۰:۰۰ / ۰:۰۰

دَ مرقوس په مُطابق دَ مالِک عيسىٰ مسيح زيرے

دولسم باب

دَ انګورو باغ اَؤ دَ باغوانانو مِثال

متى ۲۱ :  ۳۳ ـ ۴۶، لُوقا ۲۰ :  ۹ ـ ۱۹

۱عيسىٰ هغوئ ته بيا په مِثالُونو کښے خبرے شروع کړے. ”يو سړى دَ انګُورو باغ ولګوو اَؤ شپول ئے ترے تاؤ کړو اَؤ دَ مئے حوض ئے په کښے ولګولو اَؤ دَ څوکئ يو برج ئے هم په کښے جوړ کړو. بيا ئے دَ انګورو باغوانانو ته په اِجاره وکړلو اَؤ بل ملک ته لاړو. ۲کله چه موسم دَ بره شو نو هغۀ اِجاره دارو ته يو خدمتګار ورواستولو چه دَ هغوئ نه خپله برخه آمدن وصُول کړى. ۳خو هغوئ هغه ونيولو، وَئے وهلو اَؤ تش لاس ئے واپس وليږلو. ۴بيا هغۀ يو بل خدمتګار ورواستولو اَؤ دَئے هم هغوئ په سر سر وټکولو اَؤ ډير ئے بے عزته کړو. ۵بيا هغۀ يو بل وروليږلو اَؤ هغه دوئ مړ کړو. اَؤ دَ دَۀ نه علاوه دغسے نور هم وُو، څوک ئے ووهل اَؤ ځنے ئے مړۀ کړل. ۶اَؤ اوس دَ دَۀ سره يو کس پاتے وو، دَ هغۀ خپل نازولے زوئے. په آخر کښے ئے هغه ورواستولو. هغۀ ووئيل چه زما دَ زوى لحاظ خو به وکړى. ۷خو اِجاره دارو يو بل ته ووئيل چه هم دغه خو وارث دے، راځئ چه مړ ئے کړُو اَؤ جائيداد به ئے زمُونږ شى. ۸نو هغوئ هغه ونيولو اَؤ مړ ئے کړو اَؤ دَ هغۀ لاش ئے دَ باغ نه بهر وغورزولو.

۹دَ باغ مالِک به اوس څۀ کوى؟ هغه به راشى اَؤ اِجاره دار به مړۀ کړى اَؤ دَ انګُورو باغ به بل چا ته حواله کړى. ۱۰آيا تاسو په مُقدس کتاب کښے دا چرے نۀ دى لوستى؟

”کُوم کاڼے چه ګلکارانو رد کړے وو

هم هغه دَ ګوټ سر ګاڼے شو.

۱۱دا دَ رب کارُونه دى

اَؤ زمونږ په نظر کښے عجيبه ښکارى.““

۱۲بيا هغوئ داسے څۀ بهانه لټوله چه هغه ګرفتار کړى ځکه چه هغوئ پوهيدل چه دا مِثال دَ هغوئ په حق کښے وو، خو هغوئ دَ خلقو نه ويريدل نو هغوئ هغه يواځے پريښودو اَؤ ترے نه لاړل.

دَ رُوم قيصر له خراج ورکول

متى ۲۲ :  ۱۵ ـ ۲۲، لُوقا ۲۰ :  ۲۰ ـ ۲۶

۱۳بيا هغوئ څو فريسيان اَؤ هيروديان ورواستول چه عيسىٰ په خبرو کښے راګير کړى. ۱۴هغوئ راغلل اَؤ وئے وئيل، ”اُستاذه! مُونږ خبر يُو چه تۀ يو رښتينے سړے ئے اَؤ دَ هيچا پروادار نۀ يئے، خواه که هغه څوک هم وى، خو تۀ دَ خُدائے دَ لارے تعليم په رښتيا سره ورکوے. آيا مُونږ ته دا روا دى که نه، چه دَ رُوم قيصر له خراج ورکړُو؟ مُونږ ئے ورکوُو اَؤ که نه؟“ ۱۵هغه پوهه شو چه دَ دوئ دا سوال څومره دَ چل نه ډک دے اَؤ وئے وئيل، ”تاسو زما دَ راګيرولو کوشش ولے کوئ؟ ما ته دَ سپينو زرو يوه سکه راؤړئ چه زَۀ ورته وګورم.“

