۰:۰۰ / ۰:۰۰

دَ لُوقا په مُطابق دَ مالِک عيسىٰ مسيح زيرے

څلورم باب

دَ عيسىٰ لمسُون

متى ۴ :  ۱ ـ ۱۱، مرقوس ۱ :  ۱۲ ـ ۱۳

۱عيسىٰ چه دَ رُوحُ القُدس نه معمُور دَ اُردن سيند نه واپس شو اَؤ رُوحُ القُدس هغه بيابان ته بوتلو، ۲اَؤ تر څلويښتو ورځو پورے په بيابان کښے دَ اِبليس په لمسُون کښے وو. په دے دوران کښے هغۀ هيڅ نۀ وُو خوړلى اَؤ په آخر کښے هغه وږے شو.

۳اِبليس هغۀ ته ووئيل چه ”که تۀ دَ خُدائے زوئے يئے نو دے کاڼى ته ووايه چه ډوډئ شى.“

۴عيسىٰ جواب ورکړو چه ”صحيفے وائى چه، ”اِنسان تش په ډوډئ نۀ پائى.““

۵بيا اِبليس هغه په لوړه وخيژولو اَؤ دَ دُنيا ټول بادشاهتُونه ئے دَ سترګو په رَپ کښے ورښکاره کړل. ۶اَؤ ورته ئے ووئيل چه ”زَۀ به دَ دے ټولو اِختيار تا له درکوم اَؤ هغه شان اَؤ شوکت هم چه دَ دے سره تړلى وى ځکه چه دا زما په اِختيار کښے راکړى شوى دى اَؤ زَۀ چه چا ته غواړم دا ورکولے شم. ۷که تۀ ما ته تشه سجده وکړے نو دا هر څۀ به ستا شى.“

۸عيسىٰ هغۀ ته جواب ورکړو ”صحيفے وائى چه، ”تۀ تش خُدائے ته سجده کوه اَؤ يواځے دَ هغۀ عبادت کوه!““

۹بيا شيطان هغه بيتُ المُقدس ته بوتلو اَؤ دَ خُدائے دَ کور په مناره ئے ودرولو اَؤ ورته ئے ووئيل چه ”که تۀ دَ خُدائے زوئے يئے نو ځان ښکته ګُزار کړه، ۱۰ځکه چه صحيفے وائى چه، ”هغه به خپلو فرښتو ته حُکم ورکړى چه ستا حفاظت وکړى.“ ۱۱اَؤ ”هغوئ به دِ په خپلو لاسُونو کښے دَ دے ويرے پورته کړى چه هسے نه چه ستا پښه په کاڼو غوڅه شى.““

۱۲عيسىٰ هغۀ ته ځواب ورکړو، ”دا وئيلى شوى دى چه، ”تۀ خپل مالِک خُدائے مه لمسوه.““

۱۳دغه شان چه دَ اِبليس ټول لمسُون ختم شو نو دَ څۀ وخت دَ پاره ترے نه لاړو.

په ګليل کښے خدمت شروع کول

متى ۴ :  ۱۲ ـ ۱۷، مرقوس۱ :  ۱۴ ـ ۱۵

۱۴بيا عيسىٰ دَ رُوحُ القُدس په قُدرت ګليل ته واپس شو اَؤ په ټول وطن کښے دَ هغۀ آوازه ګير چاپيره خوره شوه. ۱۵اَؤ هغۀ دَ هغوئ په عبادت خانے کښے وعظ کولو اَؤ ټولو خلقو دَ هغۀ لوئى بيانوله.

په ناصرت کښے دَ عيسىٰ ناقبليدل

متى ۱۳ :  ۵۳ ـ ۵۸، مرقوس ۶ :  ۱ ـ ۶

۱۶بيا هغه ناصرت ته راغے چرته چه هغه لوئے شوے وو اَؤ دَ سبت په ورځ عبادت خانے ته دَ خپل دستُور په مُطابق لاړو. هغه دَ سبق لوستو دَ پاره ودريدلو، ۱۷اَؤ ورته دَ يشعياه نبى کتاب ورکړے شو. هغۀ کتاب پرانستو اَؤ هغه پاڼے ئے راواړولے چه په کښے ليکلى وُو چه : 

۱۸”دَ رب رُوح په ما نازل دے ځکه چه زَۀ هغۀ مسح کړے يم،

اَؤ دے له ئے را استولے يم چه عاجزانو ته زيرے ورکړم،

چه قيديانو ته دَ آزادئ اَؤ ړندو ته دَ بينائى اِعلان وکړم،

اَؤ چه ژوبل شوى مظلُومان آزاد کړم،

۱۹اَؤ دَ رب دَ قبُول شوى کال وعظ وکړم.“

۲۰هغۀ کتاب بند کړو، خادم ته ئے واپس ورکړو اَؤ کښيناستو اَؤ په عبادت خانے کښے دَ ټولو خلقو سترګے په هغۀ باندے وے. ۲۱هغۀ بيا خبرے شروع کړے اَؤ وئے وئيل، ”نن چه تاسو دا کلام واؤريدو، دا پُوره شو.“ ۲۲هلته ټولو خلقو په جمع دَ هغۀ شاهدى وکړه اَؤ په دے حيران شول چه داسے دَ فضل خبرے دَ هغۀ دَ شُونډو نه راووتلے. هغوئ تپوس وکړو، ”آيا دا دَ يُوسف زوئے نۀ دے؟“

