۰:۰۰ / ۰:۰۰

دَ مرقوس په مُطابق دَ مالِک عيسىٰ مسيح زيرے

شپږم باب

دَ عيسىٰ په ناصرت کښے نۀ قبليدل

متى ۱۳ :  ۵۳ ـ ۵۸، لُوقا ۴ :  ۱۶ ـ ۳۰

۱عيسىٰ دَ هغه ځايه روان شو اَؤ خپل کلى ته دَ خپلو مُريدانو سره لاړو. ۲هر کله چه دَ سبت ورځ راغله نو هغۀ په عبادت خانه کښے تعليم شروع کړو اَؤ ډيرو خلقو چه دَ هغۀ تعليم واؤريدلو نو حيران شول اَؤ وئے وئيل چه ”هغۀ دا خبرے دَ کُومه زده کړے؟ اَؤ دا پوهه دَۀ ته څنګه ورکړے شوه؟ اَؤ دَئے دا مُعجزے څنګه ښئى؟ ۳دا هغه ترکاڼ نۀ دے، دَ مريمے زوئے، دَ يعقُوب، دَ يُوسف، دَ يهوداه اَؤ دَ شمعُون ورور نۀ دے؟ اَؤ يا دَ دَۀ خويندے دلته مُونږ سره نۀ دى؟“ دغه شان هغوئ دَ هغۀ په حقله تيندک وخوړو. ۴عيسىٰ هغوئ ته ووئيل چه ”نبى به هميشه هر چرته عزت مُومى خو په خپل کلى اولس اَؤ خپلو خپلوانو کښے نه.“

۵هغۀ هلته هيڅ مُعجزے ښکاره نۀ کړے بے دَ دے چه خپل لاسُونه ئے په يو څو رنځُورانو راکښل اَؤ هغوئ ئے روغ کړل. ۶اَؤ هغه دَ هغوئ په بے اِعتقادئ حيران شو.

دَ دولسو مُريدانو ليږل

متى ۱۰ :  ۵ ـ ۱۵، لُوقا ۹ :  ۱ ـ ۶

په ګير چاپير کلو کښے عيسىٰ ګرزيدو اَؤ تعليم ئے ورکړو. ۷هغۀ دولس مُريدان راوبلل اَؤ دوه دوه تنه ئے په مُهم آستول شروع کړل اَؤ په پيريانو ئے ورله اِختيار ورکړو. ۸اَؤ ورته ئے ووئيل چه ”دَ سفر دَ پاره دَ يوے امسا نه بغير دَ ځان سره بل هيڅ څيز وانۀ خلئ، نۀ ډوډئ، نۀ کڅوړه اَؤ نۀ په هميانى کښے پيسے ټکے. ۹څپلئ خو په پښو کړئ خو دويم قميص مه آخلئ.“ ۱۰اَؤ ورته ئے ووئيل چه ”کله تاسو يو کور ته ننوزئ نو تر هغے هلته پاتے شئ تر څو دَ هغه ځايه رُخصت شوى نۀ يئ. ۱۱اَؤ چه په کُوم ځائے کښے خلق تاسو قبول نۀ کړى اَؤ غوږ درته نۀ ږدى نو دَ خپلو پښو نه دُوړے وڅنډئ چه دَ هغو دَ پاره شاهدى شى.“

۱۲نو هغوئ بهر لاړل اَؤ کلام ئے آؤرولو چه توبه ګار شئ. ۱۳هغوئ ډير پيريان وويستل اؤ ډير رنحُوران ئے په تيلو غوړ کړل اَؤ جوړ ئے کړل.

دَ يحيىٰ بپتسمه ورکوُونکى مرګ

متى ۱۴ :  ۱ ـ ۱۲، لُوقا ۹ :  ۷ ـ ۹

۱۴نو هيروديس بادشاه دَ عيسىٰ په باب کښے واؤريدل ځکه چه دَ عيسىٰ نُوم مشهور شوے وو اَؤ ځنى خلقو دا وئيل چه ”بپتسمه ورکوُونکے يحيىٰ بيا راژوندے کړے شوے دے ځکه خو ورسره داسے مُعجزے دى.“ ۱۵نورو وئيل چه ”دا اِلياس دے“ اَؤ ځنو دا وئيل چه ”دا دَ زړو نبيانو په شان يو نبى دے.“