۱۶هغوئ يوه سکه راؤړه اَؤ هغۀ هغوئ ته ووئيل چه ”دا دَ چا تصوير اَؤ دَ چا نُوم دَے؟“

هغوئ جواب ورکړو، ”دا دَ قيصر دى.“

۱۷بيا عيسىٰ ورته ووئيل، ”څۀ چه دَ قيصر وى هغه قيصر له ورکړئ اَؤ څۀ چه دَ خُدائے وى هغه خُدائے له ورکړئ.“ هغوئ دَ دَۀ په خبرو ډير حيران شول.

دَ قيامت په باب کښے سوال

متى ۲۲ :  ۲۳ ـ ۳۳، لُوقا ۲۰ :  ۲۷ ـ ۴۰

۱۸بيا ورته صدُوقيان راغلل، دا هغه خلق دى چه دَ قيامت نه مُنکر دى. هغوئ دا سوال وکړو، ۱۹”اُستاذه! مُوسىٰ زمُونږ دَ پاره دا فرمان کړے دے چه که چرے دَ يو سړى ورور مړى شى اَؤ بے اؤلاده ښځه ترے پاتے شى نو هغه بل دِ دَ ورور ښځه واخلى اَؤ دَ هغۀ نسل دِ جارى وساتى. ۲۰اوس اُووۀ وروڼه وُو، وړُومبى وادۀ وکړو اَؤ بے اؤلاده مړ شو. ۲۱بيا هغه ښځه دويم واخسته اَؤ هغه هم بے اؤلاده مړ شو اَؤ دغه شان دريم وکړل. ۲۲آخر اُووۀ واړه مړۀ شول اَؤ دَ ټولو اؤلاد ونۀ شو. آخر هغه ښځه هم مړه شوه. ۲۳چه قيامت راشى اَؤ دوئ ټول ژوندى شى نو ښځه به دَ چا وى؟ ولے چه اُووۀ واړو ورسره وادۀ کړے وو“

۲۴عيسىٰ هغوئ ته ووئيل، ”تاسو په غلطه يئ اَؤ هم دغه وجه ده چه نۀ خو تاسو په کتابِ مُقدس پوهيږئ اَؤ نۀ دَ خُدائے په قدرت. ۲۵کله چه هغوئ بيا راژوندى کړے شى نو سړى اَؤ ښځے به يو بل سره وادۀ نۀ کوى. هغوئ به دَ آسمان دَ فرښتو په شان وى. ۲۶خو دَ قيامت په ورځے دَ مړو دَ بيا راژوندى کيدو په بابت، آيا تاسو دَ مُوسىٰ په کتاب کښے هيڅ نۀ دى لوستى، دَ سوزيدُونکى بوټى په قصه کښے، چه خُدائے ورته څنګه مُخاطب شو اَؤ ورته ئے ووئيل، ”زَۀ دَ اِبراهيم خُدائے، دَ اِسحاق خُدائے اَؤ دَ يعقُوب خُدائے يم؟“ ۲۷خُدائے دَ مړو خُدائے نۀ دے بلکه دَ ژوندو خُدائے دے! تاسو ډير ګُمراه شوى يئ.“

لوئے حُکم

متى ۲۲ :  ۳۴ ـ ۴۰، لُوقا ۱۰ :  ۲۵ ـ ۲۸

۲۸بيا دَ شرعے په عالمانو کښے يو کس چه دَ دوئ دا بحث ئے آؤريدو اَؤ پوهه شو چه هغۀ دوئ ته څنګه ښۀ جواب ورکړو، راوړاندے شو. تپوس ئے ترے وکړو، ”کُوم يو حُکم دَ ټولو نه لوئے دے؟“

۲۹عيسىٰ جواب ورکړو، ”اَول دا دے چه، ”اَئے اِسرائيله واؤره! مالِک زمُونږ خُدائے يو مالِک دے. ۳۰تۀ دَ مالِک دَ خپل خُدائے سره دَ ټول زړۀ سره، دَ خپل ټول رُوح، دَ خپل ټول عقل اَؤ دَ خپل ټول طاقت سره مينه کوه.“ ۳۱دويم دا دے چه، ”دَ خپل ګاونډى سره لکه دَ ځان مينه کوه.“ دَ دے حُکمونو نه بل لوئے حُکم نشته.“

