۰:۰۰ / ۰:۰۰

د عیسی مسیح په هکله د لوقا انجیل

شلم فصل

د عیسی د اختیار په هکله پوښتنه

(متي ۲۱:‌۲۳‌-‌۲۷ او مرقوس ۱۱:‌۲۷‌-‌۳۳)

۱ یوه ورځ کله چې عیسی د خدای په کور کې خلکو ته تعلیم ورکاوه او زېری یې ورته رسولو، مشران کاهنان او د شریعت عالمان د نورو یهودي مشرانو سره راغلل ۲ او هغه ته یې وویل: «ته څه حق لرې چې دا کارونه کوې؟ چا تاته دا اختیار درکړی دی؟» ۳ عیسی هغوی ته په ځواب کې وویل: «زه هم ستاسو څخه یوه پوښتنه کوم، ماته ووایئ چې ۴ د یحیی د تعمید ورکول د خدای له خوا ؤ یا د انسان له خوا؟» ۵ هغوی په خپل منځ کې بحث وکړ او ویل یې: «که چېرې ووایو چې د خدای له خوا ؤ، نو هغه به ووایي چې بیا تاسو ولې په هغه باندې ایمان رانه وړ؟ ۶ خو که چېرې ووایو چې د انسان له خوا ؤ، نو ټول خلک به مونږ سنګسار کړي، ځکه چې هغوی په دې عقیده دي چې یحیی پیغمبر ؤ.» ۷ نو ځواب یې ورکړ: «مونږ نه پوهېږو چې د کوم ځای ؤ.» ۸ عیسی هغوی ته وویل: «زه هم تاسو ته نه وایم چې په کوم اختیار دا کارونه کوم.»

د انګورو د باغ او باغوانانو مثال

(متي ۲۱:‌۳۳‌-‌۴۶ او مرقوس ۱۲:‌۱‌-‌۱۲)

۹ بیا عیسی خلکو ته دا مثال راوړ: «یو سړي د انګورو باغ جوړ کړ او هغه یې باغوانانو ته په اجاره ورکړ او په خپله د اوږدې مودې دپاره یو بل وطن ته لاړ. ۱۰ کله چې د انګورو د راټولولو وخت راورسېد، نو هغه خپل یو نوکر باغوانانو ته ورولېږه چې د باغ د حاصلاتو څخه د هغه برخه راوړي. خو باغوانانو هغه وواهه او تش لاس یې بېرته ولېږه. ۱۱ بیا هغه بل نوکر ورولېږه، خو باغوانانو هغه هم وواهه، هغه یې بې‌عزته کړ او تش لاس یې بېرته ولېږه. ۱۲ بیا یې درېم نوکر ورولېږه، خو هغه یې هم ټپي کړ او دباندې یې وغورځاوه. ۱۳ د باغ خاوند د خپل ځان سره وویل: ‹اوس څه وکړم؟ زه به خپل ګران زوی ورولېږم، کېدای شي چې د هغه لحاظ وکړي.› ۱۴ خو کله چې باغوانانو هغه ولیده، نو یو بل ته یې سره وویل: ‹دا یې وارث دی. راځئ چې مړ یې کړو، نو میراث به یې زمونږ شي.› ۱۵ نو هغه یې د انګورو د باغ څخه دباندې وویست او ویې واژه.»

عیسی پوښتنه وکړه: «د باغ خاوند به اوس د هغوی سره څه کوي؟ ۱۶ هغه به راشي او دا باغوانان به مړه کړي او د انګورو باغ به نورو ته ورکړي.» کله چې خلکو دا واورېدل، نو ویې ویل: «خدای دې نه کړي.» ۱۷ عیسی هغوی ته په ځیر سره وکتل او پوښتنه یې وکړه: «نو بیا د زبور د کتاب د دې برخې معنی څه ده؟

کومه تیږه چې رد کړې ګلکارانو وه

هغه اوس شوه اصلي تیږه د تهداب

۱۸ هرڅوک چې په دې تیږه راولویږي، نو ټوټې ټوټې به شي او که هغه تیږه په چا باندې راولویږي، نو هغه به ذرې ذرې کړي.»

د مالیې ورکولو په هکله پوښتنه

(متي ۲۲:‌۱۵‌-‌۲۲ او مرقوس ۱۲:‌۱۳‌-‌۱۷)

۱۹ د شریعت عالمانو او مشرانو کاهنانو غوښتل چې په هماغه ساعت عیسی ونیسي، ځکه چې هغوی پوه شول چې دا مثال یې د دوی په هکله ووایه، خو د خلکو څخه وېرېدل. ۲۰ بیا هغوی د موقعې په لټه کې وو او ځینې جاسوسان یې چې خپل ځانونه یې صادقان ښودل ولېږل، ترڅو عیسی په خپلو خبرو کې راونیسي او هغه د روم والي ته چې د قدرت او واک خاوند دی وسپاري. ۲۱ جاسوسانو عیسی ته وویل: «استاذه! مونږ پوهېږو ته چې څه وایې او کوم تعلیم چې ورکوې هغه سم دی. ته د هېچا طرفداري نه کوې، بلکې په رښتینولۍ سره د خدای د لارې تعلیم ورکوې. ۲۲ ایا مونږ ته روا ده چې امپراتور ته مالیه ورکړو که نه؟» ۲۳ عیسی پوه شو چې هغوی ورسره چل کوي، نو ورته ویې ویل: ۲۴ «ماته د سپینو زرو یوه سکه وښایئ. په هغې باندې د چا تصویر او د چا نوم دی؟» هغوی ځواب ورکړ: «د امپراتور.» ۲۵ عیسی وویل: «نو بیا څه چې د امپراتور دي هغه امپراتور ته ورکړئ او څه چې د خدای دي هغه خدای ته ورکړئ.» ۲۶ هغوی ونه شو کولای چې عیسی د خلکو په مخکې په خپلو خبرو کې راونیسي او د هغه په ځواب حیران شول، نو غلي پاتې شول.