۱۶خو چه هيروديس دا واؤريدل نو وئے وئيل چه ”دا هغه يحيىٰ دے چه ما ئے سر پريکړے وو اَؤ بيا راژوندے شوے دے.“ ۱۷ځکه چه هم دے هيروديس يحيىٰ دَ خپل ورور فيليپوس دَ ښځے هيرودياس په وجه قيد کړے وو کُومه چه هغۀ وادۀ کړے وه. ۱۸يحيىٰ هيروديس ته وئيلى وُو چه ”دا ستا دَ پاره ناروا ده چه دَ خپل ورور ښځه په نکاح واخلے.“ ۱۹ځکه خو هيرودياس ورسره کينه لرله اَؤ غوښتل ئے چه هغه قتل کړى خو کولے ئے نۀ شو. ۲۰ځکه چه هيروديس دَ يحيىٰ نه په دے ويريدو چه هغۀ ته معلومه وه چه دَئے پاک اَؤ ښۀ سړے دے، ځکه ئے دَ هغۀ ساتنه وکړله. هيروديس دا غوښتل چه دَ هغۀ خبرے واؤرى خو دَ هغۀ خبرو هغه ډير شکمن کړے وو.

۲۱هيرودياس دا موقعه هغه وخت بيا مُونده کله چه هيروديس په خپله سالګره خپلو اميرانو، فوځى افسرانو اَؤ دَ ګليل غټانو ته ډوډئ کړى وه. ۲۲دَ هغۀ لُور دَ ننه راغلله اَؤ ګډه شوه اَؤ هيروديس اَؤ دَ هغۀ ميلمانۀ ئے دومره خوشحاله کړل چه بادشاه جينئ ته ووئيل، ”وغواړه څۀ چه غواړے اَؤ زَۀ به ئے درکړم“ ۲۳اَؤ هغهٔ هغے ته قسم وخوړو، ”هر څهٔ چه غواړے زَهٔ به ئے درکړم ترخپلے نيمے بادشاهئ پورے.“

۲۴هغه بهر ووتله اَؤ خپلے مور ته ئے ووئيل چه ”زَۀ ترے څۀ وغواړم؟“

خو هغے جواب ورکړو، ”دَ بپتسمه ورکوُونکى يحيىٰ سر.“

۲۵جينئ سمدستى بادشاه له ورغله اَؤ سوال ئے وکړو، ”زَۀ غواړم چه تۀ ما ته دلته په دے ساعت دَ بپتسمه ورکوُونکى يحيىٰ سر په رکابئ کښے راکړے.“

۲۶بادشاه ډير زهير شو خو دَ خپلو سوګندُونو اَؤ دَ ميلمنو له مخه ئے دا نۀ غوښتل چه دَ هغے سره بے لوظى وکړى. ۲۷نو بادشاه پهريدار سپاهى ته حُکم ورکړو چه ”لاړ شه، دَ يحيىٰ سر راؤړه.“ ۲۸سپاهى لاړو په قيد خانه کښے ئے دَ هغۀ سر پريکړو اَؤ په يو تالئ کښے ئے راؤړو اَؤ جينئ ته ئے پيش کړو اَؤ هغے خپلے مور له ورکړو. ۲۹دَ يحيىٰ مُريدان چه دَ دے نه خبر شول نو راغلل دَ هغۀ لاش ئے واخستو اَؤ په قبر کښے ئے ښخ کړو.

پنځو زرو له خوراک ورکول

متى ۱۴ :  ۱۳ ـ ۲۱، لُوقا ۹ :  ۱۰ ـ ۱۷، يوحنا ۶ :  ۱ ـ ۱۴

۳۰رسُولان بيا عيسىٰ ته راټول شول اَؤ هر څۀ چه ئے کړى اَؤ ښودلى وُو هغه ئے ترے خبر کړو. ۳۱هغۀ هغوئ ته ووئيل چه ”تاسو ماپسے راځئ چه چرته خوشى ځائے ته لاړ شُو چه تاسو لږ آرام وکړئ.“ ځکه چه دومره خلق تلل راتلل چه هغوئ ډوډئ خوړلو ته هم نۀ وزګاريدل. ۳۲بيا هغوئ جُدا په کشتئ کښے کښيناستل اَؤ يو خوشى ځائے ته لاړل.

۳۳خو ډيرو خلقو هغوئ په تلو کښے وليدل اَؤ وئے پيژندل اَؤ دَ وچے په لاره دَ ټولو ښاريو نه هغه ځائے ته وروچليدل اَؤ هغوئ نه وړاندے ورسيدل. ۳۴هغه چه غاړے ته ورسيدلو نو ډيره ګڼه ئے وليده اَؤ زړۀ ئے پرے وسوزيدلو ځکه چه هغوئ دَ داسے ګډو په مِثال وُو چه شپُون ئے نۀ وى اَؤ هغۀ هغوئ ته ډير تعليم ورکړو. ۳۵هر کله چه ورځ په تيريدو شوه دَ هغۀ مُريدان هغۀ له ورغلل اَؤ وئے وئيل چه ”دا يو خوشے ځائے دے اَؤ ناوخته کيږى. ۳۶دا خلق ګير چاپيره کلو بانډو ته رُخصت کړه چه ځان له څۀ دَ خوراک څيزُونه په بيعه واخلى.“