۳۲نو شرعے عالم هغۀ ته ووئيل، ”آفرين اُستاذه! ډير دِ ښۀ ووئيل، تۀ رښتيا وائے چه خُدائے يو دے اَؤ بے له هغۀ نه بل نِشته. ۳۳اَؤ دَ هغۀ سره دَ ټول زړۀ دَ اِخلاصه په پوهه سره اَؤ په ټول طاقت سره مينه ولرئ اَؤ دَ خپل ځان په شان دَ خپل ګاونډى سره مينه کوئ، نو دا دَ بلے هرے يوے سوزيدُونکى قُربانئ يا نذرانے نه ډير غوره کار دے.“

۳۴هر کله چه عيسىٰ وليدل چه هغۀ څومره په پوهه سره جواب ورکړو نو هغۀ ورته ووئيل چه ”تۀ دَ خُدائے دَ بادشاهئ نه لرے نۀ يئے.“ دَ دے نه پس بيا چا همت ونۀ کړو چه عيسىٰ نه نور تپوسُونه وکړى.

دَ داؤد دَ زوى په حقله سوال

متى ۲۲ :  ۴۱ ـ ۴۶، لُوقا ۲۰ :  ۴۱ ـ ۴۴

۳۵اَؤ بيا عيسىٰ دَ خُدائے په کور کښے تعليم ورکړو. داسے ئے ووئيل، ”نو دَ شرعے عالمان دا څنګه وائى چه مسيح دَ داؤد زوئے دے؟ ۳۶داؤد په خپله دَ رُوحُ القُدس دَ اثر لاندے دا وئيلى دى چه : 

”مالِک زما مالک ته ووئيل،

زما ښى لاس ته کښينه

تر هغے چه زَۀ ستا دُښمنان ستا دَ پښو لاندے نۀ کړم.“

۳۷داؤد په خپله هغۀ ته مالِک وائى، نو بيا هغه دَ داؤد زوئے څرنګه کيدے شى؟“

دَ شرعے عالمان ملامت کول

متى ۲۳ :  ۱ ـ ۳۶، لُوقا ۲۰ :  ۴۵ ـ ۴۷

هلته ډيره ګڼه وه اَؤ ډير په مينه ئے دَ دَۀ خبرے اَؤريدے. ۳۸عيسىٰ په خپل تعليم کښے دوئ ته ووئيل چه ”دَ شرعے دَ عالمانو نه خبردار اوسئ، هغوئ دا خوښوى چه دوئ چُوغے آغوستے وى اَؤ ديخوا اخوا ځى راځى اَؤ په کُوڅو کښے دَ خلقو نه دَ عزت سلامُونه آخلى، ۳۹اَؤ په عبادت خانو کښے دَ مشرئ ځائے غواړى اَؤ په ميلمستيا کښے دَ عزت په ځائے کښينى ۴۰دا هغه خلق دى چه دَ کونډو مالُونه خورى اَؤ دَ ريا اُوږدے اُوږدے دُعاګانے کوى، دوئ به دَ ټولو نه سخته سزا مُومى.“

دَ يوے کُنډے ښځے شکرانه

لُوقا ۲۱ :  ۱ ـ ۴

۴۱يو ځلے عيسىٰ دَ خُدائے دَ کور خزانے ته مخامخ ناست وو اَؤ دا ننداره ئے کوله چه خلق په خزانه کښے پيسے څنګه اچوى. ډيرو مالدارو خلقو ډيرے زياتے پيسے واچولے. ۴۲په دے کښے يوه خواره کُنډه راغله اَؤ دوه دَمَړى ئے په کښے ورواچول چه دواړه دَ نيمے پيسے برابر وُو. ۴۳هغۀ خپل مُريدان ځان ته راوبلل اَؤ ورته ئے ووئيل، ”زَۀ تاسو ته دا وايم چه دے خوارے کُنډے دَ هر چا نه زيات ورکړل. ۴۴ځکه چه هغه نورو چه څۀ ورکړل دَ هغو سره دَ ضرورت نه زيات وُو، خو هغے چه څۀ ورسره نۀ وُو خپل دَ ګذارے هر څۀ ئے ورکړل.“