوقيان څوک چې د قيامت نه منکر دى هغۀ له راغلل. ۲۸ او د هغۀ نه يې داسې تپوس وکړو چې، ”اُستاذه، موسىٰ مونږ ته دا ښودلى دى چې کۀ د چا ورور مړ شى او ښځه يې پاتې شى او بچى يې نۀ وى نو بل ورور دې هغه کونډه وادۀ کړى او د هغۀ نسل دې پېدا کړى. ۲۹ نو اوس اووۀ وروڼه وُو. وړومبى وادۀ وکړو او بې‌اولاده مړ شو. ۳۰ بيا دوېم هغې ښځې سره وادۀ وکړو، ۳۱ بيا درېم هغې سره وادۀ وکړو هم دغه شان اووۀ واړه مړۀ شول خو د يو هم اولاد ونۀ شو. ۳۲ آخر هغه ښځه هم مړه شوه. ۳۳ د قيامت په ورځ به دغه ښځه د چا وى ځکه چې اووۀ واړو وروڼو ورسره وادۀ کړے وو؟“ ۳۴ عيسىٰ هغوئ ته وفرمائيل، ”د دې دُنيا سړى او ښځې وادۀ کوى، ۳۵ خو هغه څوک چې د بلې دُنيا لائق ګڼلے شوى دى، هغوئ به نۀ وادۀ کوى نۀ به وادۀ کيږى. ۳۶ ځکه چې د هغې نه پس به هغوئ نۀ مرى، هغوئ به د فرښتو په شان وى. ځکه چې هغوئ د مرګ نه پس بيا راژوندى شوى دى نو ځکه د خُدائ پاک بچى ګڼلے کيږى. ۳۷ او دا چې مړى به راژوندى کولے شى، دا خو موسىٰ په خپله هم د جاړو د سوزولو په واقعه کښې بيان کړے دے چرته چې د مالِک خُدائ په حقله فرمائى، ”د اِبراهيم خُدائ پاک، د اِسحاق خُدائ پاک او د يعقوب خُدائ پاک.“ ۳۸ نو هغه د مړو خُدائ پاک نۀ دے، بلکې د ژوندو خُدائ پاک دے. د هغۀ په نزد ټول ژوندى دى.“ ۳۹ په دې د شرعې ځينو عالمانو ووئيل، ”اُستاذه، ډېر ښۀ دې ووئيل.“ ۴۰ او د دې نه پس په چا کښې دا جرأت نۀ وو چې د هغۀ نه بل سوال وکړى. ۴۱ بيا عيسىٰ هغوئ ته وفرمائيل، ”هغوئ بيا دا څنګه وائى چې مسيح د داؤد زوئ دے؟ ۴۲ ځکه چې داؤد په خپله په زبور کښې فرمائى چې، ”مالِک زما مالِک ته وفرمائيل، زما ښى لاس ته کښېنه، ۴۳ ترڅو چې زۀ ستا دشمنان ستا د پښو لاندې نۀ کړم.“ ۴۴ داؤد خو په خپله هغۀ ته مالِک وائى، نو بيا هغه د داؤد زوئ څنګه کېدے شى؟“

د شرعې عالمان ملامته کول

۴۵ د ټولو خلقو په وړاندې عيسىٰ خپلو مريدانو ته وفرمائيل، ۴۶ ”د شرعې د عالمانو نه ځان ساتئ څوک چې په لويو لويو چوغو کښې ګرځى او په بازارونو کښې د عزت په سلامونو ډېر خوشحاليږى او په عبادتخانو او په مېلمستياو کښې د مشرۍ په ځائ کښېناستل غواړى. ۴۷ هم دا هغه خلق دى چې د کونډو مالونه خورى او د ريا اوږدې اوږدې دُعاګانې کوى، دوئ به د ټولو نه سخته سزا مومى.“