۳۷هغۀ ورته ووئيل چه ”تاسو ورله په خپله څۀ ورکړئ چه وئے خورى.“

هغوئ جواب ورکړو، ”آيا مُونږ لاړ شُو اَؤ دَ دوؤ سوو روپو ډوډئ دَ دوئ دَ پاره واخلُو؟“

۳۸هغۀ ووئيل چه ”تاسو سره څومره ډوډئ دى؟ لاړ شئ اَؤ وئے ګورئ.“

هغوئ لاړل، وئے کتلے اَؤ هغۀ ته ئے ووئيل چه ”پنځه ډوډئ دى اَؤ دوه کبان هم.“

۳۹هغۀ هغوئ ته حُکم ورکړو چه ”په شين کبل دا خلق په ډلو ډلو کښے کښينوئ.“ ۴۰اَؤ هغوئ په قطارُونو کښے کښيناستل اَؤ په هره ډله کښے سل سل پنځوس پنځوس تنه. ۴۱نو بيا هغۀ پنځه ډوډئ اَؤ دوه کبان واخستل، آسمان ته ئے وکتل، شکر ئے وويستو اَؤ ډوډئ ئے ماتے کړے. بيا ئے مُريدانو ته ورکړے چه تقسيم ئے کړى. هغۀ هغه دوه کبان هم په هغوئ وويشل. ۴۲هغو ټولو په مړه ګيډه خوراک وکړو. ۴۳اَؤ دولس ډکے شکرئ ئے دَ ټُکړو راغونډے کړے اَؤ دَ کبانو نه هم څۀ پاتے شوى وُو. ۴۴چا چه دا ډوډئ خوړلے وه هغه پنځه زره سړى وُو.

په اوبو باندے ګرزيدل

متى ۱۴ :  ۲۲ ـ ۳۳، يوحنا ۶ :  ۱۵ ـ ۲۱

۴۵خو سمدستى عيسىٰ خپل مُريدان مجبُور کړل چه هغوئ کِشتئ ته وخيژى اَؤ دَ هغۀ نه مخکښے بيتِ صيدا ته پورے وزى اَؤ په خپله ئے خلق رُخصت کړل. ۴۶چه هغوئ ئے رُخصت کړل نو په خپله غر ته وختو چه دُعا وکړى. ۴۷ناوخته شوے وو اَؤ کِشتئ په اوبو کښے لرے وتے وه اَؤ هغه په وچه يکى يواځے وو. ۴۸عيسىٰ وليدل چه هغوئ په چپو وهلو عذابيږى ځکه چه باد مُخالف وو اَؤ عيسىٰ قريبًا دَ شپے څلورم پهر دَ اوبو دَ پاسه دَ هغوئ په لور روان شو. هغه په هغوئ تيريدو ۴۹چه دَ هغوئ پرے نظر شو چه دَ اوبو دَ پاسه روان دَے، نو وئے ګڼل چه دا ګنى پيرے دے نو چغے ئے کړے. ۵۰ځکه چه هغوئ ټولو دَئے وليدلو اَؤ ويرے واخستل.

خو سمدستى ئے ورته ووئيل چه ”زړُونه کلک کړئ! دا زَۀ يم، ويره مه کوئ.“ ۵۱بيا هغه دَ هغوئ سره کِشتئ ته وختلو اَؤ باد بند شو. په دے هغوئ بيخى حيران شول، ۵۲ځکه چه هغوئ لا دَ ډوډئ په هغه واقعه پوهه نۀ وُو، دَ هغوئ زړُونه سخت شوى وُو.

دَ ګينسرت په علاقه کښے رنځوران روغول

متى ۱۴ :  ۳۴ ـ ۳۶

۵۳چه هغوئ پورے غاړے ته ورسيدل نو ګينسرت ته راغلل اَؤ هلته ئے کِشتئ په ګُودر وتړله. ۵۴هر کله چه هغوئ په غاړه کُوز شول نو خلقو سمدستى عيسىٰ وپيژندو. ۵۵اَؤ خلق په ګيرچاپيره وطن کښے په شلګونو وزغليدل اَؤ دَ هرے خوا نه ئے مريضان په بانګو کښے ورته راؤړل. ۵۶اؤ هر چرته چه به هغه تلو، کلو ته، ښارونو ته، يا بانډو ته، هغوئ به په بازارُونو اَؤ چو کُونو کښے ورته مريضان کښينول اَؤ مِنت به ئے ورته کولو چه تش دَ هغۀ چُوغے له لاس وروړى، اَؤ چا چه هغۀ له لاس وروړو نو هغوئ ټول روغ شول.