د قیامت د ورځې په هکله پوښتنه

(متي ۲۲:‌۲۳‌-‌۳۳ او مرقوس ۱۲:‌۱۸‌-‌۲۷)

۲۷ بیا ځینې صدوقیان چې د مرګ څخه وروسته د بیا راژوندي کېدلو څخه منکر وو، عیسی ته راغلل او د هغه څخه یې یو سوال وکړ: ۲۸ «استاذه! موسی په شریعت کې مونږ ته لیکلي دي چې که چېرې د چا ورور مړ شي او ښځه یې ترې پاتې شي او اولاد یې نه وي، نو د دې سړي ورور باید د هغې کونډې سره واده وکړي، ترڅو د هغه اولادونه پیدا شي او هغه یې د مړه ورور اولادونه وګڼل شي. ۲۹ نو داسې وشول چې اووه ورونه وو، لومړني یې ښځه وکړه او بې‌اولاده مړ شو. ۳۰ بیا دوهم یې هماغه ښځه وکړه، هغه هم بې‌اولاده مړ شو. ۳۱ بیا درېم هغه وکړه او په همدې ډول اووه واړو د هغې سره ودونه وکړل او هر یو مړ شو، خو د یو هم اولاد ونه شو، ۳۲ او له ټولو وروسته هغه ښځه هم مړه شوه. ۳۳ نو د قیامت په ورځ به هغه د کوم یو ښځه وي؟ ځکه چې اووه واړو د هغې سره ودونه کړي وو.»

۳۴ عیسی ځواب ورکړ: «په دې نړۍ کې نر او ښځې ودونه کوي، ۳۵ خو کوم خلک چې د راتلونکې نړۍ او د مرګ څخه د بیا راژوندي کېدلو لایق ګڼل شوي دي، هغوی یو د بله سره ودونه نه کوي. ۳۶ هغوی به نور نه مړه کیږي، ځکه چې د فرښتو په شان به وي. هغوی د خدای اولادونه دي، ځکه چې د مړو څخه د تل دپاره راژوندي شوي دي. ۳۷ او دا چې مړي بیا راژوندي کیږي، موسی دا په خپله د سوځېدونکي بوټي په پېښه کې وښودله او هلته یې څښتن د ابراهیم خدای، د اسحاق خدای او د یعقوب خدای وباله. ۳۸ هغه د مړو نه بلکې د ژوندیو خدای دی، ځکه چې د هغه په نظر کې ټول ژوندي دي.» ۳۹ د شریعت ځینو عالمانو وویل: «استاذه! ډېر ښه ځواب دې ورکړ.» ۴۰ له هغې وروسته نور چا جرات ونه کړ چې د هغه څخه بله پوښتنه وکړي.

مسیح د چا زوی دی؟

(متي ۲۲:‌۴۱‌-‌۴۶ او مرقوس ۱۲:‌۳۵‌-‌۳۷)

۴۱ بیا عیسی د هغوی څخه پوښتنه وکړه: «هغوی څنګه ویلی شي چې مسیح د داود زوی دی؟ ۴۲ ځکه چې خپله داود د زبور په کتاب کې وایي:

څښتن وویل زما بادار ته:

‹کښېنه زما ښي لاس ته

۴۳ ترڅو چې ستا دښمنان

ستا د پښو لاندې کړم.›

۴۴ نو کله چې داود مسیح ته بادار وایي، بیا دا څنګه کېدای شي چې هغه د داود زوی وي؟»

عیسی د شریعت د عالمانو په خلاف خبرداری ورکوي

(متي ۲۳:‌۱‌-‌۳۶ او مرقوس ۱۲:‌۳۸‌-‌۴۰)

۴۵ په داسې حال کې چې ټولو خلکو د عیسی خبرو ته غوږ نیولی ؤ، خپلو شاګردانو ته یې وویل: ۴۶ «د شریعت د عالمانو سره احتیاط کوئ. هغوی دا خوښوي چې په اوږدو چپنو کې وګرځي او په بازارونو کې ورته خلک سلام واچوي او غواړي چې په کنیسو کې په مخکې ځایونو او په مېلمستیاوو کې په لوړو ځایونو کې کښېني. ۴۷ هغوی د کونډو مالونه خوري او د ځان ښودنې دپاره اوږدې اوږدې دعاګانې کوي. د داسې خلکو سزا به د ټولو نه سخته وي.»