۲۳بيا عيسىٰ ووئيل، ”بے شکه چه تاسو به ما ته دا متل ضرور واؤروئ چه حکيمه! خپل ځان روغ کړه اَؤ دا به ووايئ چه تا چه هر څۀ په کُفرنحوم کښے کړى دى مُونږه هغه آؤريدلى دى، هغه څۀ دلته په خپله ښاريه کښے هم وکړه. ۲۴زَۀ تاسو ته دا وايم چه يو نبى هم په خپل وطن کښے چا قبُول کړے نۀ دے. ۲۵په حقيقت کښے دَ اِلياس په ورځو کښے په اِسرائيلو کښے ډيرے کونډے وے تاسو ته به معلومه وى چه په هغه زمانه کښے درے نيم کاله باران نۀ وو شوے اَؤ په ټول وطن باندے سخت قحط راغلے وو. ۲۶خو اِلياس په دوئ کښے هيچا ته وانۀ ستولے شو بے دَ صيدا دَ مُلک په صارِفت ښاريه کښے دَ يوے کونډے ښځے نه. ۲۷اَؤ بيا دَ اِليشع نبى په زمانه کښے په اِسرائيلو کښے ډير جُزاميان وُو خو دَ نعمان شامى نه بغير په هغوئ کښے يو هم پاک نۀ کړے شو.“

۲۸په دے خبرو دَ عبادت خانے ټول خلق قهرژن شول. ۲۹هغوئ پورته شول، هغه ئے دَ ښاريئے نه بهر وويستو اَؤ دَ هغه غرۀ سر ته ئے بوتلو چه دغه ښاريه پرے آباده وه، مطلب ئے دا وو چه دَ هلته نه ئے ښکته ګُزار کړى. ۳۰خو هغه دَ هغوئ دَ مينځ نه ووتو اَؤ لاړو.

نا پاک رُوح نيولے سړے

مرقوس ۱ :  ۲۱ ـ ۲۸

۳۱دَ ګليل کفرنحُوم ښاريئے ته په راکُوزيدو عيسىٰ دَ سبت په ورځ خلقو ته تعليم ورکاوو. ۳۲اَؤ هغوئ دَ دَۀ په تعليم حيران شول ځکه چه هغۀ په پُوره اِختيار خبرے کولے. ۳۳دلته په عبادت خانے کښے يو سړے وو چه پيريانو نيولے وو. هغۀ په زوره چغے کړلے، ۳۴”تۀ زمُونږ نه څۀ غواړے اَئے عيسىٰ ناصرى؟ تۀ راغلے چه مُونږ هلاک کړے څۀ؟ زَۀ دِ پيژنم چه تۀ څوک يئے تۀ دَ خُدائے قُدوس يئے.“

۳۵عيسىٰ هغه ورټلو اَؤ وئے وئيل چه ”غلے شه اَؤ دَ دَۀ نه راوزه!“ بيا پيرى هغه سړے دَ خلقو په مينځ کښے په مزکه راوويشتو اَؤ بغير دَ څۀ نقصانه ئے هغه پريښودو.

۳۶ټول حق حيران شول اَؤ يو بل ته ئے ووئيل، ”دَ دے سړى په ژبه کښے څۀ کمال دے؟ هغه پُوره په اِختيار پيريانو ته حُکم ورکوى اَؤ هغوئ وځى!“ ۳۷دغه شان دا خبره په ټول وطن کښے خوره شوه اَؤ خلقو پرے بحث کوو.

دَ ډيرو خلقو روغول

متى ۸ :  ۱۴ ـ ۱۷، مرقوس ۱ :  ۲۹ ـ ۳۴

۳۸دَ عبادت خانے نه په وتو هغه دَ شمعُون کره لاړو، دَ شمعُون خواښے سختے تبے نيولے وه اَؤ هغوئ هغۀ ته سوال وکړو چه مدد ئے وکړه. ۳۹هغه ورغے اَؤ دَ هغے په خوا کښے ودريدلو اَؤ تبه ئے ورټله، هغه تبے پريښوده، سمدستى پورته شوه اَؤ دَ هغۀ خدمت ته ودريده.

۴۰دَ نمر پريوتو په وخت ټولو خلقو خپل دوستان خپلوان چه په مُختلفو رنځُونو آخته وُو، هغۀ ته راوستل اَؤ هغۀ په يو يو باندے خپل لاسُونه کيښودل اَؤ روغ ئے کړل. ۴۱دَ ډيرو نه پيريان هم پاڅيدل اَؤ دا چغے ئے وهلے چه ”تۀ دَ خُدائے زوئے يئے!“

خو هغه هغوئ ورټل اَؤ دَ خبرو نه ئے منع کړل ځکه چه هغوئ ته پته وه چه دَے مسيح دے.

تبليغى دوره

مرقوس ۱ :  ۳۵ ـ ۳۹

۴۲چه صبا شو نو عيسىٰ بهر يو خوشى ځائے ته لاړو خو خلق دَ هغۀ په لټُون پسے ووتل اَؤ چه وئے مُوندلو په ټينګه ئے ورته ووئيل چه ”مُونږ نه مه ځه.“ ۴۳خو هغۀ ورته ووئيل، ”په کار دى چه زَۀ دَ خُدائے دَ بادشاهئ زيرے نورو ښارُونو ته هم ورسوم ځکه چه زَۀ دَ دے دَ پاره راليږلے شوے يم.“

۴۴دغه شان دَ يهُوديه په عبادت خانو کښے ئے وعظ کاوو.